ترکیه له روسيې د الوتکو ضد پر مختللی سیستم پېري

ترکیه له روسيې د الوتکو ضد پر مختللی سیستم پېري



د ترکیې دولت اعلان کړی دی چې له روسیې څخه د ایس۴۰۰ الوتکو ضد سیستم پېري.
سرچینه وایي چې د یادو راکټونو لومړنۍ بیه ورکړل شوې ده چې قرارداد یې هم د دوه نیم ملیارده ډالرو په بیه لاسلیک شوی دی.
د ترکې ولسمشر رجب طیب اردوغان له استانې څخه د راګرځیدو پر مهال په هوایي ډګر کې خبریالانو ته ویلي دي چې نوموړی او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یاده معامله کې جدي دي.
له بلې خوا مسکو هم یاد خبر تایید کړی دی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top