استاد شپون څوک و؟

استاد شپون څوک و؟



استاد سعدالدین شپون د پښتو ژبې معاصر نثر لیکوال، شاعر او ژورنالېست و. دی دقاضي برهان الدین زوی و، چې په ۱۹۳۳ میلادي کال د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.
 استاد لومړنۍ زده کړې همالته په کندز کې ترسره کړې وې. منځنې زده کړې یې په کابل حبیبې لیسه کې پاې ته رسولې وې او لوړې زده کړې یې بیا د ماسټري تر کچې پورې په امریکا کې سرته ورسولې.
استاد د پښتو ژبې نثر باچا یاد شوی دی، خو ښکاره نثر یې ډیر سخت دی؛ ما یې د "بنګي غاړه" لنډې کېسې څو ـ څو ځلې لوستي او بیا ـ بیا مې بېلابېل مفهومونه ترې اخېستي.
د شپون صاحب کېسې مې لومړی نه لوستې ځکه لوستل یې راته مشکل و خو وروسته یې بیا په لوست نه مړېدم. دوه ـ درې کاله وروسته مې د نوموړي "ښایستو" ناول وموند. دا ناول یې هم په جلا انداز لیکلی. صحنه کښنه یې ډیره خوندوره ده. بل خوا د ناول کرکټرایزیشن یې هم متفاوت دی. په هغه ناول کې کېسه د بهرنیو نومونو سره، کټ مټ وړاندې شوې ده. همدارنګه په دغه ناول کې استاد نغد ژوند انځور کړی دی. هغه څه چې یو څوک یې په ډاګه نشي ویلی مګر استاد یې په لیکنو کې مستقیم راوړي.
استاد شپون د کابل پوهنتون  ژبو او ادبیاتو پوهنځي پخوانی استا و. ویل شوي هغه وخت، چې کله معاصره ادبي تیوري نوې وه نو استاد یوازینی کس و، چې په پښتو ادبیاتو کې یې د معاصرې ادبي تیوري بنسټ کېښود.
استاد شپون ډير وخت له وطنه لرې په امریکا کې ژوند درلود. هغه وخت نا وخت د وطن ارمان کړی، خو اوږد مهالې ناروغۍ دی نه دی پرېښی، چې وطن ته راستون شي.
د استاد شپون کاري ژوند پيل د ملګرو ملتونو د استازولۍ په دفتر کې د یوه مامور په توګه کړی و. هغه یو وخت په کابل پوهنتون او دډنمارک په کوپنهاګن پوهنتون کې هم استادي کړې ده. ښاغلی شپون د علومو اکاډمي غړی پاتې شوی. هغه هلته د پښتو انګلیسي قاموس په ترتیب او تدوین کې فعاله ونډه اخیستې وه.
د استاد شپون په اړه، د ژوندي پښتو کلتورپالو نږدې له ټولو سره خاطرې خوندي دي. له کله نه، چې د استاد د مړینې خبر خپور شوی؛ له هماغه وخته د استاد ملګرو، شاګردانو او نورو لیکوالو پر ټولنیزو رسنیو استاد سره، خپلې خاطرې شریکې کړې دي. له دې ټولو خاطرو معلومیږي، چې استاد یو مینه کېښ انسان و. هغه له هر چا سره د خپل شخصیت غوندې مینه کړې او احترام یې ورته درلودلی.
وایي، یو مهال استاد له افغان لیکوالو او فرهنګ پالو سره ارګ ته تللی و. هغه ولسمشر ته په مخامخ خبرو کې وویل:
 "موږ خدای ته سوال وکړ، سوال مو ومنل شو او ته  یې راواستولې، خو دومره قحطي هم نه وه، چې ته کمپوټری سری یې را ولیږلې.
ولسمشر په کړس وخندل، ور پورته شو، ستیج ته ورغی، استاد شپون یې غېږ کې ونیوه، ښکل یې کړ، ویل: قلم دې رحماني، خو ژبه دې شیطاني ده."
