د داعشيانو د بسونو بند پاتې کاروان د سوریې دیر الزور ته رسیدلی

د داعشيانو د بسونو بند پاتې کاروان د سوریې دیر الزور ته رسیدلی



د داعش ډلې اړوند بسونو هغه کاروان چې څو اونۍ د سوریې په یوه دښته کې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د څارنې له امله بند پاتې و پرون د داعش تر ولکې لاندې دیرالزور ته رسیدلی دی.
نوموړی کاروان د حزب الله شیعه ډلې او سوریې دولت په معامله پریښودل شوی تر څو دیر الزور ته په داسې حال کې ورسیږي چې ۲۰۰ وسله وال او ۲۰۰ ملکیان پکې سپاره وو.
حزب الله او سوري دولت یاد کاروان ته د حزب الله د یوه بندي د خوشي کیدو او له داعش سره د حزب الله ډلې د څو مړو او د نهو هغو لبناني سرتېرو د مړو پاتې شونو چې په ۲۰۱۴ کال کې داعش برمته کړي وو په بدل کې لاره ورکړل شوه تر څو دیر الزور ته ورسیږي.
که څه هم امریکا او ورسره ایتلاف د یادې هوکړې مخالفت کړی و خو د روسي چارواکو په غوښتنه یې د یاد کاروان له څارنې لاس اخیستی و.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top