افغانستان، نظام جوړونه، درسونه یې

افغانستان، نظام جوړونه، درسونه یې



(دوهمه او د پای برخه)
په منفي افکارو تمرکز، کمښتونه یې
که موږ د لوړ، مثبت او ګډ ملي ارمان او يا هغه څه په ځای چې د زړه له کومي يې غواړو  لکه د بشري پراختيا(انکشاف)، اقتصادي پرمختګ،
ښوونه او روزنه عامول، ټولنيز عدالت راوستل، ښه حکومتولی او دقانون يوشان پلي کولو په ځای په منفي غوښتنو، يا هغه څه چې نه يې غواړو،
يا د کوم بل چا او بلې مفکورې په ضد زياته او اصلي پاملرنه وکړو، ريښتينې، د ښو پايلو تلپاتې برياوې به تر لاسه نه کړو. لامل دادی چې منفي
او عکس العملي فکر چې د کوم چا او يا کومې ښکارندې په خلاف وي هيڅ کله ښه او اوږدمهاله انګېزه او لرليد چې د بريا راز په کې نغښتی وي
نه شي رامنځته کولا ی، بلکه يو عقده يي سوچ په انسان کې رامنځته کوي چې که حل نه شي د اړونده انسان شخصيت او ريښتينولي خرابوي او
که  هغه کس خپلو موخو ته و هم رسیږي، د خپلې ټولنې په ستونزو به لانور ورزیات کړي او هیڅ ستونزه به یې حل نه کړي او هیڅ کله به کوم
لوړ ارمان، لرليد، سمه انګېزه او کوم غوره پلان و نه لري.
د مثال په توګه، په يوه وروسته پاته، ويشل شوې، په جهالت کې ډوب او بېوزله ټولنه کې که يو بل ته په سنګر کې ناستې دښمنې ډلې خپله ټوله
پاملرنه يو دبل  ځپلو او ورکولو ته وقف کړي، ځينې ډلې په نورو برلاسې هم شي، خیر به و نه کړي. داسې کسان به خپلو خلکو ته د خدمت په
ځای، خپل ځان او خپل ولس لا نور هم په ستونزو کې راګېر او د نورو بهرنیو قوتونو د غلامۍ حلقې به يې په غاړو ور تنګيږي. له همدې کبله، د
نړۍ هيڅ سیاسي ډله او رهبر هم د منفي فکرونو، منفي مبارزې او يا د نورو ډلو د محوه کولو له لارې بريا نه دي رسېدلي.
په تاريخ کې هر هغه نهضت چې تلپاتې نړيوال ګټور بدلونونه يې راوستي، د تاريخ لوری یې سمې خواته رهبري کړی، په مثبتو او لوړو ارمانونو
يې تمرکز کړی. موږ زيات تاريخي مثالونه لکه د نلسن منډیلا، مارتین لوتر کنګ، ګاندي او نورو لرو او ترټولو غوره مثال د اسلام د ستر پيامبر
دعوت او بريا ده چې د الله تعالی د وحیې په مرسته رهبري کېده. هغه يوازې لوړ ايديالونه لکه انسان ته ازادي ورکول، انسانی کرامت ته درناوی،
د یوه الله عبادت کول او نور غوره ارزښتونه معرفي کول. د مثال په توګه د پیامبر علیه السلام اصلی ارمان، موخه او تګلاره په توحید باندې د
خلکو پوهه او د الله د کلمې لوړول وو او په دې سره شرک په خپله له نابودۍ سره مخ شو، د عدالت معرفي کول چې زوروهلو ته ځای پاته نه
شو، انساني کرامت ته درناوۍ یې د خپل پروګرام مهم جز وګرزاوه، نو د بشري حقونو څخه تېری په کمېدو شو. هغه داسې ونه کړل چې د توحید
په ځای یوازې د شرک او کفر په وړاندې په مبارزه تاکید وکړي. د هغه د دعوت موخې چې د الهي وحيې په مرسته رهبري کېدې هيڅکله د اسلام
او دهغه د دښمنانو په فزیکي نابودۍ متمرکزې نه وې. همغه و چې تر بشپړ برياليتوب او د مکې له فتحې وروسته د الله رسول د خپل ځان او
اسلام ټول دښمنان وبښل.
