نانسي هېچ دوپرې

نانسي هېچ دوپرې



افغانستان د اسیا په زړه کې پروت له هر اړخه هغه غني هېواد دی چې د ستراتیژیک موقعیت او شتمنو طبیعي زېرمو په لرلو سره یې ډېرو زبرځواکونو د ګونډه کولو هڅې کړي، چې لا تر اوسه یې د اور په لمبو کې سوزي. د ۴۰ کلنې ځپونکي او بربادونکي جګړې لمبې لا تر اوسه د دې هېواد له وجوده تاوې دي. په دې جګړو کې دې شتمن او لرغوني هېواد ډېر څه بایلودل او ډېره لرغوني شتمني یې لوټ شوه، د مجاهدینو کورنیو جګړو او د روسانو خلاف مبارزې دا جنت وطن په کنډواله بدل کړ، هر چا یې د چور او تالان هڅې وکړي آن د دې وطن ټانکونه او اوسپنې یې وپلورلې. په دې کشمکش او کړکېچ کې ډېر کم داسې کسان ول چې د دې وطن د فرهنګ او لرغونو آثارو د خوندېتوب هلې ځلې یې کولې، په داسې یو حالت کې چې د دې وطن بچیو د خپلې مور غوښې په ګاونډیو خرڅولې یوې امریکایي الاصله افغانې د دې هېواد د فرهنګ او آثارو په ساتنه کې خپل وېښتان سپین کړل، ژوند یې ورته وقف کړ او خپلې وروستۍ سلګۍ یې هم د دې وطن په غېږ کې ووهلې، دې جنت وطن سره د لېونۍ مینې له کبله آن د درملنې په پار هم خپل اصلي ټاټوبي امریکا ته ولا نه ړه. نانسي هېچ دوپرې یادوم، هغه مېرمن چې افغانستان ته کړې خدمتونه به یې دا ملت او تاریخ هېر نه کړي. 
نانسي هېچ دوپرې څوک وه؟
ډېری افغانان د امریکايي، افغان محققې، لرغونپوهې او تاریخپوهې آغلې نانسي دوپرې له نوم سره اشنا دي، د افغانستان د فرهنګ او کلتور لپاره د هغې له تر سره کړیو خدمتونو درناوی او قدرداني کوي . نانسي دوپرې په ۱۹۲۷ کال د امریکا په متحده ایالاتو د نیویارک په ښار کې زېږېدلې ده، خو ځینې مراجعو لیکلي دي چې آغلې په ۱۹۲۷ میلادي کال کې د هند په کېرالا ایالت کې زېږېدلې وه، مور او پلار یې امریکایان وو او هلته یې دندې درلودلې. هغې د خپل کوچنیتوب ډېره برخه په هند کې تېره کړې ده. هغې روسیې، کولمبیا او چین هېوادونو ته هم سفرونه کړې دي. 
میرمن ډوپري چې ۱۹۶۴ کې افغانستان ته راغله هغه مهال د یوه ډيپلوماټ مېرمن وه، وروسته یې له امریکايي لرغونپوه لويي دوپرې سره چې په افغانستان کې یې د ډبرو د زمانې اړوند اثار کشف کړي، واده وکړ. هغې د امریکا په معتبر پوهنتون کولمبیا کې د چینایي ژبې زده کړه کړې وه او تقریباً پنځه لسیزي ېې د افغانستان د کلتوري او فرهنګي میراثونو د خوندي کولو لپاره کار وکړ.
نانسي دوپرې د ډېرو افغانانو په اند د افغانستان نیا ده، وحید وفا د "افغانستان د معلوماتو مرکز" اجرائیه مدیر وایي: هغې له هر چا ډېر افغانستان ښه پېژنده، د نور محمد تره کي رژېم د هغې مېړه په جاسوسۍ تورن کړ او د زندان د تورو تمبو شا ته یې واچوه. پروفیسور لویي دوپرې په کال ۱۹۸۹کې له دې نړۍ سترګې پټې کړي، هغې وروسته له هغې چې ډېر وخت یې پېښور کې تېر کړ د طالبانو د رژيم له نسکورېدو وروسته په ۲۰۰۵ کال کې افغانستان ته راغله، د ښاغلي وفا په وینا هغه شوخه مېرمن وه، دا یې خوښوله چې د هر تن سره خبرې وکړي، وفا زیاتوي په هېواد کې د ۴۰ کلنې جکړې سربېره هغه د افغانستان راتلونکي او ورپسې نسل ته امیدواره وه. نانسي دوپرې به تل ویل، په افغانستان کې قومي رنګارنګي یو نعمت دی. کرکه د انرژۍ د ضایع کېدو لامل ګرځي که افغانان یو بل ومني، نو ژوند به یې ښکلی شي؛ سوله به راشي او افغانستان به د پرمختګ پر لور ګړندي ګامونه واخلي.
