هدف، زده کړه او بری/ ۱۹ برخه

هدف، زده کړه او بری/ ۱۹ برخه



د تحصیل لپاره د کتاب ګټې
 
  1. کتاب یوه تر ټولو ارزښتناکه شتمني ده. د ورځپاڼې په شان یې مه لولئ، دقت او پاملرنه ورته وکړئ.
  2. د لوستلو شمیر مهم ندی. د لوستلو ډول مهم دی، چې کتاب څومره په دقت او ژورتیا سره لولئ. (په پوهنتون کې زما ملګري کبیر په دوه ځلو تر ۹۰٪ زیاتې نمرې اخیستې، خو بل ټولګیوال مو په ۱۹ ځل لوستلو ۵۰ نمرې وړې وې).
  3. کتاب داسې لولئ لکه له یوه ګران ملګري سره، چې د زړه خواله کوئ.
  4. د خپلو پوښتنو د ځواب لپاره د ښه محیط جوړولو او ښه کتاب لوستلو لپاره په ځان کې مینه پیدا کړئ او دا کار مو عادت کړئ.
  5. د کتاب په مفاهیمو کې فکر وکړئ، کتاب یوازې ټکي په ټکي مه زده کوئ، په مفاهیمو کې یې ژور فکر وکړئ چې تاسو ته څه لري؟
  6. د هر کتاب تر لوستلو مخکې یې لومړی فهرست ولولئ،که ټول کتاب مو په زړه پورې وموند، ټول ولولئ، که نه، هغه برخې یې ولولئ، چې تاسو ته جالبې او ګټورې دي.
  7. کله، چې کتاب لولئ د موضوع طرحه یې پخپل ذهن کې جوړه کړئ.

o       ځای په ځای له ځانه وپوښتئ، چې ولې داسې وشول؟ بیا نو څه کیږي؟ وروستۍ نتیجه یې څه ده؟ ما ته پکې څه پیغام او ګټه ده؟
o       کله چې کوم مبحث لولئ، حدس ووهئ، چې وروسته باید کوم یو پیل شي؟
o       د هر مبحث تر پای ته رسیدو وروسته یو څه ارام وکړئ او فکر وکړئ، چې د دې برخې مهم ټکي کوم وو؟
o       د مطالعې پر وخت هغه مسایل چې یو له بل سره ارتباط لري، په نښه کړئ، هغه برخې، چې ارتباط نه لري هم په نښه کړئ او سبب یې ولټوئ.
o       د کتاب د لوستلو پر مهال مهم ټکی یادداښت کړئ.
  1. کوښښ وکړئ د درک او یادداښت لیکلو لپاره د معقولو او پوهېدو وړ جملو څخه کار واخلئ.

o       هغه څه چې لولئ، مهمې برخې یې په ساده ژبه یادداښت کړئ.
o       له لوستل شویو موادو خلاصه جوړه او تکرار کړئ. له شلو تر اتیا فیصدو د زده کړې نتیجې لوړوي.
  1. هر څومره، چې ممکن وي؛ ښه، پاسته، مأنوس او جامع لغتونه زده کړئ. پدې توګه بیا خپل پیغام نورو ته په ښه ډول لیږدولای شئ.
  2. لومړی د خپلې خوښې موضوعات انتخاب کړئ. د ارزښت، علاقې، آسانوالي او اهمیت له مخې هره موضوع په بیلابیل سرعت ولولئ.
  3. پر موضوع د ښه پوهیدا لپاره له جدولونو او رسمونو استفاده وکړئ.
  4. که د کومې موضوع درک درته مشکل و، بیا بیا یې ولولئ. که اړتیا وه له یوه مشر ملګري یا استاد څخه مرسته وغواړئ.
  5. د کتاب لوستلو د لارو په باب مهارت تر لاسه کړئ، تر هغه وروسته کولای شئ په یوه دقیقه کې له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰کلمې ولولئ.
  6. کوښښ وکړئ متن په چټکۍ ولولئ، پدې صورت کې مو ذهن متمرکز کیږي او یو خوا بل خوا نه ځي.

tags

ستاسې تبصرې

*


Top