د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلونو ملي لوبډله د نن د هند په لور روانه شوه

د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلونو ملي لوبډله د نن د هند په لور روانه شوه



د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلونو ملي لوبډله د سوبرتو کپ په سیالیو کې د ګدون په هدف نن د هند په لور روانه شوه.
د فوټبال فدراسیون د تخنیک ډایرکټر وایی چې د دغې لوبډلې په جوړښت کې ۱۶ لوبغاړي او دوه روزنکي شامل دي.
افغانستان په دغو سیالیو کې د بنګله دېش، سریلانکا، بوتان او نیپال سره په یوه ګروپ کې دی.
د هند سوبرتو کپ په سیالیو کې د بیلابیلو هیوادونو څه باندې ۳۲ د فوټبال لوبډلې ګډون کوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top