زر کلن غني!

زر کلن غني!



زر کلن غني چې د تاکنو پر وخت یې د سرسخته ملاتړ‎ کوونکو له جملې څخه وم، اوس یې پر ټاکنه د پښېمانه کېدو بله کومه چارہ نلرم، ھغوی چې زما په وینا رایه ورکړ‎ې بخښنه ترې غواړ‎م او دا جملې مې څو وار ویلي بیا ھم وایم ما وبخښۍ ملگرو، خپلوانو او ملاتړ‎ کوونکو۰
دا لیکنه ھغوی ته کوم چې لا ھم د داکتر محمد اشرف غني د ھغه اوږ‎د عمر دعاوې کوي، چې د انسانیت ستر لارښود جناب نبي کریم ص ترې امان غوښتی دی۰
ولسمشر له بلا ډېرو نورو ناکاریو ترڅنگ د افغانانو ھغه ستر ارمان سرہ لوبه پیل کړ‎ې او خاورې پرې اړ‎و‎ي، چې دوی د یوہ ستر ارزښت په توگه زړ‎ہ په زړ‎ہ سینه په سینه له یوہ نسل څخه بل ته لېږ‎دولې دہ او دا څو لسېزي په ھمدغه نامه قرباني ورکوي۰
ھوکې ډیورنډ یادوم ډیورنډ!!!
دا ھغه نا منل شوې کرغېړ‎نه تورہ کرښه دہ، چې د یوہ ستر افغان ټبر پر سینه لکه د تور ښامار را کاږ‎ل شوېدہ، انگرېزي ښکېلاکگرو په سیمه کې د جنجال پاتې کېدو په پار راکاږ‎له او بیا پسې د پنجابک تر مشرۍ لاندې د پاکستان په نوم پور شوې او غصب شوې ځمکه باندې د یو ناجایزہ اولاد په څېر را څرگند کړ‎۰
دا حقیقت اوس ھان یوہ ماشوم افغان ته ھم لکه د اکو بکو کیسه یادي زدہ دہ او ھمدا نسلونه به تر پایه د لوی افغانستان په فکر پایي۰
د لوی افغانستان څخه په زورہ جلا شوی ځمکه ( محکوم افغانستان ) به ھیڅکله د مکارو، جاسوسو، پرديپالو، چوکۍ ساتو او ځانچارو تش په نامه چارواکو په خوله دا غیرتي، مېړ‎نی، متدین او مسلمان افغان ولس پنجابیو ته په تحفه کې ور پرې نه ږ‎دي، دلته لا ھم د خوشال خان تورہ سرہ دہ، لا ھم د احمدشاہ خان او میرویس خان په څېر د امپراتوریو په فکر خړ‎وبې ککرۍ ژوندۍ دي او لا ھم د ستر بابا باچا خان په څېر افغاني ملتپاله مشران ویښ او ژوندي دي۰
دا خوب او خیال به ھغوی ټول له ځان سرہ گور ته یوسي، چې گوندې یو افغان ټبر به د ازغن سیم په واسطه سرہ په زور جلا کړ‎ي۰
اوسنی افغان حکومت چې د زر کلن اشرف غني په مشرۍ رامنځته شوی په تدریجي توگه د ډیورنډ رسمیت پېژندو په پار سیستماتیک کار کوي۰
د سرحدي دروازو ترڅنگ اوس د خندق او ازغن سیم زغلولو نغارې ترڅنگ پرون د پنجاب پوځ استخباراتي مشر باجوہ اعلان وکړ‎، چې مونږ‎ به ۹ سوہ امنیتي چوڼۍ او څو نظامي کلاگانې جوړ‎ې کړ‎و۰
خو افغان حکومت داسې گونگ حالت اختیار کړ‎ی چې گوندې ھیڅ خبرہ ھم نشته !؟
د پنجاب مشرتابه او پوځي اډو ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي او اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په لسگونو ځله تلل، جوتوي، چې پنجاب د خپلې موخې نه اوړ‎ي، بیا ولې زمونږ‎ مشران د ھغوی په تشو وعدو باور کوي او لا ھم د پنجابه د سولې په تمه پاتې دي۰
