حسرت: "نیت مې چې صفا نه وي، شعر نه شم لیکلی"

حسرت: "نیت مې چې صفا نه وي، شعر نه شم لیکلی"



له ځوان شاعر عبدالوارث حسرت سره ځانګړې مرکه:
سایل: سلام او مینه؛ ښاغلی عبدالوارث حسرت. دی شاعر دی. د کېسه ګیو لیکوال دی او همدارنګه په شیخ زاید پوهنتون کې د ژورنالېزم او عامه اړیکو وروستي کال محصل دی. ښاغلی حسرت په خیر اوسې!
حسرت: سایل صیب له تاسو نه مننه؛ ټولو ته سلامونه، نیکې او ښه احترمات وړاندې کوم.
سایل: ښاغلی حسرت تاسې سره، ستاسې پر ادبي ژوند، ادبي هڅو او ادبي فعالیتونو همدارنګه پر شعر لیکلو باندې مو او د کېسه ګیو لیکلو پر آرونو  باندې مو خبرې کوو. که پیل داسې وکړو؛ له کله نه تاسې شعرونه لیکئ؟
حسرت: شعر ته چې ما مخه کړه. زه چې کله د مکتب په دوره کې وم. هلته به ما شعرونه لوستل. شعرونه به مې ویل. انډیوالانو سره به مې زمزې کولې. نو د مکتب دوره وه. انډیوالان و. شعر او شاعري و. له هماغې مکتب دورې مې شاعري ته مخې کړې ده. تر اوسه پورې یو څه په غزل کې او کېسه ګیو کې کار ک.
سایل: ډيره ښه ده. تاسې د کېسه ګۍ او غزل د دغه دو فورمونو یادونه وکړه. که وپوښتم، چې ولې شاعري کوې؟
حسرت: ددې پوښتنې ځواب خو مختلف دی. هر شاعر وایي، چې زه ددې وجې شاعري کوم. که رښتیا درته ووایم. ماته هم پته نه لګيږي چې زه ولې شاعري کوم، خو کوم وخت چې زه یوازې وم. یو څه خوند راکړي. له طبیعته متاثر شم. څه په طبیعت کې ووینم. که دردونکي وي، که هغه خوشالونکي وي انسان ته؛ یا خوشالي ورکوي یا درد ورکوي. پر ما باندې یو څه راشي، نو یو څو ټکي ولیکم. هغه یا شعر شي یا نثر شي. په دې ډول زه یوه څه لیکم.
سایل: دقیقاً حسرت صیب! ما چې له ځینو لیکوالو او شاعرانو ملګرو سره خبرې کړي. هغوی هم دغسې یو فکر لري وایي، چې موږ د طبیعت له آزانکو متاثر کېږو، له ټولنیز ژونده متاثر کېږو. بلاخره یو څه د زړه درد لیکو او د زړه درد شعر شي. ستا په خبره، کېسه ګۍ شي یا لنډه کېسه شي او یا هم د شعري او نثري ژانرونو کوم یو بل اړخ واخلي. تاسو په غزل کې ډیر کار کړی. که په غزل تم شو، نو تاسې سنګه غزل لیکئ؟
حسرت: هو؛ رښتیا ده. غزل کې مې ډير کار کړی دی. ما مخکې وویل، چې کومې موضوع نه زه متاثر شم، نو زه غزل لیکم. یو څو بیتونه ذهن راشي ته راشي. که په هغه وخت کې که چېرته زه غزل پوره نه کم، نو بیا بل وخت ته ګورم. بیا هم داسې یو چاپیریال او طبیعت ما باندې راځي، چې هماغه غزل پوره کوم. غزل په همدې ډول لیکم او له  غزل سره زیاته مینه هم لرم.
سایل: اوس خو دغه تیوریات ډير زیات شوي دي. د غزل او شعري کلیاتو لپاره، ډيرې تیورۍ جوړې شوې دي. مختلفو لیکوالو په دې کار کړی. تاسو چې دا غزلونه او ډاډمن فعالیتونه چې لرئ، ادبي هڅې چې کوئ، نو ددې ټولو لپاره آیا تیوري مطالعه یې لرئ او که له خپلو تجربو مو استفاده کړې ده؟
حسرت: ولې نه؛ لومړیو کې خو داسې وه، چې ما به مطالعه نه کوله. یو څه به مې لیکل. وروسته ماته ته ذهن ته راغله، چې یو څه لیکې او یو څه وایي، نو یو څه مطالعه باید وکړې. هماغه وخت کې ما مطالعه شروع کړه. د کوزې پښتونخوا اکثرو لیکوالو شاعري مې مطالعه کړې ده او خوند هم راکوي. همدلته په افغانستان کې هم لیکوالان ښه شاعري کوي. د دوی شاعري مې هم مطالعه کړې ده. کوم وخت، چې زه اوزګار شم او وخت پیدا کړم، نو د ښو لیکوالو شاعري مطالعه کوم.
