بريالي خلک څه ډول فکرکوي؟

بريالي خلک څه ډول فکرکوي؟



ژباړن: احمدشاه «ویاړ»
ایا تر اوسه مو داسې بریالي کسان چې خپلو موخو ته رسېدلي وي لیدلي؟
ایا کله مو غوښتي ترې وپوښتئ چې د بریالیتوب راز یې څه دی او نړۍ ته په کومه سترګه ګوري؟
د انسان باورونه د هغه د اعصابو د کار په ډول کې مهم رول لري. کله چې سړی باور ولري چې دا کار نشم کولای مغزو ته پیغام صادرېږي چې تاسو د دې کار وړتیا نه لرۍ او همداسې برعکس که فکر کوئ چې دا کار کولای شم، نو مغزو ته مو مثبت پیغام لېږل کېږي.
کېدای شي هرڅوک په ژوند کې د خپلو وړتیاو په هکله دوه زړي شي، تر هغې چې کوچني او محدودوونکي فکرونه کوئ، بریالي کېدای نشئ.
دا په دې مانا نه ده چې بریالي خلک له شک او دوه زړیتوب سره نه مخ کېږي، هغوی هم له دغه ډول مسایلو سره لاس او ګرېوان کېږي، خو د دغو افکارو د لرې کولو لپاره پیاوړی هوډ او اراده لري.
اوس له نویو او مثبتو فکرونو سره نوی پیل وکړئ او ژوند مو چې څه ډول خوښېږي هغسې جوړ کړئ.
بریا ته د رسېدو لاره:
ـ تاسو مو خپل ځان تر بل هرچا ښه پېژنئ.
ـ د خپلو موخو په لور ورو ورو او ګام په ګام مخته ولاړشئ.
ـ که غوره کړې لاره مو موثره نه وي، بله لاره وټاکئ.
ـ دا باور ولرئ چې د ماتې په نوم هېڅ شی نشته.
ـ تاسو همدا اوس د خپل راتلونکي د جوړولو په حال کې یاست.
د بېلګې په ډول: څو تنه له یوه پله نه تېرېدل، چې ناڅاپه دوه تنه لاندې د سیند مستو څپو ته ولوېدل. ټول د مرستې لپاره د سیند پرغاړه راټول شول، خو چې ویې لیدل اوبه ډېرې زیاتې دي او د مرستې امکان نشته، ویې ویل: (( ستاسو د ژغورنې لپاره هېڅ لاره نشته، د خدای رضا درباندې شوې)) لوېدلو کسانو اول دې خبرو ته پام ونه کړ او هڅه یې کوله چې را وخېژي، خو پورتنیو کسانو په ټینګار ورته ویل چې هڅه مو بې ګټې ده، تاسو مرئ، لږ وروسته یوه تن د ځان د ژغورلو هڅه بس کړه او اوبو په مخه کړ، خو دویم کس په ټول توان هڅه کوله چې له اوبو راووځي او په پای کې بریالی هم شو.
کله چې دویم کس له اوبو ژوندی راوخوت، مالومه شوه چې په غوږو کوڼ دی، دی له پیله تر دې دمه په دې فکر کې و چې خلک یې تشویقوي. هغه څه چې د خلکو ژوند ممکنوي، د هغوی باورونه دي، هڅه وکړئ چې له خپلو ناسمو او ناممکنو باورونو او هیلو سره د کڼو چلند وکړئ.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top