د امریکا جګړې پر کوم لور درومي؟

د امریکا جګړې پر کوم لور درومي؟



سید خالد سادات
د نړیوالو عمومي حقوقو استاد
پوره شپاړلس کاله د  یولسم سپتمبر پیښې څخه تیریږي چې د نړۍ څیره یې بدله کړه. د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر پيښې د نړۍ په سیاست کې تر اوسه د لاینحل معما په نوم یادیږي. د نیویارک ښار کې Twin Buildings  یا د غبرګونو بلډنګونو نړیدل امریکا متحده ایالاتو لپاره د معاصرو جګړو د پيل یو ستر چانس شو. امریکا د خپلو خلکو د وژلو انتقام  او یا هم د امریکا د ملي امنیت د خوندیتوب لپاره د ملګرو ملتونو د منشور ۵۱ مه مادې د مشروع دفاع حق تر عنوان لاندې، پر افغانستان یرغل وکړ او د یولسم سپټمبر د پیښې د عاملینو د نیولو او نابودولو په منظور یې د طالبانو رژيم نسکور کړ. ملګرو ملتونو د امریکا د تیري څخه  وروسته د ۱۳۶۸ پریکړه لیک له مخې پر افغانستان د امریکا یرغل مشروع وباله او امریکا ته یې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو سره یو ځای جنګي ماموریت وسپاره. افغانستان ته د امریکایانو په راتګ تر ۲۰۰۳ م کال پورې دننه د افغانستان په جغرافیه کې آمنیت په ښه توګه تامین شوی وه. اما امریکا د دې جګړې د نظامي اړخ په نظر کې نیولو سره داسې وانګیرله چې د افغانستان جګړې نه په استناد باید د امریکا نظامي حضور او جګړې  دنړۍ نورو برخو ته انتقال شي تر څو د جګړې اړخ له نظامي بعد څخه اقتصادي او سیاسي لوری خپل کړي. هماغه وه چې په ۲۰۰۳ م کال کې يې پر عراق د پیشګیرانه مشروع دفاع تر عنوان لاندې چې ګویا د صدام حکومت د هستوي ا و اټومي وسلو په جوړولو لګیا دی او د امریکا ملي امنیت ګواښي ، یرغل وکړ. د جګړې د مفهوم او منطق له مخې د افغانستان او عراق جګړې سره هیڅ تړاو نه لري، اما د امریکا د ګټو د ایجاد مشترکه نقطه د افغانستان او عراق جګړې تړلای شي او هغه دا چې د افغانستان جګړې له برکته امریکا د تروریزم تعریف خپل انحصار کې راووست او د نړۍ هر ګوټ ته د تروریزم په نوم خپل عسکر لیږلی شي. د عراق د جګړې مفهومي اړخ د امریکا د مداخلې سره په مطلق ډول په ټکر کې پاتې شو او هغه څه چې امریکایانو ملګرو ملتونو او نړیوالو ته د صدام حکومت د یو ستر ګواښ په توګه تعریف کړی وه، برعکس راووت. په عراق کې هیڅ داسې شواهد د امریکا لپاره په لاس ورنغلل چې نړیوالو ته یې د هستوي او اتومي ګواښ په توګه ور وپیژني. خپله امریکایان د عراق جګړه د The Oil War یا د تیلو جګړې په نوم پیژني. همدغه مهال امریکا د خپلو جګړو مفهوم په اقتصادي اړخ او پانګه واړوه. عراق چې د کویټ څخه وروسته د نړۍ دویم هیواد دی چې د نړۍ د تیلو لویې زیرمې لري ، امریکا تر خپل کنترول لاندې راووست. د عراق او افغانستان جګړې لا سړې شوې نه وې چې امریکا د لیبیا حکومت د معمرالقذاقی واک لاندې وه ، تر برید لاندې راووست او قذافي ته یې د سر په کاسه کې اوبه ورکړې. د لیبیا جګړه د امریکا لپاره د نفتي موادو کنټرول په نوم نړیوال پیژني. جالبه دا چې تر اوسه د قذافي حکومت د نسکوریدو لپاره امریکا د صدام او طالبانو د حکومتونو پرزولو په تناسب هیڅ اسناد او شواهد لاس کې نه لري چې نړۍ ته وښایی قذافي رښتیا هم د نړیوال امنیت لپاره ګواښ وه. د  عربو پسرلي په راتګ سره امریکا ته دعربي نړۍ په داخل کې د جګړې لوی بازار پیدا شو او هغه دا چې یو شمیر هیوادونه چې امریکا سره یې نظامی تړونونه درلودل او امریکایانو ته یې نظامي آډې ورکړې ، نور هیوادونه تشویق کړل که غواړئ چې ارامه اوسئ نو باید د امریکا سره نظامي تړونونه لاسلیک کړي او د امریکا نظامي آډو شتون کې دوی کولای شي چې مصون او محفوظ پاتې شي. له بل لوري امریکا د عربو پسرلي په درشل کې د خپل اقتصاد د پیاړوتیا لپاره نظامي مداخله وکړه . د بیلګې په توګه مصر کې د حسن مبارک ۳۰ کلنه شاهي واکمني ړنګه شوه، پر ځای یې  اخوان ګوند د مرسي قیادت لاندې حکومت جوړ کړ. د مرسي لمړنۍ وینا  کې د مصر د ځواکمنتیا لپاره خپلو خلکوته  داسې وویل ( مصر باید درې شیان چې خوراکي مواد، ادویه او وسلې خپله تولید کړي). پورته درې شیان هغه څه وه چې د مصر حکومت له امریکا واردول. نو امریکایانو د کال په اوښتو کې فتاح السیسي تحریک کړ او هم یې مجهز کړ تر څو مصر کې د اخوان ګوند له واکه لیرې کړي ، چې هماغسې وشول او بلاخره مصر کې د امریکا لوی بازار بیرته پرانیستل شو.
