کندهار ولایت کې له ۴۸۰ پولیسو د لوړو زده‎کړو لپاره ازموینه اخېستل شوې

کندهار ولایت کې له ۴۸۰ پولیسو د لوړو زده‎کړو لپاره ازموینه اخېستل شوې


په کندهار ولایت کې د ۴۸۰ دولسم ټولګی فارغ پولیسو څخه د لوړو زده‎کړو لپاره ازموینه واخېستل شوه.

هلته چارواکو ویلي دي، چې په کندهار کې يې په لومړي ځل د پولیسو لپاره  د لوړو زده‎کړو څانګه فعاله کړې چې له مخې به یې پولیسو ته د ليسانس تر کچې زده‎کړې ورکول شي.

په ازموینه کې له ګډون کوونکو پولیسو له دې جملې څخه یوازې ۹۰ تنه يې په حقوقي سیاسي او نظامي برخو کې د زده‎کړو چانس ترلاسه کولای شي.

د کندهار د امنیت آمر رحمت الله اطرافي وایي؛ په ازموینه کې بریالي پولیس به هم مهاله له دندې سره یوځای د لېسانس تر کچې خپلې زده‎کړې وکړي.

 

 

tags

ستاسې تبصرې

*


Top