د پوهنې وزارت وایي د پیسو د ضایع کیدو مخه به ونیسي

د پوهنې وزارت وایي د پیسو د ضایع کیدو مخه به ونیسي



د افغانستان پوهنې وزارت وایي چې نور به د ښوونکو د تنخواګانو، مکتبونو مصارفو او خیالي ساختمانو پروژو په نامه د پیسو د ضایع کیدو مخه ونیسي.
د اوپیک څیړنیز او خبري بنسټ څخه په اخیستنه ازادۍ راډیو وویل چې د ۱۳۹۰ څخه تر ۱۳۹۳ کال پورې د زرګونو معلمینو د معاشاتو، د مکتبونو تعمیراتو او خیالي ساختماني پروژو په نامه ملیونونه افغانۍ ضایع شوي دي.
د پوهنې وزارت مرستیال سردار محمد رحیمي وایي چې دا کار د پخواني دولت چارواکو تر سره کړی دی او دوی د یاد کار مخه نیولې ده.
نوموړي ویلي دي چې د ملي وحدت حکومت په رامینځته کیدلو د فساد پر وړاندې د پام وړ مبارزه شوې ده.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top