ډونالډ ټرمپ د فلوریدا ایالت ناپلیس ښار ته ځي

ډونالډ ټرمپ د فلوریدا ایالت ناپلیس ښار ته ځي



د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ‌‌ډونالډ ټرمپ نن پنجشنبه د فلوریدا ایالت ناپلیس ښار ته ځي
د ولسمشر ټرمپ دغه سفر داسې مهال کیږي چې په امریکا او کارائیب ټاپو ګانو کې د ایرما توپان د قربانیانو شمیر ۷۰ ته رسیدلی دی.
اټکل کیږي چې څلور اعشاریه درې میلیونه کورونه او دفترونه چې ۹ میلیونه وګړي په‎کې اوسیدل یا یې کار کاوه، له بریښنا بې برخې شوي دي.
ولسمشر ټرمپ تر دې وړاندې د هاروې توپان وروسته د تګزاس او لویزیانا ایالتونو ته تللی وو.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top