د روغتیا نړیوال سازمان وایي روان کال په افغانستان کې ۱۴۳ روغتیایي مرکزونه تړل شوي

د روغتیا نړیوال سازمان وایي روان کال په افغانستان کې ۱۴۳ روغتیایي مرکزونه تړل شوي



د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او وایي چې د روان میلادي کال په اوږدو کې د افغانستان په سراسر کې ۱۴۳ روغتیایي مرکزونه تړل شوي دي.
د یاد سازمان په راپور کې چهارشنبه خپور شو راغلي دي چې نوموړي مرکزونه د ناامنیو له امله تړل شوي دي چې په ترڅ کې یې د ۳ملیونه افغانان له روغتیایي خدمتونو بې برخې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سره صلیب نړیوالې کمیټې اعلان کړی دی چې د هیواد په شمال ختیځو ولایتونو کې یې فعالیتونه بند کړي دي او په نورو ولایتونو کې یې هم په فعالیتونو بندیزونه لګولي دي.
سره صلیب وروسته له هغې یاد اعلان کړی دی چې روانه اونۍ په مزار شریف کې د یادې ادارې یوه هسپانوۍ کارکوونکې په ډزو ووژل شوه.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top