د تیر سیاسي تاریخ درسونه
د افغانانو په هکله ویل کيږي چې ډېری یې نه له خپل تاریخ سره مینه لري، نه یې مطالعه کوي، او نه ورڅخه زده کړه کوي. خو سیاست کول بې
له تاریخپوهنې د ناکامي منل دي. ځکه سیاستوال له تېرو ګټورو تجربو او درسونو زده کړو ته زیات اړتیا لري. هغه سیاسي فرهنګ چې له
تاریخي پوهې بې برخې وي داسې مسؤلیت منونکی سیاستوال او روڼ اندي نه روزي چې د راتلونکي او د تاریخ د قضاوت په هکله حساس وي.
له تاریخی پوهې بې برخې تش په نامه سیاستوال، ټولنیز او مدني فعالان تل لنډه ځمکه ویني او د ملي ګټو په ځای تر ډېره ځاني ګټې په پام کې
ساتي. نو موږ افغانانو ته اړتیا ده چې له خپل تېر تاریخه دا لاندې درسونه زده کړو:
1. افغان تاریخ پوهان او څیړونکي باید د تاریخ په پاڼو کې په هغو مهمو ملي مسئلو، لاسته راوړنو، تیروتنو، تاریخي پریکړو او هغو پېښو
تمرکز وکړي چې تاریخي اهمیت لري، له ښو تجربو او درسونو یې ګټه واخلو، او تیروتنې یې بیا تکرار نه کړو. په دې اړه د یوه منظم
کاري پلان د رامنځته کېدو وړاندیز کوم چې څنګه له هیواده بهر د یو شمیر افغان کارپوهانو اوسني خورا ګټور نوښتونه نور هم غني
کړو.
2. ملي مشرانو ته د انسانانو په توګه یوازې سپین او یا تور باید و نه وایو، بلکه کړه وړه یې په انصاف سره د ملي ګټو په رڼا کې و
ارزوو. د احترام تر څنګ که یې تیروتنې کړې وي باید زموږ اوسني او راتلونکي مشران یې تکرار نه کړي. نو اړتیا ده چې د خپلو
تاریخي شخصیتونو او قهرمانانو د ژوند ټولو اړخونو ته نظر وکړو، خو د خپلو ملي اتلانو درناوی هم په پام کې وساتو.
3. د اغیزه لرونکو مهمو سیاستوالو، سیاسي ډلو او ملي مشرانو کړنې هم باید همدا اوس تر ژورو ارزونو لاندې ونیسو او په انصاف سره
یې نقد کړو. دا رویښ به مرسته وکړي چې مدام خپلو مشرانو ته ور په یاد کړو چې خلک او تاریخ مو ښه او بد کارونه څاري. دا
2
زموږ د ځوان او رابرسېره کېدونکي روڼ اندي کهول دنده او خدایي مسؤلیت دی چې له سلیقوي ارزونو تېر، ښو ته ښه ووایي او بدو
ته بد خو په بازاري شکل ته بلکه په هنري انداز کې.
4. که زموږ کارپوهانو او څیړونکو د مهمو ملي شخصیتونو د پریکړو، مهمو ملي قضیو او پېښو سمه ارزونه وکړه، درسونه یې ورڅخه
استخراج کړل ، نو بیا به زموږ تاریخ هم زیات لوستونکي و مومي، هم به ورڅخه د اوس او راتلونکي لپاره زیات درسونه ولري او هم
به مو سیاسي فرهنګ د سترو مشرانو د روزلو لپاره یو مناسب بستر رامنځته کړي.
5. باید ومنو چې په تاريخي لحاظ، زموږ په ملک کې د نظام جوړولو اصلي ستونزه د خپلمنځي اوږدو شخړو، د مشروع اقتدار د تشې، د
سترو شيطاني او استعماري لوبو او نيرنګونو او بهرنیو لاسوهنو په اوږده بهير کې مطالعه کېدای شي. زموږ هر رهبر، دیني عالم،
لیکوال او شنونکی باید د نظام جوړولو په هکله خپل رسالت ادا کړي او نور له دې غفلته باید راویښ شو.
6. زموږ سياسي فرهنګ د ملي نظام، ملي سیاسي او اقتصادي بنسټونو جوړولو او خود کفایۍ ته د رسېدو د هنر د زده کولو په ځای، له
شرق او يا غرب سره د اړيکو جوړولو او شپې تېرولو په لوبو اوښتی دی. له نورو سره به روابط ښه کار وي خو هیڅکله هم د ملي
لمړیتوبونو ځای نه شي نیولای نو زموږ اړونده نهادونه او لیکوالان باید ورته پام وکړي.
