دپوهنې یا معارف په برخه کې ټاکل شوی پلاوی د فساد په ډاګه کول غواړي.

دپوهنې یا معارف په برخه کې ټاکل شوی پلاوی د فساد په ډاګه کول غواړي.



د افغانستان د پوهنې یا معارف وزارت په چارو کې د فساد د اعاوو څیړلو ته ټاکل شوی پلاوی وایي، ولسمشر باید د دوی د موندونو په اړه ګام پورته کړي
ولسمشر له هغه ه وروسته پوهنې وزارت کې د فساد د ادعاو څیړلو ته پلاوی وټاکه، چې سیګار په یاد وزارت کې پر شته فساد اندیښنه وښوده
پلاوي د ۱۳۹۴ کال په زمري میاشت کې خپلې څیړنې پيل او کابو درې میاشتې وروسته یې پایله ولسمشر محمد اشرف غني ته وسپارلهد دغه حقیقت موندونکي پلاوي مشر او د ولسي جرګې غړی نادر خان کټوازی وايي، پر څیړنو یې نژدې دوه کاله اوړي، خو په اړه یې ښکاره ګام نه دی پورته شوی.
دوی د خپلو څیړنو راپور ولسمشر ته وړاندې کړ اووایي ،چې پوهنې وزارت کې نیمګړتیاوې وې، ولسمشر بیا له هماغه وخته تراوسه د دوی سره خبرې نه دي کړې، تر اوسه یاده موضوع تعقیب شوی نه ده او اوس باید تعقیب شي.
پر کټوازي سربېره، په دغه پلاوي کې د ولسي جرګې پنځه غړي، د ملي امنیت ادارې او د لویې څارنوالۍ یو یو کارمند او دوه مدني فعالان هم ود حقیقت موندونکي پلاوي غړو او نه پېک د خپلو اسنادو کاپي له بي بي سي سره شریکه کړه
دوه ورځې وړاندې د پېک په نوم یوه ځايي رسنیز مرکز ادعا وکړه چې د دغه پلاوي د څیړنو د رپوټ یوه کاپي یې ترلاسه کړې ده
د دغه ادعا شوي رپوټ - چې وايي د ۱۳۹۰ او ۱۳۹۳ تر منځ موده پکې څېړل شوې- په یوه برخه کې ویل شوي د پوهنې وزارت په چوکاټ کې څه باندې څلویښت زره خیالي ښوونکي او ۱۰۳۳ خیالي ښونځي موندل شوي دي..
په وینایې په رپوټ کې همدا راز راغلي چې پوهنې وزارت د څوارلس سوو ښونځیو د جوړیدو تړونونه له قانوني تدارکاتي پړاوه نه دي تیر کړي او د وزارت مسوولانو د کتابونو په چاپ کې هم څه باندې شل میلیون ډالره درغلي کړې ده
د رسنیز مرکز لاس ته په ورغلي رپوټ کې دا هم ویل شوي چې د ۲۱ ولایتونو د پوهنې ریاستونو مرکز ته د بندو ښونځیو کره شمېر نه دی ور کړی او له دولتي بودجې یې داسې ښوونځیو ته هم د معاشونو په نوم پیسې ایستلې چې دروازې یې بندې وېخو په پوهنې وزارت کې د فساد ادعاو څېړلو ته د ګومارل شوي پلاوي مشر نادر خان کټوازی وایي، د یاد شوي رسنیز مرکز په رپوټ کې ورکړل شوې شمېرې د دوی له موندنو سره اړخ نه دی لګولی .نیمايي افغان ښوونځي ودانۍ هم نه لري.
ښاغلی کټوازی وایي دوی د پوهنې پنځلس کلنې چارې وڅېړلې او په موندنو کې یې د فساد او خیالي ښونځیو د شته والي خبره شوې، خو دا شمېر هغومره نه دی چې ادعا یې شوې ده
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، دوی د دغه حقیقت موندونکي پلاوی رپوټ له هغو نورو څېړنو سره چې دا مهال د نورو ادارو له خوا روانې دي یوځایوي او په اړه یې نژدې راتلونکي کې ګام پورته کوي
دولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي بې له دې چې د فساد په اړه د شوې څېړنې د پایلو د څرنګوالي او اوسنیو نورو څیړنو په اړه په اړه رسنیوته وویل چې پوهنې وزارت کې سمون د دوی یو لومړیتوب دی.
د هغه په خبره، حکومت دغه موندنې ارزوي او پوهنې وزارت کې د سمون لپاره ګام اوچتوي: که چیرته کوم کس ګرم پیژندل کیږي، عدلي او قضایي ارګانونه به یې پر وړاندې اقدام کوي .ادعاوې رد کړې وې
د پوهنې وزارت مطبوعاتي چارواکو د نوو رابرسیره شویو ادعاوو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه
خو مخکې فاروق وردګ - چې له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۴ د پوهنې وزیر وو - د خیالي ښوونځيو او د شمېرو د پړسولو ادعاوې رد کړې وې
پوهنې وزارت په تیرو شپاړسو کلونو کې دومره کړي چې ښونځیو ته د تلونکو زدکوونکو شمېر یې نهو میلیونو ته پورته کړی، خو د ښوونکو د وړتیاوو د لوړولو په برخه کې لا هم اوږد مزل په مخ کې لري.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top