د مسلمان سره به له دریو ورځو زیاتې اړیکې نه پرې کوو.

د مسلمان سره به له دریو ورځو زیاتې اړیکې نه پرې کوو.



د مسلمان سره به له دریو ورځوڅخه زیات تعلق نه قطع کوو،مګر د بدعتی انسان او یا داسې انسان سره چې ښکاره فسق کوي.


قال الله تعالی.: {إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ}الحجرات:١
و قال تعالی: {وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ}المائدة:٢
الله جل جلاله فرمایی:مسلمانان ټولسره وروڼه دي، پس د وروڼو تر مینځ صلحه وکړی.
او همدارنګه فرمایی: د نیکۍ او تقوی په کارونو کې کمک وکړئ او د ګناه او دښمنۍ کارونو کې مدد مه کوئ
وعنْ أنَسٍ رضي اللَّه عنهُ قال: قال رسُولُ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم:« لا تَقَاطَعُوا، ولا تَدابروا، ولا تباغضُوا، ولا تحاسدُوا، وكُونُوا عِبادَ اللَّهِ إخْوانا. ولا يحِلُّ لمُسْلِمٍ أنْ يهْجُرَ أخَاهُ فَوقَ ثَلاثٍ »متفقٌ عليه
له انس رضی الله عنه څخه روایت دی، چې نبي صلي الله علیه وسلم وفرمایل: یو له بل سره رابطه مه قطع کوی او یو بل ته شا مه اړوی یو له بل سره دښمني او کینه مه کوئ اې د الله جل جلاله بنده ګانو یو د بل وروڼه شی، د مسلمان د پاره روا نه ده چې له دریو ورځو زیات خپل ورور سره رابطه قطع کړي.
بل حدیث شریف کې نبي صلي الله علیه وسلم فرمایي
  وعنْ أبي أيوبَ رضي اللَّه عنْهُ أنَّ رسُول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قَال:« لا يحِلُّ لمُسْلِمٍ أنْ يَهْجُرَ أخَاهُ فوْقَ ثَلاثِ لَيال: يلتَقِيان، فيُعرِضُ هذا ويُعرِضُ هذا، وخَيْرُهُما الَّذِي يبْدأ بالسَّلامِ » متفقٌ عليه
له حضرت ابو ایوب رضي الله عنه څخه روایت دی، چې نبي صلي الله علیه وسلم فرمایلي دي.
دمسلمان د پاره روانه ده چې له دریو ورځوڅخهزیات د خپل ورور سره رابطه قطع کړي ، چې کله یود بل سره مخامخ شي . یو د بل مخ واړوي په دوی کې بهتره هغه کس دی، چې لومړی په سلام ویلو سره خبرې شروع کوي
په دې حدیث شریف کې یوې بلې خبرې ته هم اشاره شوې ده، هغه دا ده چې کله یو مسلمان د بل ورور سره مخامخ کیږي په دوی کې د هغه کس درجه لوړه ده چې لومړی په سلام کولو شروع کوي، او دنبي علیه السلام په دغه مسنونه طریقه کې یوه ګټه دا ده.
چې د مسلمان زړه د کبر او غرور نه لرې ساتي او دا چې د مسلمان په زړه کې څومره لویې او کبر کمیږي بیا همغه په سلام اچولو کې بیړه کوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top