د عربو پسرلي په تدوام ۲۰۱۱ م کال کې د سوریې کړکیچ پیل شو. د سوریې کړکیچ کې امریکایانو مستقیماَ پر عربي نړۍ وسلې وپلورلې او د سویې  جګړې د نظامي پکټ (ایتلاف) مشري هم پر غاړه واخیسته چې تر ننه جګړه پر مخ وړي. د سوریې جګړه په معاصر وخت کې تر ټولو خطرناکه جګړه بللی شو ځکه د افغانستان له جګړې لس کاله او د عراق د جګړې اته وروسته پیل شوه ، خو د تلفاتو له اړخه د افغانستان او عراق د جګړو په پرتله لس برابره ده. د راپورونو له مخې سوریه کې شپږنیم لکه خلک وژل شوي ، افغانستان کې درې شپیته زره خلک وژل شوي او عراق کې تر پنځوسو زرو شاوخوا کې ملکي خلک وژل شوي.
د عربۍ نړۍ خپل منځي سیاستونه د سوریې جګړې څخه وروسته ورځ تر بلې خرابیدو خواته درومي. سعودي عربستان چې ځان د اسلامي نړۍ مقتدر هیواد بولي ، د غلطو سیاستونو له وجې یې عربي نړۍ په درې قطبونو او اسلامي نړۍ یې په څو قطبونو وویشله. د اسلامي نړۍ د همدې څو قطبي جوړښت  د امریکا له لوري عربي جغرافیا کې  پیل شوې جګړې لا شدیدې او پراخې شوې.د سوریې جګړې په تدوام ۲۰۱۲ م کال ، یمن کې د حوثیانو بغاوت او د خپل سر حکومت اعلان عربي نړۍ کې  یو بل لوی کړکیچ وزیږاوه. یمن د صنعا ښار دعربستان د کنټرول لاندې پاتې شو او حوثیانو عدن ښارکې د محمد علی الحوثي تر مشرۍ لاندې حکومت اعلان کړ. سعودي عربستان هممهال  په چټکۍ سره د یمن جګړې ته داخل شو او د حوثیانو پر وړاندې یې پراخه جګړه شروع کړه. عربستان د فرانسې او امریکا څخه په لوړه پیمانه د یمن جګړې لپاره اسلحې او نظامي تجهیزات را نیول. د یمن جګړه کې لومړیو درې میاشتو کې سعودي عربستان د ورځنۍ جګړې مصرف تر دوه سوه میلون ډالرو رسیده چې امریکایانو افغانستان او عراق کې دومره لوړ جنګي مصارف په یوه ورځ کې ندي کړي. د یمن جګړه کې سعودي عربستان د لوړ جګړه یز مصرف سره سره ویره احساس کړه او د یو ستر نظامي قرارداد په لټه کې شو.
د یمن جګړه لا پای ته نه ده رسیدلې چې عربي نړۍ په یو بل ګرداب کې ښکیل شوه . د سعودي عربستان او قطر تر منځ اختلافات د نوي کړکیچ محرکه قوه  ده. د دواړو هیوادونو تر مینځ اختلافات تر دې حده ورسیدل چې عربستان د قطر سفیر وشاړه او قطر هم په ورته اقدام لاس پورې کړ. د سعودي عربستان او قطر اختلافات د امریکا لپاره یو ځل بیا پر اسلامي نړۍ د خپلو اسلحو د پیر پر لوی مارکیټ بدل شول. د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ عربي نړۍ ته خپل لمړنی سفر سعودي عربستان د ۲۰۱۷ م کال د مۍ په میاشت کې تر سره کړ چې تازه سعودي او قطر په کړکیچ سره کیوتلي وه. سعودي عربستان د یمن په جګړ کې او د قطر سره د ممکنه جګړې پیل د ماتې له ویرې د ټرمپ سره د سعودي په تاریخ کې تر ټولو ستر د وسلو پير تړون د ۱۱۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت لاسلیک کړ. نوموړی تړون د واشنګټن  او ریاض اړیکو کې نوی باب پرانیست او هغه دا چې امریکایان پدې یقیني شول چې نور په عربي نړۍ د امریکایانو مخامخ ښکلیتیا پر ځای داسې تړونونه تر بل هر څه ښه نتیجه ورکوي. ددې سره جوخت د قطر شاهي نظام بهرنیو چارو وزیر واشنګټن ته خپل د بهرنیو چارو واستوه او هلته یې د ۲۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو اخیستلو تړون د پنټاګون سره لاسلیک کړ.
پایله دا چې امریکا د ۲۰۰۱ م کال د مخه خپلې جګړې د قدرت او پان امریکیزم ایدیالوژۍ د اهدافو تحقق لپاره پر مخ وړلې. د ویتنام جګړه امریکا لپاره هیڅ اقتصادي ارزښت نه درلود، د کیوبا ، هایتی، کوریا او نورو افریقایی هیوادونو د امریکا نظامي ښکلیتیا په هیڅ مانا د امریکا د ځواکمنتیا تعریف نه درلود. اما د ۲۰۰۱ م کال څخه وروسته د امریکا د جګړو پیل له افغانستانه نیولې ترعراق، سوریه ، یمن او د سعودي نوي کړکیچ کې په مطلق ډول د امریکا د اسلحو د پلور په مدار څرخي. امریکا اوس د نړۍ په هر ګوټ کې د خپلو جګړو دوام د امریکا شتمني تعریفوي چې څرنګه امریکا کولای شي د جګړو له برکته خپله سرمایه زیاته کړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top