د افغانستان د مېوې صادرات ۸٪ زیات شوي.

د افغانستان د مېوې صادرات ۸٪ زیات شوي.



د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي؛ د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د افغانستان د تازه مېوو صادرات د تېر کال پرتله اته سلنه زیات شوي دي.
سږ کال ۹۰ زره ټنه انگور، انار او زدالو بهر ته استول شوي چې د تېر کال پرتله اته سلنه زیاتوالیپکې راغلی.
د چارواکو په وینا، د صادراتو د کچې د ډیریدا لامل دا دی چې د افغانستان او هند ترمنځ هوایي دهلیز رامنځته شو او پاکستان هم سږ کال د افغان مېوې د ټرانزېټ پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړل
د افغانستان د سوداګرۍ خونې د صنایعو او صادراتو د ودې مسوول میر زمان پوپل هند ته د الوتکې له لارې د مېوې لېږدولو دهلېز هم د دې صادراتو د زیاتېدلو یو لامل بولي.
پروسږ کال ۱۱۴ میلونه ډالر د مېوې صادرات وو او سږ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۱۲۴ میلیونه ډالروته پورته شوي دي.
خو په ورته مهال زیاتوي چې پاکستان هم د تېرو کلونو په څېر د افغان مېوې په مخ د لارې بندولو یا نورې ستونزې جوړې نه کړې
وچه او تازه مېوه د افغانستان د صادراتو ډېره برخه جوړوي، خو د لېږلو لپاره یې پر پاکستان تکیه دی.
دغه هېواد تېرو کلونو کې ډېر ځلې لار په داسې مهال وتړله چې افغان مېو به بهر ته د صادرېدو لپاره تیاره وه.
افغانستان دغې ستونزې ته د ځواب ویلو د پاره د لومړي ځل د پاره په تېرغبرګولي کې هند ته د الوتکې له لارې د مېوې صادرات پیل کړل
له کابل او کندهار هند ته اونۍ کې د دوو الوتکو له لارې مېوه لېږدول کېږي.
د افغانستان مېوه اوس د ایران له چابهار بندر دغه هېواد او عباس بندر له لارې ځینې نورو هېوا ته هم لېږدول کېږي
د سوداګرۍ او صناعیو خونه وايي، په دغه پرمختګ سره به د مېوې د صارداتو کچه د روان کال تر پایه ۲۰ سلنې ته لوړه شي.
د تازه مېوو او سبزیو د صادروونکو ټولنې مشر اختر محمد احمدي وايي، سوداګر سږ کال له خپل کاروبار ډېر خوشال دي.
سږ کال د تازه مېوو له کیفیت او صادراتو راضي دي.او وایي: تیرکال مو ۱۵۰ زره ټنه صادرات درلودل، سږ کال ښايي ۵۰ زره ټنه نور صاردات ور زیات شي او او دوه سوه زره ټنو ته ورسېږي.
افغان مېوه پر پاکستان سربېره په هند ،منځنۍ اسیا او په عربي هېوادو روسیه او اروپا کې هم مینوال لري.
اروپایي هېوادونو ته ځکهافغان میوه کمه صادریږي چې بسته بندي یي لوړ معیاري غواړي.
د سوداګرۍ خونه وايي، د بسته بندۍ د پاره یې  نوي کارځايونه جوړ شوي چې له مخې به یې د میوې صادرات نور هم زیات شي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top