د ژوند نوې پاڼه

د ژوند نوې پاڼه



د انسان ژوند هغې كتابچې ته ورته دى چې محدودې او متفاوت شمیر پاڼې (کلونه) لري. كمو كسانو ته سل او نوي پاڼې ورکول کیږي، خو د ډېرو اويا، شپیته او پنځوس وي. چا ته معلومه ده، كيدای شي څلوېښت، دېرش او شل یا تر دې هم كمې. دا تر تقديره تړلې ده چې څوك به څو پاڼې ډكوي خو اصلي خبره پکې دا ده چې څنګه به یې ډکوي!
د کتابچې ځانګړتیاوې
دا كتابچه ناآشنا ځانګړتياوې لري: بدليږي نه، نوې پاڼې ورته په مال او دولت نه اخیستل کیږي. كه ته ونه غواړې هم، پاڼې ډكيږي. ډكه شوې پاڼه بیرته د لاس وهلو وړتیا نه لري. د وروستيو پاڼو څرنګوالی د لومړنيو له ډكیدو سره تړاو لري. چا چې لومړۍ پاڼې په څومره دقت ډکې کړې وي، وروستۍ به یې هومره ښې وي. بالاخره د انسان اخروي بريا هم له همدې پاڼو سره تړلې ده.
دا چې الله جل جلاله دا کتابچه په فصلونو (ماشومتوب، ځواني، بوډاتوب) او پاڼو (کلونو) ويشلې او بیا یې هره پاڼه څو برخې (فصلونه، میاشتې) او کرښې (ورځې) کړې، حکمت پکې دا دی چې انسان د هرې کرښې، پاڼې او فصل په ارزښت پوه شي او مناسبه استفاده ترې وکړي. ښایی انسان د هرې پاڼې په نوي کیدو،تیرې ته کتنه وکړي. که یې بدرنګه ډکه کړې وي، لا فرصت شته چې نوې ته دقیق شي ترڅو هغه تیروتنې تکرار نه شي. د الهی کرم نښه دا ده چې که څوک د هدایت غوښتونکي وي، الله جل جلاله ته په ورګرځیدو يې بدرنګې پاڼې پاکې او په ښایسته اعمالو ډکیږي. الله جل جلاله فرمایي: ژباړه: (څوک چې توبه وباسي، ايمان راوړي او نیک عمل ترسره کړي، الله به یې بدۍ په نيكيو بدلې كړي) (الفرقان ۷۰)
نوې پاڼه له موږ نه څه غواړي؟
ګرانه لوستونکیه! دا چې رحمن پالونکي پر موږ بله سپینه پاڼه ولوروله، ښایي په شکرانه کې یې، تیر ژوند ته کتنه وکړو او راتلونکي ته منظم پلان جوړ کړو: آیا تیرې پاڼې مو هغسې ډکې کړې چې د دنیوی او اخروي بریا لپاره مو جوګه شي؟ که خدای مه کړه پدې هکله پړه یو، نو په ځای ده چې د راتلونکې لپاره په غور سره ګام واخلو. مشهوره وینا ده چې: “هغه چې دوه ورځې یې سره یو شان وي، زیانمن دی.“ د دې معنا دا ده چې انسان باید تل د ښیګڼو او رشد په لور روان وي، هسې نه چې نن یې د پرون په څیر، او پرون یې عبث او بې ګټې تیر شوی وي.
د سبا په تمه
انسان تل د روڼ سبا په تمه شپې او ورځې تیروي، خو ښه ده پام مو وي چې دا خیالي سبا کله هم په معجزو نه راځي، بلکې د نن منډې د سبا د بریا کیلۍ، او سبانۍ روښانه راتلونکې د نننیو خواریو لاس ته راوړنه ده.
موږ څوک یو او څه غواړو؟
د دې پوښتنو ځواب کیدای شي وړاندې لاره راته پرانیزي. د لومړۍ پوښنې ځواب دا دی چې: “موږ په یویشتمه پیړۍ کې د تر ښکیلاک لاندې، وروسته پاتې، خو مسلمان ملت بچیان یو.”
یویشتمه پیړۍ! هغه زمانه چې ملتونه پکې ویاړلی او خپلواک ژوند لري، خو موږ لا د استعمار تر میچنې لاندې دل کیږو. برخلیک مو که پرون له لندن او مسکو څخه ټاکل کیده نن په واشنګټن کې لیکل کیږي. ښکیلاک د بدمرغیو مور ده چې ملتونه له جرړو ورانوي. عقیدوي، تاریخي او ټولنیز بنسټونه یې نړوي، د کوښښ او ابتکار انګیزه له منځه وړي. پرځان اعتماد وژني او په وګړو کې خیانت او پردي پالنه روزي.
وروسته پاتې: جاپان په آسمان کې پیتزا هوټل جوړوي خو موږ د ماشومانو جړنګاني له چین څخه را واردوو. آیا د وروسته پاتې والي لپاره تر دې ټیټه مرتبه هم شته؟
خو مسلمان!  یعنې د الله جل جلاله  پر ځمکه د الله جل جلاله استازی، له تیارو څخه رڼا ته د انسانیت لارښود، په نړۍ کې د سولې، عدل او نیکۍ پلی کوونکی. د حق لاروی چې نه په ظلم لاس پورته کوي او نه باطل ته سر ټیټوي او د آخرت مسافر چې د دنیا جوړول خپله دنده ګڼي.
