څڅیدلي اوښکې

څڅیدلي اوښکې



...له ډیرې مودې ځخه د زندان پر دروازه زړه بوډۍ ولاړه وه.
ژړل یې...
مګر نه ددې لپاره چې د سر پړونی یې زوړ ؤ، او یا یې د ځوانی شیبې تیرې شوې وې.
له سهاره یې په ژړا پیل کړی ؤ، لا یې ژړل او هره ګړۍ چې به يې نازولی او تنکی زوی یادیده ددې د تاأثر به ډیریده...
چې کله به یې هم د زندان کوم باشي په تیریدو ولید نو خپلې اوښکنې سترګې به یې له تړمو اوښکو ډکې ورواړه ولې او د زوی د
ملاقات لپاره به یې نازکه لپه ونیوله، هیچا هم پام ورته نه کاوه خدای خبر چې تیریدونکي به ریښتا هم بې وسه او بې اختیاره ؤ کنه؟
د ماښام تیارو خپل پړونی غوړاوه، د بوډۍ مورکۍ له سترګو څخه د اوښکو لارې لا هغه شان روانې وې او لکه د کوچنی ماشومې
په څیر يې سلګی وهلې.
یوازې یو زلمی دې ته ځیر شو، نږدې ورغی ور څخه یې وپوښتل: ادې! ولې ژاړې او له کوم لورې راغلي یې.
نور یې هم وژړل او په ژړه غونې غږ یې ورته وویل: زویه! زه یوه بد بخته کونډه یمه چې یوازې یو نازولی زوی راپاته ؤ او همدغه
زوی زما د هیلو غوټی وه دډیري مودې څخه ددغه ظالم وحشی چارواکو له لورې دطالب په تور بندي دی.
د کله نه چې زما څخه جدا شوی زه یوازې، بې کسه او بې دیاره ګرځمه زما په دې نړی نور هیڅ څوک نشته د سهار نه چې راغلې
یمه تر اوسه یې د زوی د ملاقات اجازه را نه کړه.
پرته له دې چې نور هم څه ووایې تنکی سترګې یې راوخوټیدې او مظلومي اوښکې یې د پرې شوي امیل په څیر په تویيدو شوې.
خدای خبر چې په کوم لور راونه شوه خو څڅیدلې اوښکې یې د شپې تیارو ته د رڼا ورکولو لپاره هلته په خپل ځای ډنډ ولاړې وې.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top