عدلیې وزارت: سږکال ۵۰۷ افغانانو د خپل تابعیت د پریښودو غوښتنې کړي

عدلیې وزارت: سږکال ۵۰۷ افغانانو د خپل تابعیت د پریښودو غوښتنې کړي



د افغانستان د عدلیې وزارت څېړنې ښيي، چې د روان هجري شمسې کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د تیرکال د همدې مودې پرتله د هغو افغانانو په شمیر کې چې خپل افغان تابعیت پریږدي زیاتوالی راغلی دی.
عدلیې وزارت وایي، یوازې لس تنو په دغه موده کې د افغان تابعیت د اخیستلو لپاره ورته غوښتلیکونه سپارلي دي.
د دغه وزارت ویاند امان ریاضت وویلي، چې په ایران او هالنډ کې میشت افغان وګړي د افغان تابعیت د پریښودونو د لېست په سر کې ځای لري.
 
د ۱۳۹۵ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې شاوخوا ۴۰۰ افغانانو د خپل تابعیت د پریښودلو د عدلیې وزارت ته غوښتنلیکونه سپارلي وو.
 
خو د افغانستان د عدلیې وزارت ویاند وایي چې د تیرو دریو کالو پرتله د هغو افغانانو په شمیر کې چې د خپل افغان تابعیت د پریښودلو غوښتنې کوي کموالی راغلی دی.
 
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top