اوس به تاسې د دویمې پوښتنې ځواب پخپله راته داسې ووایئ چې موږ  غواړو آزاد، پرمختللی او سمسور هیواد ولرو. ملت مو دې ريښتینی مسلمان، باسواده او هوسا وي. له هیواد څخه د هراړخیز ښکیلاک جرړې ویستل غواړو. ارمان مو دی چې ټوټه ټوټه اسلامي امت سره یو کړو، لارورکي بشریت ته د اسلام د مینې، سولې او عدل پیغام ورسوو او بالاخره انسانیت د انسانانو له بندګۍ څخه د الله بندګۍ ته، د اديانو له ظلم څخه د اسلام عدل او د دنيا له تنګسې، د آخرت پراخۍ ته راوبولو.
خو عملي لاره کومه ده
اوس مو چې ځان او هم خپل اهداف وپیژندل، آیا ښایی بې غوره واوسو. له پلان، برنامې او نظم پرته مخ ته لاړ شو؟ اهداف ډېر ستر دي، خو باید په وړاندې یې همت له لاسه ورنکړو، ځکه لوی کارونه له وړو هڅو پیلیږي. سترې ماڼۍ د کوچنیو ګاټو له ايښودلو جوړې شوې او د لویو اهدافو لپاره بايد واړه کارونه په دقت ترسره کړو. د دې خبرو غوښتنه دا ده چې څرنګه خپل وخت چې له ټولګې یې همدغه ارزښتناکه کتابچه (ژوند) جوړیږي، تنظیم کړو او څنګه وکولای شو له وختونو څخه د اهدافو د ترلاسه کولو په لار کې پوره ګټه واخلو.
ښه ده چې لومړی د ځان لپاره اوږد مهاله اهداف وټاکو. زه په کوم ډګر کې کولای شم د خپل ولس او هیواد لپاره ښه خدمت وکړم؟ کومې لارې چارې غوره کړم چې د دنيوي او اخروي بریا لپاره مې جوګه شي؟ څرنګه کولای شم د ټولنې لپاره د ګټور انسان په توګه ثابت شم؟ کیدای شي دا ستونزمن کار وي او وخت مو ونیسي خو په ځای ګام دی.
بیا د همدې اهدافو د تر لاسه کولو لپاره عملي پلان جوړ کړو. دا پلان په کلونو او بیا كلنى پلان په مياشتو وويشو. د لومړۍ میاشتې پلان په اونیو تقسیم کړو او مخكې لدې چې اونۍ او میاشت پاى ته ورسيږي، د راتلونكو لپاره یې برنامه ولرو. وخت په وخت د پلان د پلې كيدو كچه وارزوو، وګورو چې څو سلنه پلى شوی او څومره بريالي يو؟ نیمګړي ټکي په نښه کړو او د حل کولو هڅه یې وکړو.
کیدای شي نیوکه وشي چې په ژوند څومره اعتبار شته چې دومره اوږده پلانونه ورته جوړ کړو. خو موږ ته اسلام راښوولې چې: د دنیا لپاره داسې کار وکړو لکه تل چې ژوندي یو او د آخرت لپاره هسې تابیا ونیسو لکه دا مو چې وروستۍ شیبې وي.
له وخت سره دوه ناسم چلندونه
ځينې خلک د وخت له كمښت څخه شكايت كوي چې كارونه ډير او وخت كم دی. كيداى شي هغوى به مشغول وي، اما اصلي خبره دا ده چې انسان د كارونو لپاره پوره وخت لري خو يوازې تنظیم ته یې اړتياده. د وخت د نه منظمولو په صورت كې د ګډوډيو مسئول خپله انسان دى.
دویمه ډله کسان هغه دي چې وخت نه پرې تیریږي. ساعتونه ساعتونه په بنډارونو، کیسو او لوبو تیروي تر څو ورځ بیګا کړي. بیا خوښ وي چې ښه شوه یوه بله هم بیګا شوه. معلومه نده دوی چیرته رسیدل غواړي چې وخت یې په وړاندې داسې خنډ دی! آیا نه پوهیږي چې وخت ژوند دی!
خو د کار سړي
د کار سړي په وخت باندې حريص دي، د يادداشت په كتابچه كې ورځني كارونه ليكي، د ورځې په پيل كې تاسې ته ويلاى شي چې په دې وخت كې دا كار كوم. په فلانۍ ورځ چیرته وعده لرم او په راتلونكې مياشت كې دغه كارونه سر ته رسوم ان شا الله. نه د نورو وخت وژني او نه چا ته اجازه ورکوي چې وخت یې ضایع کړي. د کار، کور، ملګري، دعوت، راشه درشه، درس، عبادت… ټولو لپاره ټاکلی وخت لري. ځكه د هغه له نظره وخت يعنې پانګه، پرمختګ، کار، ژوند او بالاخره بریا.
تاسې يې همدلته پرتله کولی شئ!