7. زموږ سیاستوال او سیاسي ډلې د اوږدمهاله علمي مبارزې، په ستراتيژیکو مسئلو تمرکز او خلکو ته د خدمت په ځای، په لنډ مهاله،
تکتیکی، او ځان غوښتنو کې راګیر دي. افغان کارپوهان او دولت باید په ملک کې د ستراتېژیک فکر په وده کې د یوه غوره پلان له
مخې هڅې وکړي او کله کله خپل کار او تیروتنې و ارزوي.
8. پوهېږو فرهنګ د ټولنې په ټولو پاړکيو او په هره مفکوره چې وي اغیزه کوي، افغانان که هر څومره هم ځانونه انقلابي، روڼ اندي،
ښه مسلمانان او یا دموکراتان وبولي له پورته ستونزو رنځ وړي او زموږ ټولې ډلې له دې کمښت سره مخ دي خو دوی په ځان نه
پوهېږي.
9. زموږ د سیاسي ډلو د پاته راتلو لاملونه دادي چې هیڅ کله ځان ته کوم لوړ ارمان، لرليد او موخې د یوې مشارکتي پروسې په بهیر کې
نه ټاکي او نه ورباندې باور لري. نو ځکه دوی هم په ژوند او په خپل سیاسي ژوند کې زیات څه په علمي ډول نه زده کوي. تر دې
وروسته زموږ سازمانونه او سیاسي ډلې باید په علمي توګه ځانته ارمانونه او لرلیدونه وټاکي او ورته کار وکړي.
10. افغاني ډلې که په هره مفکوره وي په علمي او مشارکتي ډول د پلان او ستراتېژۍ جوړولو دښمنان دي، هیڅ اهميت نه ورکوي، هېڅکله
کومې ډلې ځانته کوم  مشارکتي ستراتېژيک پلان نه دی جوړ کړی او پلي کول خويې لا پرېږده. دا کلتور باید بدل شي او زموږ سیاسی
ډلې او کار وباري سازمانونه باید د په مشارکتي ډول کولو ته مخه کړي.
11. زموږ هېڅ سیاسي شخصیت او ډله هم د خپلو ماتو مسوليت نه اخلي، تل د دوی د پاته راتلو ملامتي د بل چا په غاړه وي. دا ځکه دوی
په علمي لحاظ کامیابي او ماته د علل او معلول، مسؤلیت منلو، پلان کولو او د ژمنتیا په ښودلو سره نه ارزوي. زموږ ډلې او
شخصیتونه باید پوه شي چې د بریاوو تر لاسه کولو لپاره باید په علمی توګه پلان وکړي او مسؤلیت واخلي.
12. په افغاني سیاسي او ټولنیز فرهنګ کې تر اوسه د فرصتونو پېژندنه او ورڅخه د ګټې اخيستنې مفهوم په سازمانانونو کې په علمي توګه
تر مطالعې لاندې نه دی نیول شوی. نو ځکه زموږ ډلو زیات طلايي فرصتونه له لاسه ورکړي او اوس یې هم له لاسه ورکوي. دوی
چې له شته فرصتونو ګټه نه شي پورته کولای نو ننګونې به څنګه په فرصتونو واړوي، لکه په نوره نړۍ کې چې یو ستر مفهوم لري.
تر دې وروسته باید افغاني سازمانونه د پلان کولو په وخت د فرصتونو، تهدیدونو، ضعفونو او قوتونو د پېژندلو په هکله پوهاوی
رامنځته او ویې کاروي.
13. ډېری سیاستوال مو د ملي مشارکت، ملي وفاق، ملي ګډو ارزښتونو په بنا د سیاست کولو په ګټو سم نه دي خبر. نو په ځان د یو شمیر
کسانو د راټولولو لپاره دوی د قومي کرکو، تعصبونو او نفرتونو د راپارولو له لارې سیاست کوي. زموږ ریښتیني وتلي مسلکی
لیکوالان او شنونکي باید د ملي ارمانونو په بنسټ د سیاست، ټولنیزو او مدني فعالیتونو کولو په اصولو خپل سیاستوال او عام خلک خبر
کړي.
