د شپږيزې کرکټ ليګ په دريمه لوبه کي د مس عينک اتلانو ګټونکی شول

د شپږيزې کرکټ ليګ په دريمه لوبه کي د مس عينک اتلانو ګټونکی شول



د شپږيزې کرکټ ليګ په دريمه لوبه کې د مس عينک اتلان او د بند امير ښاماران مخامخ دي، چې په دريمه لوبه کې راشد خان ډېره خوندوره توپ اچوونه وکړه او د مس عينک درې لوبغاړي يې وسوځاوه. د مس عينک له لوري سبانده ښه لوبه وکړه او پنځوسيزه يې ووهله.
سبانده ٥٩، برل ٣٨، احسان الله ٢١، محمد نبي ٧، ناصر جمال ٥، دولت ځدراڼ ٤ منډې وکړې او سکندر رضا او رحمان ګل په صفر صفر وسوځیدل.
د مس عينک اتلانو په ټاکلو شلو اورونو کې د ٦ ويکټو په تاوان ١٣٩ منډې وکړې او د بند امير ښامارانو ته يې ١٤٠ منډې هدف وټاکه، خو بند امیر ټاکل شوی هدف ته ځان و نه رسوه د ټول لوبغاړو په سوځیدو سره ټول منده ۱۳۳وکړی او لوبه د مس عينک اتلانو په ګټه پای ته ورسیده.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top