سایل: تاسو د لیکوالو شاعرانو خبره وکړه. تاسې په خپل  ادبي ژوند کې له کومو ـ کومو لیکوالو او شاعرانو متاثر یاست؟
حسرت: که درته ووایم، چې ټول ښه لیکوالان دي. په پښتو ادب کې چې هر چا څه لیکي دي، ماته منلي دي او زه ورسره مینه لرم. خو بیا چې زیاته مینه ورسره لرم. د صاحب شاه صابر له کلیاتو مې ډير څه زده کړي دي او همدلته مې له پیرمحمد کاروان صیب له شعرونو څخه دير څه زده کړې دي.
سایل: تر اوسه پورې مو څومره شعرونو لیکلي دي او څومره مو د کېسه ګۍ په برخه کې کار کړئ دی؟
حسرت: ما مخکې هم وویل، چې ما زیاتره کار، چې کړی د غزل په برخه کې مې کړی دی. تقریباً تر ۸۰ او ۷۰ شاوخوا کې مې غزلې لیکلې دي او همدا شان چې اوزګار شم. نظم کې مې هم کار کړی دی. په کېسه ګیو کې، چې اوس وخت کې رامنځته شوی دی او دا ژانر ماته خوند هم راکوي.
سایل: حسرت صیب! ښایي تاسې به نه نثري او نه شعري ټولګه لرئ؛ همداسې ده؟
حسرت: بلې؛ تر اوسه پورې کوم څه نه لرم.
سایل: په راتلونکې کې هم کوم داسې فکر نه لرې، چې ستاسې شعرونو دې په یوه ټولګه کې راټول شي او چاپ دي شي.
حسرت: ولې نه؛ هر څوک دا ارمان لري، چې یو څه ولیکي او په یوه ټولګه کې یې چاپ کړي. تر څو ټولنې ته یې وړاندې کړي او ټولنه ترې ګټه واخلي. زه چې دې ډګر ته راغلی یم. یوازینی هدف مې د پښتو ادب لوړوالی دی. پښتنو ته مې کار کول دي، چې زه پښتون قوم ته کار وکړم. دوی بیدار شي. که د نثر له لارې وي او که د غزل یا کومه بله برخه کې وي. زه دوی ته کار کول غواړم.
سایل: ډيره ښه ده. تاسې دا راته ووایئ، چې هغه وخت تاسې شعر لیکئ نو کوم فکر کوئ، څه احساس لری په هغه وخت کې؟
حسرت: لومړۍ شعر ته راځم. زه چې کوم وخت کې شعر لیکم چې نیت مې صفا نه وي، په ښه نیت نه وم او زړه مې صفا نه وي، شعر نه شم لیکلی. هغه وخت کې زه له دنیا له ټولو غمونو لرې وي. زړه مې داسې پاک وي لکه؛ آینه دلته زه بیا ښه شعر لیکم. په ما ښه شعر راځي او په ما ښه الفاظ وریږئ. کوم وخت کې چې زما زړه صفا وي،  یعنې تقریباً ترې آینې پورې چې زما زړه رسیږي. دلته زه ښه شعر لیکم او له شعر لیکو خوند اخلم.
سایل: نورې خبرې به مو په شعر له شعر وروسته کوو. په دغه وخت کې که ستاسې یو شعر واورو!؟
حسرت:
غزل
راځئ ، چې وکړو سره زړو کې ځالې
مرغانو وکړې کتابو کې ځالې
ځکه د کور سوري زه نه بندوم.
د چا به وي، په دیوالو کې ځالې
زه خو ددې ویرې بازار ته نه ځم
هسې نه، ووینم پنجرو کې ځالې
موږه د چا ـ چا سره څه ونه کړل؟
موږ ورانوو، په چنارونو کې ځالې
حسرته! ټوله ورځ یو بل ځورو
نفرت مو وکړلې، ذهنو کې ځالې
سایل: حسرته! ټوله ورځ یو بل ځورو!؟
حسرت: نفرت مو وکړلې، ذهنو کې ځالې
سایل: واه واه واه! ډير عالي ډير عالي. تاسې دا غزل چې وویاست. ډير عجیب و. ډیر خوندور و. زما په خیال ډير فکرونو کې را نغښتي و. تاسې د غزلونو یا د کسه ګۍ په هغه مسج څومره فکر کوئ، چې څه مو ذهن غواړي هغه په کېسه یا شعر کې راوړئ؟
حسرت: واقعاً زه چې کوم وخت یو څه لیکم. داسې یوه موضوع انتخابوم، چې واقعاً د ټولنې د درد دوا شي. داسې یوه موضوع په کې رانغاړم، ترڅو ټولنه له هغې څخه متاثره شي او یو  څه ورڅخه واخلي.
