افغان چارواکي وایي: په طالبانو دې پوځي فشار زیات شي.

افغان چارواکي وایي: په طالبانو دې پوځي فشار زیات شي.


افغان چارواکو غوښتي چي باید په وسله والو اومرستندویانویې پوځي فشارزیات کړی شي تر څو سولې ته اړشي.

مشرانو جرګي غوښتنه کړې چي نړیوال اودولت دې په وسله والوطالبانو پوځي فشار راوړي ترڅو هغوی سولې ته غاړه کیږدي اوله جګړې لاس واخلي.

په همدې اړه دمشرانوجرګي ریئس فضل هادي مسلمیار ویلي لکه څرنګه چي تیرکال دسولې مسؤلینو لخوا یوه داسي پروژه په کار واچوله شوه چي له مخې وسله والوته دسولې هراړخیزې لارې پرانستل شوې ،خواوس دې له پوځي لارو دوسله والوپه ټولوپوځي لارو فشار راوړل شي ترڅو هغوی سولي ته راکش کړل شي.

نوموړي دخبروپه ترځ کې دپاکستان روان سیاست ته هم څرګنده اشاره وکړه چي هغوی دنړیوالواصولو اوګاونډي حقوقو خلاف ۱۶کاله مداخله دزغم نه ده ،د دولت مخالفینوته یې په څرګند ډول ځایونه ورکړي او ورسره مرسته کوي .

tags

ستاسې تبصرې

*


Top