د کرکټ بورډ سره نېږدې چاودنه شوې، عاطف مشعل: کرکټ لوبو ته کوم خطر نه دی پېښ

د کرکټ بورډ سره نېږدې چاودنه شوې، عاطف مشعل: کرکټ لوبو ته کوم خطر نه دی پېښ



څو شيبې مخکې د افغانستان کرکټ بورډ سره د چاودنې غږ واوریدل شو.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د شپږیزې کرکټ لوبو لیګ سیالۍ روانې دي چې بهرنیو لوبغاړو هم پکې ګډون کړی دی.
تر اوسه دقیق معلومات نشته چې چاودنه د څه شي وه خو د کرکټ بورډ عمومي مشر یک ټلویزیون ته وویل چې د چاودنې غږ اوریدل شوی دی خو د کرکټ بورډ په داخل کې نه وه او خلکو ته یې کامل اطمینان ورکړی دی.
نوموړي وویل چې لوبې په عادي ډول دوام لري او د نندارچیانو ګڼه ګوڼه هم شته.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top