وخت ته ارزښت وركول او د هغه تنظيمول د ملتونو د پرمختګ او وروسته پاتې والي د توپير ټکی دی. هغه ملت به چيرته ورسیږي چې ځوانان یې وخت وژني. ورځې يې د شپو په څیر او شپې يې په خوبونو تيريږي. د ژوند هدف ورنه ورک دی او د موندلو لپاره یې كوچنۍ هڅه نه كوي؟ خو هغه انسان چې د وخت په ارزښت پوه شو كولاى شي سترې کارنامې وزیږوي. مالیزیا د خپل پرمختګ له رازونو څخه دا ښيي چې دولتي ادارې یې له نورو اسلامی هیوادونو څخه سهار وختي کار پیلوي. جاپان وخت لنډوي، د يوازيتوب له ګوټه پاڅيږي او په لسګونو کلونو كې د نړۍ په پرمختللي هيواد بدليږي. هغه مزل چې اروپايانو په پيړيو كې کړی وو، دوى په څو لسیزو کې ووهلو. آيا هغوى خوبونه او چړچې وکړې؟ نه، هغوى له شپو او ورځو ګټه واخیسته او ځان يې دې مقام ته ورسولو. اوس وګورﺉ! هغه جاپانيان چې بت ته سجدې لګوي دې ځای ته رسیدلای شي خو موږ مسلمانان، د رباني برنامې خاوندان، چې پالونکی مو په وخت سوګند یادوي او ارزښت یې ښیي، دلته پړ يو!
پروني مو داسې نه وو
د اسلامي امت تیر نیکان د وخت په ارزښت پوهیدل، هماغه وو چې په كم وخت كې يې په نړۍ کې د اسلامي تمدن ریښې وځغلولې. ابن مسعود رضی الله عنه فرمايي: “په هيڅ څيز دومره نه يم پښيمانه شوی لکه په هغه ورځ چې تیره شي، عمر مې لنډ شي خو زه کوم كار تر سره نه كړم.” حسن بصري رحمه الله  فرمايي: “داسې خلک مې ليدلي چې پر وخت یې تر هغه زيات حرص درلود چې تاسې یې پر دينار او  درهم لرئ.”
هغوی په هر ډګر كې غښتلي وو. د امام ابن جرير طبري لیکنې ۳۵۹ زره پاڼې وې او دا هغه وخت وو چې نه مطبعه وه او نه كمپيوټر.
د وس په اندازه بار پورته كړه
اوس مو چې د عملي برنامې جوړولو هوډ وكړ نو ښه ده، دې ته مو پام وي چې انسان باید د وس سره سم کارونه په غاړه واخلي. تر وس پورته بوج پرځان راوستل د ناکامۍ سبب کیږي. همدې ټکي ته په پاملرنې سره رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: “بدن مو هم پر تاسې حق لري.” پدې اړه مهم کارونه د خوب، خوړو او ورزش وخت تنظیمول دي. خوب ته باید مناسب وخت ورکړل شي. دا ښه کار ندى چې د خوب ساعتونه كم كړو خو بيا په درسي ساعت او د مهمې جلسې په منځ کې یا د کار پر مهال ويده شو. د خوړو وخت منظمول ځکه مهم دي چې كله معده ډكه وي، انسان ښه كار نشي كولاى او چې ډېر وږی وي، ذهني تمرکز ګډوډیږي. همداراز سالم بدن ورزش ته هم اړتیا لري.
کورنۍ ته پاملرنه
مسلمان باید خپلې کورنۍ او اولادونو ته پاملرنه وکړي. د کارونو د ډېروالي له امله د هغوی په حق کې کمی ونه کړي. د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو او روزنې څخه بې خبره نه وي. ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (بې شکه کورنۍ پر تا حق لري.)
د کار په هکله څو اساسي ټکي
 كوښښ وكړه داسې وخت كار پيل كړې چې ښه صحتمن وې.
 ترڅو دې يو كار پاى ته نه وي رسولى بل مه پيلوه، ځکه په ښه توګه یو کار کول تردې غوره دي چې څو کارونه پیل، خو یو هم پوره نکړو.
 د نوې تكنالوژۍ له وسايلو لكه تلیفون، انترنیټ، فوتو كاپي، کمپیوټر، د حساب ماشين او نورو كار واخله او وخت وسپموه.
د عمل اتقان ته پاملرنه:
یعنې دا چې راسپارل شوی کار په ښه توګه ترسره کړو. که متعلم او محصل یاستو، که مامور، ملا، مدیر، معلم، انجنیر او ډاکټر… یا بله هره دنده لرو، باید په خپله څانګه کې ښه کار وکړو. ځکه ټولنه هغې سترې ماڼۍ ته ورته ده چې میلونونه وګړي یې په جوړولو کې ونډه لري. که هرڅوک خپله برخه، په ښه توګه جوړه کړي، الله جل جلاله ته تمه شته چې سبا به مو تر نن ښه وي!
tags

ستاسې تبصرې

*


Top