14. که د وطن ګوند د مشرانو خپل منځي ناندریو او د هغه وخت سیاسي پېښو ته ځیر شو، او د مثال په توګه که د جنرال ګروموف د
یادښتونو کتاب او نور ورته اثار مطالعه کړو و به ګورو چې تل د افغانانو خپل منځي ناندریو زموږ بیخ ایستلی دی. همدارنګه، که د
مجاهدینو خپل منځي شخړو ته ښه نظر وکړو، ځان تیر نه باسو او له ځان سره درواغ و نه وایو، که زموږ په غرب کې تربیه شويو
کسانو ته سم ځیر شو، نو دا ستر ملي کمښت مو د یقین تر کرښې راته ثابت شي. افغانان باید ملي یووالي، یو بل منلو او د ملت کېدو
هنر زده او ورته په ګډه کار وکړي.
3
15. زموږ زیاتو ډلو او شخصیتونو په علمي او مسلکي توګه سیاست نه دی کړی. دوی دولس د عامه اذهانو په یو کولو، ملي یووالي، ملي
ګډو ارزښتونو او ملي ګټو پانګونه نه ده کړې او نه یې د خپلې کاري اجندا په منځ کې ځای ورکړی دی. زموږ دولت او ملت باید
مسلکي خو ریښتینو سیاست پوهانو ته مخه ورکړي چې سیاسي ارزښتونه او بنسټونه مو تلپاتې کړي.
16. زموږ زیاتو سیاستوالو که له ملي ایدیالونو خبرې هم کړې خو د کوم بل هدف لکه، د قدرت نیولو او یا ځان مطرح کولو او نورو ځان
غوښتنو د لاسته راړو لپاره یې د شعار په توګه ورڅخه کار اخیستی دی. باید باور مو پوخ شي چې ملي ایدیالونو ته ژمنتیا او ورته کار
کول تر ټول غوره سیاست، ټولنیز او مدني فعالیت دی.
17. له دې کبله په تاريخي لحاظ سترو لوبو، او له زمانشاه څخه وروسته د بهرنیانو لاسوهنو او نفوذ زموږ په سیاستوالو کې داسې سوچ
رامنځته کړی چې د بدلون لپاره يوازېنۍ لاره له بهره مرسته ده. نو ځکه دوی ته پخپلو پرګنو پانګونه، ملي ګډو ارمانونو او ملي ګټوته
ژمنتيا بې مفهومه شوه او دا غميزه لا اوس هم روانه ده. موږ ته اړتیا ده چې په هر څه کې په پردیو تر حساب کولو، په خپلو پرګنو
پانګونه وکړو او له دې لارې د نظام او هیواد جوړول وغواړو.
18. کله چې په ملک کې د مشروع سیاسي اقتدار او نظام تشه وي، که افغان سید جمال الدین غوندې نابغه او ان د قرن مجدد هم ستا په
خاوره کې پېدا شي، نورې نړۍ ته به یې ګټه ورسېږي، ټول شرق به راویښ کړي، خو ستا له ملکه به شړل کیږي. که د په ملک کې
ثبات او غوره نظام و، نو ستا د ملک هر بچی به دا فرصت لري چې نړیوال کارپوه، سیاستوال او رهبر شي. باید په ملک کې مو غوره
نظام جوړولو، د قانون د حاکمیت او بنسټونو جوړولو لپاره یو مناسب بستر او چاپېریال رامنځته کړو.
19. که د افغانستان په تېر تاریخ کې اوږدو خپلمنځي شخړو او د بهرنیانو لاسوهنو افغان سید جمال الدین، امیر دوست محمد خان، امیر
شیرعلي خان، وزیر محمد اکبر خان، مشروطه غوښتونکو، محمود طرزي اماني نهضت او نورو ته دا موکه ورنه کړه چې په ملک کې
غوره، تلپاتې او مشروع نظام جوړ کړي، نو د اوس جنګونه به زموږ د اوسنیو او راتلونکو خیر غوښتونکو د هڅو مخه ډب کوي او
هیواد به مو غلیمانو ته اړ وي. باید نور اجازه ورنه کړو چې د مشروع سیاسي اقتدار تشه ډکه نه شي او څوک یې په مخ کې خنډونه
جوړ کړي.
20. کله چې په ملک کې د سیاسي مشروع نظام تشه وي، نو هرو مرو به یې بهرنیان د خپلو داخلي خاینو کړیو په مرسته ډکوي، ورځ تر
بلې به خوار، ذلیل او نورو لا نور احتیاج کېږئ. هر افغان ته په کار ده چې مشروع نظام هم غوښتنه وکړي، ورته ژمن و اوسي او د
راوستو لپاره یې خولې وکړي.