د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل، مرستیال احسام الدین حسام او ځینو نورو امنیتي مشرانو څخه چې کله ھم د ډیورنډ اړ‎وند خبرې اورې نو غونی به مو زیگ او ویښتان به مو ودرېږ‎ي، زمونږ‎ دولتونو تل د واک په وخت کې د لویو ملي پروسو اړ‎وند حقایق له ولس سرہ نه دي شریک کړ‎ي، اوس ھم ھمدا چارہ د ډیورنډ کرغېړ‎نې کرښې اړ‎وند روانه دہ۰
د نوی حکومت په راتگ سرہ د پوھنې پخواني او د پارلماني چارو اوسني وزیر داکټر فاروق وردک، جنرال رحمت الله نبیل، جنرال حسام الدین حسام او جنرال شیر محمد کریمي په خپل وار سرہ د حکومت له ځینو رازونو پردہ پورته کړ‎ہ او ځیني ھم د داسې اسنادو د نه لاسلیک له امله استعفا ته اړ‎ شول، چې گوندې د پنجاب سرہ کومه پټه معامله د ډیورنډ پر سر روانه دہ۰
د باډر منجمنټ او اس او پي اسنادو باندې حتا پخواني ولسمشر حامد کرزي ډېر توند غبرگون وښود چې بیا موضوع په نامعلومه توگه گونگه پاتې شوہ۰
د ډيورنډ په اوږ‎دو کې چې کومو اتلو سرتېرو د شھادت سترہ مرتبه خپله کړ‎ہ لا تر اوسه یې د کونډو او یتیمو بچیو غم ھیڅ چا ندی کړ‎ی، د شھید خوشال، شھید ضیا الرحمن، شھید بلال ۰۰۰ شھیدانو کورنیو سرہ چې مونږ‎ اړ‎یکي لرو، د دوی ورثه وایي چې حکومت ټولې کړ‎ې ژمنې سرته نه دي رسولي، ھان د ولسمشر فرمان په لاس لرو، خو بېرته ھماغه ولسمشر ته د څو ځلي عارض کېدو وروسته ھم د شھیدانو حقوق را نه کړ‎ل شو۰
په رسنیو او ټولنیزو کار کوونکو د ډيورنډ او حکومت ضد کړ‎نو بندیز یې بل لوی عامل دی، چې باید شک وکړ‎و، گوندی د افغان حکومت مشرتابه دې د پنجاب سرہ کومې ھوکړ‎ې ته رسېدلی وي۰
ھمدارنگه د امریکایي سناتور وروستۍ نا مسولانه څرگندونې، چې د افغانانو سرہ مشروطې مرستې په پار وکړ‎ې له پامه نه شو غورځولی۰
خو د دولتي مشرتابه چوپتیا د دروازو جوړ‎ولو، ازغن سیم، خندق کنلو، چوڼیو جوړ‎ولو، جنگي کلا گانو او فاټا سیمې ته د پنجابي پوځ دننه کولو، د افغان ولس سرہ بلا تشویشونه او پوښتنې پیداکړ‎یدي۰
که چېرې دولت ھمداسې خاموش پاتې شي، لرې نه دہ چې ولس پخپله لاس په کار شي او د مشروع حقوقو غوښتنې لپارہ سرکونو ته را ووځي، تحسن او اعتصابونه وکړ‎ي، خو دولت باید پوہ شي، ھره معامله چې دوی د ولس څخه په پټه روانه کړ‎ېدہ،
دا به یوہ ورځ حتما ولس ته برملا کېږ‎ي، ھغه وخت به د زر کلن غني ماشخوارہ فس بوکيان (ارگبکیان) او دولتي چارواکي د دویم شاه شجاع لقب خپلوي، ډیورنډ د دولتونو نه بلکه د ولسونو حق دی او دا حق تاریخ په شرقي او غربي المان کې ډېر ښه ثابت کړ‎ی دی۰
د لوی آزاد او سر لوړ‎ي افغانستان په ھیله۰
غورځنگ سیال
tags

ستاسې تبصرې

*


Top