د هند بهرنیو چارو وزیرې د افغان کرکټ لوبډلې ستاینه کړې

د هند بهرنیو چارو وزیرې د افغان کرکټ لوبډلې ستاینه کړې



د هند بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستاینه کړې ده.
نوموړې چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په ګډون د افغان- هند ستراتیژیک مشارکت په غونډه کې له ګډون وروسته یې خبرې کولې وویل چې د افغانستان کرکټ لوبډله د افغانانو د لوړې روحیې سمبول دی.
دا په داسې حال کې ده چې هند د افغان کرکټ لوبډلې لپاره خپل یو لوبغالی هم ځانګړی کړی دی.
وروسته له هغې چې افغان کرکټ لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا غړیتوب تر لاسه کړ د خلکو د ژبو په سرونو شوه.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top