د ملګرو ملتونو عمومي منشي د برما له چارواکو د مسلمانانو پر وړاندې د تاوتریخوالي بندیدو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د برما له چارواکو د مسلمانانو پر وړاندې د تاوتریخوالي بندیدو غوښتنه کړې



د ملګرو ملتونو عمومي منشي د برما یا میانمار پر چارواکو غږ کړی دی چې په یاد هیواد کې د اقلیت اوسیدونکو روهینګیا مسلمانانو پر وړاندې تاوتریخوالی ژر تر ژره ودروي.
نتونیو انګویوټوریس د پنجشبنې په ورځ نیویارک کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل: زه د میانمار له چارواکو غواړم چې پوځي اقدامات ودروي، تاوتریخوالی بند کړي او د ټولو هغو کسانو د بېرته ورتګ حق وپېژني چې له هغه هیواده وتلو ته اړ شوي دي. زه پر هغوی غږ کوم چې د ملګرو ملتونو د ادارو او نور مهمو ادارو له خوا د مرستو رسول ډاډمن کړي.
د برما دولت مشره آنګ سانګ سوچي چې د نوبل سولې جایزه یې هم وړې ده په یاد هیواد کې له مسلمانانو سره د ظلم او ستم له امله د نړیوالو د توندو نیوکو سره مخ ده.
په وروستیو دوو میاشتو کې د برمایي پوځیانو د ظلم له امله چې د یاد هیواد په راخینا ایالت کې یې پر خلکو کړی ۳۸۰زره مسلمانان بنګله دیش ته مهاجر شوي دي.
له بلې خوا د برما دولت یوه ویاند ویلي دي چې سوچي به د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په غونډه کې ګډون ونه کړي او د خپلو هیواد د مشکلاتو په حل کې به اقدام وکړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top