مېرمن نانسي دوپرې ته د افغانستان لپاره د ارزښتمنو خدمتونو له کبله د افغانستان تابعيت هم ورکړل شوى و.هغې څو لسيزې د افغانستان د لرغونو اثارو په راټولولو او نړۍ ته يې په ورپېژندلو کې کار کړى و.
د نانسي هېچ دوپرې درې خاطرې:
هغې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: زه یو ځل بامیانو ولایت ته ولاړم، هلته د سفر هېڅ لارښود نه وو، نه د سفر کوم کتاب شتون درلود، نه داسې کسان ول چې بهرنيو سیلانیانو ته لارښوونه وکړي. ما د وهاب طرزي سره خبرې وکړي هغه د ګرځندوی لومړنی رئیس وو، او دا ریاست تازه تشکیل شوی وو، ما هغه ته وویل، تاسې وګورئ دا رسوایې ده تاسې غواړئ چې بهرني سیلانیان جذب کړئ مګر د افغانستان د سیاحت له مهمې نقطې څخه هېڅ مالومات نه لرئ، هغه وخندل او ویې ویل چې ته باید د دې ستونزې چاره وکړي، ما ورته وویل، زه نه شم کولای د داسې ځای په اړه چې نه مې دی لیدلی څه شی ولیکم، زه یې د بیا ځل لپاره بامیانو ته واستولم. ما بامیانو کې یوه میاشت تېره کړه ټولو غارونو ته ولاړم او هر څه مې مطالعه کړل او بیا مې د بامیانو لارښود ولیکه. نه تنها د بامیانو لارښود مې ولیکه بلکې د هرات، شمالي ولایتونو، کابل او په پای کې مې د ټول افغانستان عمومي لارښود خپور کړ.
هغه پخپلو خاطراتو کې وایي ما د افغانستان په شمال کې د خپل خاوند سره څېړنېزې کیندنې کولې، دوه مېرمنې د یو کمکي سره راغلي، د ماشوم سترګې سره کلکې نښتې وي، هغوی له موږ پینسیلین وغوښت، موږ ورته وویل تاسې کور ته ولاړې شئ ښه ټېنګ چای جوړ کړئ موږ راځو، هغوی وخندل، او ویې ویل: موږ راغلو چې له تاسې مرسته وغواړو تاسې وایې چې چای تیار کړئ. خندل یې او ولاړې، څه وخت وروسته چې هلته ورغلم چای تیار وو، ما د ماشوم سترګې په چای سره پرېمینځلي، دوه ورځې وروسته هغوی راغلي او د ماشوم سترګې پرانېستې وي،چای تنیک اسید لري چې له پینسیلین ښه درمل دي، ماشوم ډېرې ښاسته او غټې سترګې درلودلې د افغانانو له سترګو هېڅ شی هم ښاسته نشته دی.
یوه ورځ دفتر ته په داسې حالت کې راننوته چې سترګې یې له اوښکو ډکې وي، ځمکې ځای نه ورکوه او سرګردانه وه، ویې ویل: هغوی (طالبانو) د بودا مجسمې ونړولي، هغه یو ځل د کرزي دفتر ته ولاړه، کرزي ورڅخه وپوښتل څنګه یې ؟ څنګه یې؟ مېرمن دوپرې ځواب ورکړ زه نه غواړم چې د بوډاتوب احساس وکړم بلکې خوښوم چې لا کار وکړم. د ښاغلي وفا په وینا مېرمن دوپرې د ډاکټرانو د هغو توصیو سره چې باید د درملنې لپاره امریکا ته ولاړه شي مقاومت کوه، افغانستان د هغې کور وو. هغې به ویل: ګورئ ستاسې ډېر ځوان نسل په دې نه پوهېږي چې دا څومره ښکلی هېواد دی.
د افغانستان د معلوماتو مرکز جوړول:
محمد اشرف غني د کابل پوهنتون پخوانې رئیس د دې مرکز لپاره د کابل پوهنتون د کتابتون په احاطه کې ځای ځانګړی کړ، له هغې وروسته حامد کرزي د هېواد پخوانې جمهوررئیس یوه اندازه پیسي د دې مرکز د جوړونې لپاره له انکشافي بودیجې څخه ځانګړې کړي. چې په ورځني ډول لسګونه افغان محصلان او څېړونکي ترې ګټه اخلي.
دغه مرکز لومړی ځل په ۱۹۸۹ کال کې په پېښور کې د اغلې دوپرې له خوا جوړ شو چې وروسته بیا افغانستان او د کابل پوهنتون انګړ ته ولېږدول شو.
هغې بي بي سي ته په یوه مرکه کې ویلي وو، له خپل مېړه لوییس دوپرې سره کلونه وړاندې افغانستان ته راغلې وه، دا هغه مهال و چې افغانستان خوشاله او خندنۍ څېره لرله.