21. کله چې د انګریزانو په لمسون ایرانیانو شاه زمان او خپل ورور شاه محمود سره واچول، زموږ په تاریخ کې د خپلمنځي شخړو
څلوېښت کلنه توره دوره پیل شوه او تر ۱۸۳۸ م کاله پورې یې دوام وکړ، نو د نظام جوړولو هنر یې له موږ واخیسته. د هوتکیانو او
ابدالیانو د وخت لاسته راوړنې، دولتي نهادونه، د نظام جوړولو هنر او د قانون حاکمیت له منځه لاړل. نو د لسیزو خپلمنځي شخړو پایله
همداسې شومې پایلې لري او تر پېړیو دوام کوي. نو خوښه مو خپله افغانانو چې سوله کوی او که نه!
22. د خپلمنځي اوږدو جګړو په پای کې چې سیاسي نهادونه وشړیږي، ملک له ماتېدونکي حالت سره مخ شي، بیا رغونه او د دې نهادونو
بیا رامنځته کول او ټینګښت یې له پنځوسو کلونو څخه نیولي تر پېړیو پورې وخت غواړي. که داسې وي نو له شته فرصتونو باید سمه
ګټه واخلو، سیاسي او اقتصادي بنسټونه مو سم ورغوو او پرانیستي یې کړو تر څو له ناورینه راووزو.
23. دا ځکه نهادونه رغول یو څو مهم شرایط لکه ښه ملي رهبري، وطنپال کادرونه، ویښ خلک، سوله او ثبات، د نړیوالو سترو قدرتونو
همغږي او یا لږ تر لږه د فعالو بهرنیو لاسوهنو نه شتون ټول باید یو ځای شتون ولري، چې ملک له ناورینه راوباسي. افغانانو ته په
کار دي چې د پورته شرایطو د رامنځته کېدو لپاره په ګډه مبارزه وکړي.
24. څومره چې په ملک کې خپلمنځي شخړې اوږدې شي، مرکزي نظام کمزوری، د قانون د حاکمیت او ملي مشروع اقتدار تشه رامنځته
شي، نو فرصت طلبه، خاین او د بهرنیانو ګوډاګیان دا تشه ډکوي. خلک له نړیوالو مثبتو بدلونونو ګوښه او بې خبره، بې سواده، بېوزله
او ویشلي پاته شي. نو ځکه د خلکو سیاسي شعور، فرهنګ او اقتصاد د ټولنیزې پراختیا، سیاسي، اقتصادي، کلتوري او نورو
پرمختګونو لپاره برابر نه وي او یو وروسته ساتونکی چاپېریال رامنځته کیږي. نو هر افغان ته په کار ده چې درک کړي سوله زموږ د
اوس او راتلونکي لپاره آب حیات ده.
25. افغانانو پخوا څو څو ځله سرښندنې کړې دي، بهرنیان مو د هیواد د ورانۍ په قیمت له خاورې شړلي، خو د پوره سیاسي او ټولنیز
شعور د کمښت، د نظام، سیاسي سیستم، سیاسي او اقتصادي بنسټونو د رامنځته کېدو او ټینګښت په هنر نه پوهېدو. زموږ تر ټولو ښه
4
مشران خلکو د سیاسي او ټولنیز شعور د کمښت له مخې بدرګه نه کړل او د غوره نظام په جوړولو بریالي نه شول. ټولو روڼ اندو
افغانانو ته ښایي چې د خپلو خلکو په ویښولو کې خپل رول ادا کړي.
26. د غازي امان الله خان نوښتونه له خنډونو سره مخ شول. لمړی دلیل دا و چې ټولنه د پورته اوږده خوب له کبله وروسته پاته وه، د امان
الله خان په اصلاحي کارونو نه پوهېدل او د استعمارګرانو د دسیسو ښکار شول. نو په کار ده د سواد، سیاسي شعور او ټولنیز پرمختګ
لپاره هلې ځلې څو څو واره زیاتې شي.
27. د غازي امان الله خان په وخت کې په ملک کې وړتیا لرونکی کادرونه کم او غوره سیاسي او اقتصادي بنسټونه نه وو، امان الله خان په
خپل ټیم کې په هېواد مین، روڼ اندي او ژمن کسان ډېر نه لرل، نو له ستونزو سره مخ شو. اړتیا ده چې عامه ویښتیا او د کادرونو
روزنې ته پاملرنه زیاته شی.