استاد هر ځای خپل اغیز پرېښی دی. د خپل رښتیني شخصیت په اړه یې تل خلک متاثر کړي و. هغه له رسنیو سره په ترسره شویو مرکو کې بیا ـ بیا ویلي، چې خلک وطن ته په الوتکه کې ځي؛ زه که وکولی شم، په پښو به ورشم.
ښاغلي شپون شاوخوا ۱۷ کاله په امریکا غږ اشنا راډیو کې دنده ترسره کړې وه، خو هغه استاد امیرجان وحید سره په مرکه کې وویلي و، چې نه ژورنالېست وم او نه ژونالېست یم. استاد وحید د هغه له قوله لیکي، چې په امریکا غږ کې یو مهال ورته د غلطۍ لپاره، یو اپشن ورکړل شوی و، خو استاد وایي چې ما هېڅ له هغه استفاده ونه کړه. وحید امیرجان د استاد شپون د یو سیمینار کېسه کوي. لیکي؛ استاد ویل:
"غالباً ۱۹۶۴ کال وو. سیمینار د معاصرو ادبیات په اړه وو. زه په دې غږېدم چې ادبیات مو ولې مخ په ځوړ شو. لا خبرې مې نه وې تمامې حبیبي صاحب لاس را اوږد کړ، مایک یې رانه کش کړ او ویل یې. ته موږ د پښتو شپون بللې خو قصاب وختې."
استاد د عمر ډيره برخه په لیک او لوست تیره کړې وه. هغه تر مرګه دا آثار وليكل:
۱. شين ټاغی
۲.  ګټیالی
۳.  سمڅې یاران
۴. بنګي غاړه
۵. و نه و یو شپون و
۶. ښایستو
د مرحوم شپون د میرمن زرمینې شپون ویلي، له شپون نه د ناروغۍ له امله یو کتاب لیکل په نیمايي کې پاتې شو، چې په دې وروستیو کې یې کار هم پرې تیز کړی و.
استاد شپون د ځانګړي سبک اوطنزي کرکټر لرونکی لیکوال و، هغه ريالیستي لیکل کول او د نثر خوږلت او لطافت یې ډير عجیب هم و. په لیکنو کې یې بهرنی اغیز ښایي دده له هلته اوسیدو وي، چې له ډیر وخت راهیسي یې په امریکا کې ژوند درلود.
یو ځل ترې د بي بي سي خبریال ايمل پسرلی پوښتنه کړې وه، چې استاد بل ناول به مو څه وي؟ هغه ورته لنډ وویل، چې نور زما بس دی، له دې ورسته نور یې باید تاسې ولیکی.
د استاد شپون ټول نثرونه عالي دي. دی خپله د ښایستو په اړه وایي:
"ښایستو دسې چل دی، چې د ډيرو خلکو خوښ دی. یوڅه دسې، لوچک خو ورته نه شو ویلی؛ یو څه دسې آزاده غوندې دی."
د استاد او لیکلو په اړه یې ډير څه ته اړتیا ده، چې باید پرې ولیکل شي. د هغه نثر راسپړل غواړي او دده د نازکو ټکو او ښکلاو څېړل هم ضروري دي.
استاد شپون په دې پاتې نړۍ ۸۴ کاله تیر کړل. بلاخره هغه د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د ورپېښې ناروغۍ له امله، د یکشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۰مه ومړ.
د  ولسمشر سلاکار لال پاچا ازمون له امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویلي، چې ولسمشر غني ژمنه کړې ده چې د استاد سعدالدین شپون جنازه به له امریکا افغانستان ته په خپل شخصي لګښت را ولیږدوي.
انا لله وانا اله راجعون
روح یې ښاد او یاد یې د تل لپاره ژوندی!
tags

ستاسې تبصرې

*


Top