هدف، زده کړه او بری/ ۲۰ برخه

هدف، زده کړه او بری/ ۲۰ برخه


د زده کړې لپاره له ویناو ګټه واخلئ
 
  1. پر موضوع د حاکم او متخصص شخص ویناوې واورئ. دوی مسایل په اسانه تشریح کولای شي. تاسو یې هم ترې ښه زده کوئ.
  2. د فعال اوریدو هنر زده کړئ، فکر، زړه او نیت مو اوریدو ته متوجه کړئ، د ویناوال خبرو، کلیماتو، لحن، اشارو، موسکا، کتلو او لېوالتیا ته متوجه واوسئ. هر یو یې ارزښت لري او په هر یوه کې یې تاسو ته یو پیغام شته.
  3. د امکان تر بریده د وینا د تالار یا ټولګي په لومړۍ لیکه کې کینئ.
  4. د درس یا وینا د پیل او پای دواړو لپاره ځان تیار کړئ، مهم موضوعات په لومړۍ برخه کې ویل کیږي او په پای کې تکراریږي.
  5. که ضرور وه له ځینو ځانګړو درسونو او ویناو څخه د ښې استفادې لپاره د وینا په تالار یا ټولګي کې د مهمو ټکو اصلي او ځینې فرعي پیغامونه یادداښت کړئ او له ځان سره یې وساتئ. د اړتیا پرمهال یې تکرار کړئ.
  6. په هم مهالي ډول د اوریدو او یادداښت لیکلو مهارت زده کړئ، دا مهارت ورو ـ ورو تر لاسه کیږي.
  7. یادداښتونه مو وروسته له سره ولیکئ، منظم او تصنیف بندي یې کړئ، ویې ساتئ او ویې کاروئ.
  8. هره پوښتنه، چې مو په ذهن کې ګرځي له ځان سره یې ولیکئ.
  9. که کوم شی مو د نظر مخالف و، هغه هم یادداښت کړئ، بیا پرې فکر هم وکړئ او له ویناوال یا ښوونکي سره پرې د امکان په صورت کې بحث هم وکړئ.
  10. دقیق اوسئ، جزئیات، مهم ټکي، مهم لغتونه، مهم اتصالي ټکي او مهم تاکیدي ټکي په پام کې ولرئ.
  11. که تر وینا وروسته د بحث فرصت و او همدارنګه په ټولګي کې فعال اوسئ. په پوښتنو، ځوابونو، تبصرو، مباحثو، تکرار او تمرینونو کې برخه واخلئ.
  12. تر مباحثې مخکې باید پدې ډاډه شئ، چې هغه مفاهیم موښه پوره زده دي، چې غواړئ بحث پرې وکړئ.

tags

ستاسې تبصرې

*


Top