28. غازي امان الله خان د اصلاحاتو د لمړیتوبونو په ټاکلو او پلي کولو کې تیروتنې وکړې. یو شمیر کم ارزښته څېزونو ته لکه د خلکو
لپاره د لباس ډول ټاکل او نورو وو چې باید د اوس لپاره ورڅخه زده کړه وشي.
29. نو د دې لپاره چې موږ بیا د پرمختګ په لوري روان شو، په هیواد کې مو د قانون د حاکمیت، انکشاف او ټولنیز پرمختګ لپاره
چاپیریال برابر شي، اړتیا ده افغانان په ملک کې سوله او ثبات راولي او یو مشروع عادلانه نظام رامنځته کړي.
30. په ملک کې د سولې او ثبات نه شتون او د خپلمنځي جګړو اوږدېدل د مشروع سیاسي اقتدار تشه لا نوره دواملرونکې او خطرناکه
کوي. که سوله رانشي او دا تشه سمه ډکه نشي، هیڅ ډله او ګوند به هم و نشي کړلای چې په هیواد کې د خپلې خوښې نظام جوړ کړي.
سپارښتنې
1. افغان کارپوهان باید اوس خپل عام ولس پوه کړي چې په تاریخي لحاظ زموږ ټولې بدبختۍ، له خپلمنځي شخړو رامنځته
شوې او همدې خپلمنځي اوږدو جګړو په هیواد کې د سیاسي مشروع اقتدار تشه رامنځته کړې، دا تشه بهرنیان ډکه کړې او
زموږه غمیزه له همدې کبله دوام لري.
2. له همدې کبله د ټولو افغاني لوریو په ګټه او مشارکت د سولې راوستل، د جنګ ټغر ټولول او مشروع نظام رامنځته کول د
هر با ایمانه مسلمان او روڼ اندي افغان، ملي شخصیتونو، هیوادنیو ګټو ته ژمنو سیاسي ګوندونو او تر ټولو زیات د دولتي
چارواکو ایماني او ملي دنده ده.
3. افغان سیاستوال د زړې او ناکامې ترخې تجربې نه تکراروي. له تیر تاریخه او تېرو ناکامیو د یوازې د راتلونکي لپاره زده
کړه او کار واخلي. که دوی دا کار نه کوي ملت یې د ورټي او خپل برائت د ورڅخه اعلان کړي.
4. افغان سیاستوال باید د بې ځایه او بې ګټو ناندریو، منفي فکرونو په ځای دې د راتلونکي په فکر کې شي، د غوره نظام په
جوړولو، په ټولو د قانون د یو شان پلي کولو او د خلکو د خدمت لپاره په مثبتو رقابتونو د پانګونه وکړي.
5. ریښتیني او هیوادنیو ګټو ته ژمن روڼ اندي او سیاستوال که په هر قوم او سیمې پورې تړاو لري، د قومي سیاستونو، منفي
فکرونو او عکس العملي دریځونو په ځای دې مثبت او رغنده دریځونه چې د سولې، ملی یووالي او ملي انکشاف په منل
شوو اصولو ولاړ وي راخپل کړي.
6. زموږ سیاستوال، پوهان او لیکوالان، او روڼ اندي باید په هیواد کې د ملت جوړونې لارې چې مثبت فکر، لوړو ګډو او ملي
ارمانونو ته کار، د ملي اجماع او عامه ذهنیت جوړولو او نورو باندې تمرکز وکړي.
7. افغان سیاسي ګوندونه باید د ځانونو لپاره د ستراتیژیکو پلانونو په جوړولو چې په مثبتو فکرونو او لوړو ملي لرلیدونو
تمرکز کوي پانګونه وکړي، جوړ او پلي یې د کړي، د پلي شوو پلانونو ارزونه د وکړي، له کمښتونو یې د زده کړه وکړي
او دا پروسه د بیا بیا تکرار کړي.
8. که چا د الله رضا لپاره جهاد کړی وي، تر قیامته د له افغان ولسه امتیاز نه غواړي. باید پوه شي چې اسلام او نړیوال قوانین
حکم کوي چې مسؤلیتونه یوازې د وړتیا او ریښتینولۍ په بنسټ باید خلکو ته ورکړل شي. دوی د هم خپل اولادونه تر
دوکتورا ورسوي، تجربې د لاسته راوړي او د وړتیا له مخې به ملت او دولت هم ورته اهمیت ځای ورکړي.

tags

ستاسې تبصرې

*


Top