کابل بازارانو بُست ساتونکي مات کړل

کابل بازارانو بُست ساتونکي مات کړل



په افغانستان کې په نړیوال معیار برابر د غوره لیګ یا شپږیزې اتلولۍ کابل بازانو او بُست ساتونکو په سیالۍ پیل شوې.
دا مسابقه کابل بازانو په ۸ ویکټونو وګټله.
لومړی بیټنګ بست ساتونکو وکړه، دوی د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په ۲۰ اوورونو کې ۱۳۶ منډې وکړې.
بست ساتونکو د مسابقې په یو پړاو کې ډېر ښه بیټنګ کاوه او ګومان کېده چې ۱۸۰ منډو ته به یې ورسوي. دوی په اتم اوور کې ۸۰ منډې کړې وې او یوازې یو لوبغاړی (نوروز منګل) یې سوځېدلی و.
د کابل بازانو کیپتان اصغر ستانکزي په ۳۵ توپونو ۷۲ منډې او حشمت شهیدي په ۴۸ توپونو۵۵ منډې وکړې.
ستانکزی د دې مسابقې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top