پکتيا مرکز ګردېز ښاريان په ښار د کثافاتو ډېروالي دوی ته ناروغۍ پيدا کړې دي

پکتيا  مرکز ګردېز ښاريان په ښار د کثافاتو ډېروالي دوی ته ناروغۍ پيدا کړې دي



د پکتيا مرکز ګردېز ښاريان په ښار کې د کثافاتو په وخت نه پورته کیدو او ډېرېدو له امله شکايت کوي، وايي چې د ښار په مرکزي ساحو کې د کثافاتو ډېروالي دوی ته ناروغۍ پيدا کړې دي.
ګردېز ښاريان د کثافاتو په ډېروالي کې د پړې ګوته ښاروالۍ ته نيسي او وايي چې په ښار کې ډېر وخت د کثافاتو شتون او پاتې کیدل، د خلکو د ستونزو باعث کیږي.
 د ښاروالی چارواکي  دا نه مني چې په ښار کې دې ډېرۍ ډېرۍ کثافات پراته وي، خو وايي د ښار د وضعيت ښه والي لپاره يې د کثافاتو انتقالیدو لپاره یې زيات شمیر نوي کسان استخدام کړي او لا هم هڅه کوي چې د ستونزو هوارولو لپاره، جدي اقدامات وکړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top