موږ او زموږ ګاونډیان

موږ او زموږ ګاونډیان



لیک: صابر تايب
دا خبره په لومړي سره کې روښانه کوم چې د یو شمېر د احساساتي هېوادوالو د ټاپو ښکار نشم ایران او پاکستان زموږ تر ټولو د ښمنانو ستراتژيک د ښمنان دي دوی هر وخت د افغانستان په ورانۍ کې لاس لری دی او لري یې هېڅ داسې موقع چې افغانانو او افغانستان په کې د زیان اړولو جانس مو جود وي نه ایران دغه موقعه له لاسه ور کړې ده او نه پاکستان ایران او پاکستان افغانستان نه ښه نیت لري او نه یې لرلی دی همدا نن چې موږ په کوم حلت کې یو  ددې دواړو ګاونډیو له لاسه  پاکستان له پیل نه تر دې دمه د افغانستان ورانۍ ته کار ویلی دی ایران هم همداسې خپلې شومې موخې د افغانستان په ویجاړونه کې ګوري دا چې د پاکستان موخه څه او د ایران موخه څه ده ولې دوی د افغانستان په بربادۍ اخته دي او د افغان ولس پرمختګ نشي زغملی دا هغه خبرې دي چې نن سبا د کوڅې ماشومان هم ورباندې پوهیږي خو زه چې نن په کومه خبره، خبره کول غواړم هغه تر ډېره موږ پورې اړه لري .
له د ښمن څخه خو ګیله نه ده پکار ځکه چې هغه د ښمن دی که لږ تاریخ ته زیر شو او ددې وطن چې موږ ځانونه اصلي بچي بولو او د مور خطاب ورته کو موږ دې مورته څه کړي دي ایا لومړی حق د مور وي موږ ورکړی موږ تل خپلې شخصي ګټې تر ملي ګټو غوره نه دي بللي دا وطن به موږ ډېر وران کړی وي که روس افغانان په خپلو کې یو بل ډېر سره وژلي که روس افغانستان د روس له وتلو نه روسته ولې په حیرانوونکو کنډوالو بدل شو؟ موږ ولې ملي دریځ نه لرو؟ موږ ولې په هغه لار روان یو کومه چې ترکستان ته روانه ده دا ټول کارونه موږ شعوري کو؟ یا له موږ څخه په سهوه کې کیږي؟ او که څوک یې راباندې کوي؟
موږ ګرم یو موږ خپله ګرمتیا ځکه نه منو چې موږ لا هم ددې وطن د ویجاړولو اراده لرو او یایې په ځان نه راوړو.
ایا موږ تردې دمه خپل مسولیت پېژندلی چې د دې ستر هېواد په وړاندې د یوه افغان مسولیت څه دی؟ مو شکوه شکایتي ولس یو خیرات خور اموخته شوي یو موږ له بل چاڅخه  تمه لرو چې رادې شي زموږ کور دې جوړ کړي وران ما کړ د جوړولو تمه یې له بل چاڅخه  کوم  او ۵۰۰۰ کلن تاریخ باندې ویاړ او د هغه یادونه خو یو وخت له پامه نه شم غورځولی خو کله مو هم په دې فکر ونه کړ چې ایا دا تاریخ زموږ مشرانو موږ ته په سوال جوړ کړی که په همت په بې اتقاقۍ یې جوړ کړی که په اتحاد ننګ د خوشحال خان او احمد شا بابا خو زموږ د خبرو سرټکی وي خو کله مو هم د هغوی په لاره  قدم وانه خست د نورو قومونو که مشران مري فکر یې پالل کیږي د همغه فکر پراساس یې ولسونه او هیواد د پرمختګ لوړو پوړیو ته ځانونه رسوي زموږ خو چې مشران مړه شي له فکر سره یې خاوروته سپاره نو ځکه نړۍ پرمخ او موږ پرشا روان یو.
نیوه کې د حل لار نه ده دا زموږ مسله نشي حل کولی چې فلانی ملک دې زموږ په ملک کې مداخله بنده کړي او فلانی ملک دلته لاسوهنه کوي دا کار نه دی.
وطن مور ده د مور پړونی پرېوتی دی زما دنده جوړیږي چې خپلې مور ته خپل پړونی ورپه سر کړم که له بل چانه هیله وکړم چې راشئ زما مور په ستر کړئ؟.
د هېواد په دې کړکېچن حالت کې چې څومره بهرنیان ګرم دي تر هغې زیات موږ ګرم یو موږ باید ځانونه سم کړو موږ باید خپل هیواد ته  د خپل هیواد په سترګه وګورو موږ باید خپل ورور ته خپل ورور ووایو له بل چاڅخه دا تمه ... ناداني ده.
وطن ته که هرچا د خپلې مور په سترګه وکتل زه فکر نه کوم چې هېڅوک دې په دې وطن کې ناوړه چارې پرمخ یوسي ځکه چې هر بچی ورته وفادار دی خو له بده مرغه دې وطن ته هرڅوک مور وايي خو په خوله، ځکه مو دا حال دی نوره نړۍ ستړې کیږي پوهېږي چې دا خلک نه سميږي اوس هم چانس دی باید خپل وطن په خپله جوړ کړو هغه وخت لرې نه دی چې بیا به لاسونه موروړو او هېڅ به په لاس نه شي راتلی.
 
Sabir.Taib11@gmail.com
Sabir@123
tags

ستاسې تبصرې

*


Top