په شپه کې اسمان ولې تیاره وي؟!

 په شپه کې اسمان ولې تیاره وي؟!



لیکنه: افضل محمد وقار
په طبیعت کې ځينې ساده تصادفات دلویو رازونو دراسپړلو لامل شویدي.  ددمڼې راغورځیدل ساد ه،خو پرمټ یې یو لویه مسلۀ؛ د ځمکې د جاذبوي قوې کشف لوی راز ؤ. همداسې په شپه کې داسمان تیاره کیدنه هم ظاهراً یوه ساده ،اما په خپل ځای یوه مغلقه او دلوی راز دراسپړلو موضوع ده. 
دې موضوع ته لومړی کپلر په ۱۶۱۰م کال متوجه شو ،خو په ۱۸۲۳ م کال کې الماني فزیکدان هاینرش ویلهلم اولبر دا مسله په معمایي شکل داسې مطرح کړه: 
که کاینات نامحدود وي، اسمان باید د شپې او ورځې لخوا په هرخالت کې روښانه وي. ځکه دکایناتو فضا د میلیاردونو ستورو څخه ډکه او موږ چې هرې خواته  نظر وکړو ،زموږ نظر باید په یو ستوري* پرېوځي. همداسې لکه په یوه ګڼ ځنګل کې که تاسو هرې خواته نظر وکړی نو ونې،بوټې او ددوی شین رنګ وینی،نو ځکه خو باید داسمان فضا دشپې لخوا دورځې په نسبت  زیاته روښانه وای، دې معمأ ته د اولبر پاراډوکس Olber s Paradox وایي.
ددې معمأ حل هغه شان اسان هم ندی،څنګه چې فکر کیږي. ګڼ شمیر دلایل ددې معمأ دحل لپاره وړاندې شوي ،لکه یو دلیل دادی چې دستورو یا کهکشانونو ترمنځ ذرات او غبار ځمکې ته دنور درارسیدو مخه نیسي ځکه خو اسمان/فضا تیاره وي. خو دا دلیل ځکه سم نه دی که وړانګې دهمدې ذراتو په واسطه جذب کیدلای باید دا ذرات دومره ګرم شوي وای چې په خپله یې نور تولیدولای او فضا باید روښانه وای.
بل دلیل  دادی چې دکایناتو انبساط دستورو دوړانګو د موج په اوږدوالي تأثیر کوي،او دا وړانګې چې باید موږ یې ووینو په نامرئي طول موج لرونکو وړانګو بدلوي او زموږ سترګې یې دلیدو توان نلري. دا جواب هم سم ځکه نشي کیدای که د ځینو ستورو وړانګې په نامرئي شکل بدلیږي،باید دځینو ستورو وړانګې په مرئي هم تبدیل شي،خو اصل کې دا اتفاق صورت نه نیسي.
داولبر پاراډوکس معمأ بهترین حل په لاندې دوه مواردو کې وړاند کوو:
۱) لومړی دا چې که کاینات بې نهایته لوی دي،خو قدامت یې هغمومره ندی. دا تر ټولو اساسي او حیاتي نقطه ده. دا چې نور کابو درې سوه زره کیلومتر فی ثانیه خرکت لري،خو موږ یواځې هغه اجرام لیدلای شو چې منعکسه نور یې زموږ ترسترګو راورسیږي. کله چې فاصله زیاتیږي یعنې دځمکې څخه لرې کېږو وخت وروسته ځي. په اثبات رسیدلي هغه فضانوردان چې په فضا کې دمأموریت په خال کې دي،ددوی وخت ۱.۵ثانیې شاته پاتې شوی،یا په بله اصطلاح ۱.۵ ثانیې ځوان پاتې کیږي. اکثر نجوم پوهان په دې اند چې دکایناتو عمر د۱۰ او ۱۵ میلیارده کالو ترمنځ دی،پس کوچنی فاصله چې موږ له هغې نور ترلاسه کولای شو د ۱۰ او ۱۵ میلیارده نوري کاله ترمنځ ده،نو په دې اساس ددې فاصلې دوهلو لپاره تراوسه په جهان کې کاپي وخت نشته او اړوند نور تراوسه موږ ته ندی رارسیدلی، ځکه اسمان/فضا توره لیدل کیږی.
۲)دوهم دا چې کهکشانونه او ستوري زیات عمر نلري ،او په یو مشخص وخت کې له منځه ځي. هغه کهکشانونه اوستوري چې موږ ته نږدې دي ،ددوی دنور اثر دشپې لخوا وینو او لرې ستوري  مخکې له دې چې دنور اثرات یې راورسیږي منبع دنور له منځه لاړه شي،او تولید شوی نور په فضا کې مدغم شي او موږ په مکمل شکل فضا روښانه نشو لیدلای.
پس ویلای شو چې په هېڅ صورت نشو کولای چې په مختلفو فاصلو دستورو رڼا یوشان ووینو. دځینو ستورو رڼا ترموږ نه ده رارسیدلي،او که رارسیدلي هم وي، دوخت په تیریدو له منځه تللي او اوس تیاره ښکاري،نو ځکه په شپه کې فضا تیاره لیدل کیږي.
نتیجتاً موږ دا هم ویلای شو چې که اولبر پاراډوکس معمأ دروسته وي باید چې کاینات محدود وي،او همداسې ده هم.
مأخذونه: مختلف انټرنیټي سایټونه
tags

ستاسې تبصرې

*


Top