د لومړي ځل لپاره يوه مسلمانه ميرمن د سینګاپور جمهور رييسه ټاکل کيږي

د لومړي ځل لپاره يوه مسلمانه ميرمن د سینګاپور جمهور رييسه ټاکل کيږي



د سینګاپور د پارلمان پخوانۍ رييسه ميرمن حلیمه یعقوب، نن د لومړي ځل لپاره د يوې مسلمانې ميرمنې په توګه د سینګاپور جمهور رييسه وټاکل شوه.
میرمن حلیمه یعقوب لومړنۍ میرمن وه، چې په ۲۰۱۳ ز کال کې د سینګاپور د پارلمان ريیسه ټاکله شوې وه.
د نوموړي پلاویانو، چې نن یې نارنجي کالي اغوستي وو، «د خلکو اتحاديې» په مرکز کې خوشالۍ کولې.
نوموړې په دریو تنو کې يواځينې کس وه، چې د صلاحیت لاسوند یې تر لاسه کړ او د جمهوري ریاست ټاکنو ته اړتیا پاتې نشوه.
د نوموړې دوه نور سیالان فرید خان او او محمدصالح مریکان وو.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top