رمز

رمز



د ستړي وجود هر حصه مې د تنهایۍ نه چیغې وهي، د دې ظلم جبران خو په خاموشۍ نه کېږي څه!! د دغه جبر اندازه تا ته کله کیدای شي؟ د  زړه  له ژورو څخه د سپینو هیلو یو عالم هیلې ستا دربار ته عرضه کوم، د روان عصر هر شیبه اګاه او ګواه ده ، د تصویر تاثیر دې جلا خبره  ده، خو  د عاطفې او نرمښت افسانوي داستان دې په ډېر ارمان لولم. د باور او اعتماد عنوان  د کرښو په کاږلو نه، بلکې  د لطیف لاس په راکږلو تجربه کړه. فکر کوم ژوند ته به ډېر څه ور وبښې، د ژوند د درانه رسالت آداینه خو د بې تفاوته سلوک پدیده نه ده. د ژوند د دغې آداینې لپاره دخوږې مینې اساس ته اړتیا ده.
په ورکو لارو د ورکو لارویو پېښې مه کوه، د معلومو اشخاصو د معلومو کردارونو پل تعقیب کړه!



tags

ستاسې تبصرې

*


Top