مالیې وزارت: سږ کال د پراختیايي بودیجې لګښت لوړ شوی

مالیې وزارت: سږ کال د پراختیايي بودیجې لګښت لوړ شوی



د مالیې وزارت د بودیجې چارو لوی رییس ضیاالدین حلمي وایي، چې د روان مالي کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د پراختیایي بودیجې لګښت د تېر کال د لومړیو ۹ میاشتو په پرتله زیات شوی دی.
ښاغلي حلمي ویلي، چې د تېر کال په لومړیو ۹ میاشتو کې ۲۹ سلنه پراختیایي بودیجه لګول شوې وه.
هغه زیاته کړې، چې د روان مالي کال په یاده موده کې دا کچه ۳۱ سلنې ته لوړه شوې او امکان لري، د روانې سنبلې میاشتې تر پایه له ۴۱ سلنې هم لوړه شي.
د نوموړي په وینا اټکل شوی، چې د روان مالي کال تر پایه له ۶۰ سلنې  ډېره پراختیایي بودیجه ولګول شي.

 

 

تیر کال ټولټال ۵۴ سلنه پراختیايي بودیجه لګول شوې وه.

 

 

 

tags

ستاسې تبصرې

*


Top