د ملي یووالي په حکومت کې فساد ۴۵ سلنه پورته شوی .

د ملي یووالي په حکومت کې فساد ۴۵ سلنه پورته شوی .



د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ وايي، د دوی معلومات ښيي، چې د ملي یووالي په حکومت کې فساد ۴۵ سلنه لوړ شوی دی.
د یاد بنسټ په وینا، د ملي یووالي حکومت د کار پر مهال ۲،۷ میلیارده ډالره په غیر قانوني توګه ردو بدل شوي دي.
دنوموړي بنسټ د عدالت غوښتنې د برخې مشر ناصر تېموري وايي:په ۲۰۱۶ کال کې دوی خپلې څیړنې پيل کړې وې او دا څېړنې ښيي، چې د تېر حکومت په پرتله د فساد کچه ټيټه شوې وي، بلکې لوړه شوې ده.
تیموري وايي، د ملي یووالي حکومت ددې پر ځای چې له فساد سره مبارزه وکړي، فساد مدیریت کوي.
اوزیاتوي چې د فساد زیاتوالی د جدي اندېښنې وړ دی او د حکومت کړنې د فساد په له منځه وړلو کې ګټورې نه دي تمامې شوې.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top