اجرائیه رئیس: د المپیک په ملي کمیټې کې له افغان لوبغاړو سره د کتنې کړې

اجرائیه رئیس: د المپیک په ملي کمیټې کې له افغان لوبغاړو سره د کتنې کړې



اجرائیه رئیس داکتر عبدالله عبدالله د المپیک په ملي کمیټې کې له افغان لوبغاړو سره د کتنې پرمهال خوښي څرګنده کړه چې اوس مهال د المپیک د ملي کمیټې او د بدنې روزنې او ورزش ریاست ترمنځ خپل منځي ستونزې حل شوې دي.
په دغه ناسته کې د ازادو مبارزو او د اسیايي لوبو د اتلانو سیر بهادرزاده او احمد یاسین سالک قادري ستاینه هم وشوه.
تمه ده چې د بیلابیلو ورزشي رشتو څخه څه باندې ۲۱۵ افغان لوبغاړي تر راتلونکو دوو ورځو پورې د ترکمنستان د ۲۰۱۷ میلادي کال د سالون دننه اسیايي سیالیو کې د ګډون په هدف، د عشق اباد په لور روان شي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top