هغې ویلي، د دغه مرکز کار یې له ګوته په شمېر سندونو پیل کړی و چې اوس یې شمېر له ۸۰ زرو سندونو اوړي او ورځ تر بلې یې شمېر زیاتېږي. هغې د ماليې له وزارته پېسې او د کابل له پوهنتونه ځمکه واخیسته، راټول کړې اثار يې په انټرنټ کې ثبت او ذخیره کړل او د لويي دوپرې له هیلې سره سم یې، د "افغانستان د معلوماتو مرکز" تاسیس کړ.
نانسي دوپرې د ژوند تر وروستیو شېبو په کابل پوهنتون کې د دې مرکز مشري کوله. د نانسي او لویي دوپرې یو لوی کار د هغو کتابونو ، لیکنو او اسنادو را غونډول وو چې د جګړې په کلونو کې یو شمېر خلکو له دولتي مطبعې، کتابتونو او ارشیفونو را اېستلي وو، د اور بلولو لپاره يې کارول، دکاندارنو پاکټونه ور څخه جوړول یا یې پر سړکونو خرڅول.
مېرمن دوپرې په افغانستان پنځه کتابونه لیکلي، دا کتابونه د هغې ټول په توریزم، د بامیانو، کابل، مزار شریف او د نورو سیمو په تاریخ دي.
د آغلې دوپرې په مرګ د ملي وحدت د حکومت او د امریکا د سفارت غبرګون:
د هېواد جمهوررئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د افغانستان د کلتوري او تاريخي ميراثونو د خونديتوب په برخه کې د نانسي دوپرې هڅې د قدر وړګڼلې دي.
په همدې تړاو په کابل کې د امريکا د سفارت په اعلاميه کې شارژدافيير هوګو لارينس هم د مېرمن دوپرې پر مړينې خواشيني ښوولې او ويلي يې دي، هغې له نولس سوه دوشپېتم (١٩٦٢م) کال څخه د افغانستان د تاريخي او فرهنګي اثارو د خونديتوب لپاره نه ستړي کېدونکې هڅې کړې دي. د امریکا د شارژدافيير په وینا راتلونکي نسلونه به آغلې دوپرې د افغانستان او امریکا د دوستانه اړېکو د یوې ښې بېلګې په توګه یاده کړي.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وياند صابر مومند پخپلو خبرو کې د مېرمن دوپرې مړينه يوه لويه ضايعه وګڼله.
د نانسي دوپرې پر ژوند او پر فعالیتونو د نیویارک ټایمز تبصره
د نیویارک ټایمز په لیکنه دوپرې چې د پښې جراحۍ او د زړه او سږو ناروغیو ډېره کمزورې کړې وه نه غوښتل چې د درملنې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ته لاړه شي. بلکه برعکس یې پرخپلې وروستۍ پروژې ډېر تمرکز کړی و.
دوپرې په زرګونه هغه عکسونه چې ځینې یې په مخکې کلونو کې د افغانستان مختلفو سیمو ته له خپل لرغونپوه خاوند لویس دوپرې سره یوځای د سفرپه مهال اخیستي و، د چاپ لپاره برابرول.
خاوند یې د دې هېواد په لرغونو سیمو کې کیندنې کولې او هغې هم د لارښود کتابونه لیکل.ورځپاڼې د افغانستان د ملي موزیم د پخواني رئیس عمراخان مسعودي چې مېرمن دوپرې یې ښه پیژندله او ۴۳ کلونه یې ورسره کارکړی، هغه وینا راخېستي چې ویلي یې دي، هغه کلونه ښه په یاد لري چې دوپرې به کابل ته تلله.
طالبانو پتیلې وه چې لرغونې مجسمې او نوراثار چې دوی د اسلام ضد بلل، له منځه یوسي خو مېرمن دوپرې د موزیم په ګالریو کې ۳۲ اوسپنیزې دروازې ودرولې چې هغه لرغوني اثار خوندي کړي چې تر ننه پورې پاتې دي.مېرمن نانسي ډوپري چې د خپل عمر له نيمايي زياته برخه (۵۳) کاله یې په افغانستان کې په تحقيق، اکاډميکو څېړنو، د افغانستان په توريزم کې تېر کړي وو د خپل ژوند وروستۍ سلګۍ يې هم په افغانستان کې وې.
د آغلې نانسي هېچ دوپرې مړېنه: 
په کابل پوهنتون کې د اغلې دوپرې له خوا د جوړ شوي معلوماتي مرکز اجرائیه مشر وحید وفا بي بي سي ته وویل، نوموړې یکشنبه د سپټمبر ۱۰مه سهار وختي مهال د کابل په امیري روغتون کې سا ور کړې ده. نوموړي زیاته کړه، اغلې دوپرې له کلونو د زړه او سږو له ناروغیو کړېده او بالاخره یې سا ور کړه.
آغلې دوپرې وصیت کړی چې جنازه دې یې په کابل کې د باغ بالا غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شي فقط یو څو قدمه له هغه رستورانته لرې چې دې او مېړه یې په کې واده کړی وو. 
میرمن دوپرې له افغانستان سره پراخه مینه لرله او د عمر تر پایه افغانستان سره ډیره نیږدې پاتې شوه.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top