افغان حکومت: ایران او ازبکستان تر منځ د رېل ګاډي پټلۍ د نښلولو په پروژه کې به مرسته کوی

افغان حکومت:  ایران او ازبکستان تر منځ د رېل ګاډي پټلۍ د نښلولو په پروژه کې به مرسته کوی



افغان حکومت تیاری څرګند کړی چې د ایران او ازبکستان تر منځ د رېل ګاډي پټلۍ د نښلولو په پروژه کې به مرسته وکړي.
دا خبره  د ایران اېرنا خبري اژانس ، د افغانستان جمهوري ریاست د سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي په حواله خپور کړی دی.
د اېرنا په حواله ویل شوي چې مرتضوي ویلي، د افغانستان او ایران ولسمشرانو په قزاقستان کې د مشرانو د وروستۍ غونډې تر څنګ په جلا کتنه کې موافقه کړې چې د تجارت، ټرانزیټ او د رېل ګادي په پروژو کې همکاري سره وکړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top