سرچینو ویلي؛ ځینو طالب مشرانو له ځینو هېوادونو د پناه غوښتنه کړې

سرچینو ویلي؛ ځینو طالب مشرانو له ځینو هېوادونو د پناه غوښتنه کړې



په کابل کې د ځینو سرچینو د معلوماتو له مخې، طالبانو په انفرادي او ډله ییز ډول د پاکستان د استخباراتي ادارې او د ځینو طالب مشرانو نه په پټه، له ځینو هېوادونو سره خپل اړیکې نیولي.
سرچینه وایي، دغه ډلې په ځینو هېوادونو کې د سیاسي پناه غوښتونکې دي.
یوې حکومتي سرچینی د نوم نه اخېستلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، طالبان دا کار وروسته له هغی کوي چې په پاکستان کې یو شمېر طالب قوماندانان په مرموز ډول ووژل شول.
بل خوا د امریکا نوې ستراتیژي د دوی د هیلو برخلاف څرګنده شوې ده. همدارنګه د برېکس کنفرانس په پرېکړه لیک او له هغی مخکې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له خوا طالبان په رسمي ډول ترهګر وپېژندل شول.
د دې ترڅنګ، یو شمېر نورو طالب قوماندانانو بیا په پټه د افغانستان د سولې عالي شورا سره اړیکې کړې دي.
داسې یو حالات پاکستان واخطا کړی دی او د چین، ترکیه، قزاقستان، قطر او ځینو نورو هېوادونو کې له ډیپلوماټانو یې غوښتي، چې د طالبانو د غوښتنلیکونو په اړه دې جدي پلټنې وکړي.
وسله والو طالبانو ددې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top