سایل: ډيره ښه ده. د کېسه ګیو اړخ ته که راشو؛ ستاسې کېسې څومره دي او له کله مو کېسه لیکلې ده؟
حسرت: کېسه ګی زما د خوښې ژانر دی. تقریباً له ۱۰ تر ۱۵ پورې کېسه ګې مې لیکلې دي.
سایل: کېسه ګۍ څنګه لیکې؛ غزل خو تا وښود، چې یو فکر به لرې. له یو څه شي به اغیزمن کېږې که هغه طبیعت وي یا دې ځان وي؛ بلاخره له یو شي متاثر کېږي او هغه تاثر غزل یا شعر کوې. آیا په کېسه ګۍ کې هم داسې ده؟
حسرت: بلې! همداسې راځي، خو غزل چې لیکم، ډير وخت په خیال کې یو څه راوړم. په کېسه ګۍ کې هغه څه راوړم، چې په عملي ډګر کې یې وینم یا په ټولنه کې چې واقعیت پېښ شوي هغه په کېسه ګۍ کې راوړم.
سایل: د کېسه ګې فورم زما په خیال ډير لنډ دی. یو مسج باید ولري. په لنډ ډول لیکل شوې وه. داسې یو مفهوم، چې هغه ډير جالب وي هغه په کېسه ګۍ کې انتقالیږي. تاسې کېسه ګۍ په کوم ډول لیکئ.
حسرت: رښتیا ده. په کېسه ګۍ کې به په لنډ ډول خپل مطلب مینه والو ته انتقالوې او بله په کېسه ګې کې به داسې یو څه وایي، چې مقصد یو څه ګوږ پاتې. لوستونکی چې کېسه ګۍ لولي نو هغه باید خپل برداشت ترې واخلي.
سایل: ډيره ښه ده. په ګېسه ګې مو خبرې وکړې. اوس مو یوه کېسه ګۍ اورو؟
حسرت: ولې نه؛ یوه کېسه ګې به درته ووایم:
کېسه ګۍ
پوښتنه مې ترې وکړه، چې کار کوې او کنه!؟
سترګې یې له اوښکو ډکې شوې. ویل یې؛ هو په ورځ کې درې یا څلور قبرونه کېندم.
سایل: واه واه! ډير عالي ډير عالي. رښتیا هم زموږ اوسني حالات همدغسې دي. په هر کلي، سیمه او کور کې غمونه دي. زموږ خوشالۍ هم په غمونو کې دي. ډيره ښه. په وروستیو کې دا راته ووایئ، چې تاسې د ژورنالېزم محصل یاست؛ کار یا لیکل په ادبي ژبه کوئ. که په بل ډول ووایم؛ ستاسې دا ژورنالېستکې زده کړې په ادبي ژوند کوم تاثیر نه دی غورځولی؟
حسرت: کړی به یې وي ځکه دغه یو مسلک دی. څلور کاله کېږي، چې دغه مسلک سره مخ شوی یم، نو یو څه اغیزه به یې وي. ما خپل وخت زیات ادب ته ورکړی دی. بل ژورنالېزم او ادب هم دومره سره لرې سره نه دي. کوشش کوم، چې په دواړو برخو کې برلاسی وه اوسم.
سایل: په وروستیو کې څه پیغام لرې؟
حسرت: ټولو ته مې دا پیغام دی، چې په سوله، مینه او محبت ژوند وکړي. ترڅو چې سوله وي، امن وي، ورورولي وي او مینه او محبت وي. زموږ ژوند به آرام وي. خوشالي په زیاته وي. دوی ته دا پیغام لرم، چې خپلو کې اتفاق او یووالی رامنځته کړي، ترڅو د هېواد په ابادولو کې سره یو لاس شي او خپل هېواد ګران افغانستان جوړ کړي.
سایل: ډيره مننه، چې د خپل وخت څو دقیقې مو موږ سره مې مرکې ته ځانګړې کړې!
حسرت: له تاسې هم زیاته مننه، موږ ته مو موقع راکړه.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top