افغانستان کې د پلټونکې خبریالۍ ستونزې

افغانستان کې د پلټونکې خبریالۍ ستونزې


په لومړیو کې غواړم، چې د پلټنې او څېړنې په توپیر خبرې وکړم ځکه دلته دا دواړه کلمې سره په یو نوم کارول کېږي، اکثره لا څېړنې ته د پلټنې کلمه کاروي او پلټنې ته بیا د څېړنې کلمه؛ په داسې حال کې چې دا دواړه کلمې سره جلا او بېلې دي. په دې معنا چې څېړنه ځانګړې سکالو ده او پلټنه بیا بېل بحث لري.

په اصل کې څېړنه د حقایقو منظم پلټل دي، چې په پایله کې یې نوي کشفیات او موندنې ترلاسه کېږي. په دې اړه نومیالي لیکوال جان بيسټ ویلي، چې څېړنه د لیکنې علمي میتود له تحلیل څخه په دقیق او سیستماتیک ډول استفاده کولو ته وایي.

 بل خوا د هند پیاوړی محقق ډاکټر ګیان چند څېړنه د یو پټ یا مبهم حقیقت د ښکاره کولو اصولي عمل بولي.۱ پلټنه د څېړنو لپاره عملي جریان دی، چې کوم څه د څېړنې لپاره ترسره کېږي هغه ته پلټنه ویلی شو. په پلټنه کې وضاحتونه کېږي اوشته حقایق سپړل کېږي مګر په څېړنه کې نشت واقیعتونه راپیدا کېږي، چې له نوې پدیدو سره مل وي.

راځو په ژورنالېزم کې د څېړنې برخې ته، چې ایا په ژورنالېزم کې څېړنه شته او که څنګه؟

دا هغه پوښتنه ده چې د ژورنالېزم پوهانو په بېلابېل ډول ځواب کړې ده. څوک په یوه عقیده او څوک په بله عقیده دي. ځینو په ژورنالېزم کې په څېړنې خبرې کړې، چې هغوی یو شمېر اثار هم پرې لیکلي؛ دې ډلې د څېړنیز ژورنالېزم له لارې شته او پېښ شوي حقایق پلټل او د یوې منظمې طرحې په پام نیوي سره یې له مختلفو لار څخه په استفادې یې واقعیتونه افشا کول.

 بله ډله هغه ژورنالېستان دي چې په پورتنۍ یادې شوې طریقې سره پېښې افشا کوي، خو هغوی څېړنیز ژورنالېزم پلټنیز ژورنالېزم بولي، وایي چې څېړنه د نویو پدیدو راپیدا کول دي.  په داسې حال کې چې د ژورنالېزم له لارې نوي څه نه شي راپیدا کېدلی، ځکه تر هغو چې د پېښو شته والی نه وي درک شوی نو تر هغو پورې ژورنالېستان پر هغو مسایلو کار نه شي کولی. په ژورنالېزم کې باید د پېښو حقیقت څرګند وي، وروسته بیا د هر اړخیزې پلټنې له لارې رسنۍ کولی شي، چې هغه د پلټنیز ژورنالېزم له ارونو څخه په استفادې افشا کړي.

دا بحث نور اوږدول نه غواړم. راځم خپلې اصلي موضوع ته، چې ايا په افغانستان کې پلټونکې خبریالي په کوم موقف کې ده او پر وړاندې یې ننګونې او ستونزې څه دي؟

په پلټونکې خبریالۍ کې راځي، چې ددې خبریالۍ اصول نسبت عادي خبریالۍ ته ډېر توپیر لري، ځکه د پلټونکې خبریالۍ کاري او عملي ارونه سخت او پېچلي دي. د هغو تطبیق پوره هنر غواړي. د پلټونکو خبریالانو لپاره د پلټنې تکتیکي پوهه ضروري ده. په کار ده، چې دا ډول خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړوند هم پوهه ترلاسه کړي؛ باید پر قوانینو او ارزښتونو له نورو زیات ځان وپوهوي.

د کار پر مهال باید یوه معلومه کړنلاره ولري او د هغې مطابق عمل هم وکړي. له سرچینو سره چلند، د معلوماتو سم ځای پر ځای کول او ګڼ نور چلندونو ته باید د پلټنې په برخه کې دقیقه پاملرنه وکړای شي.

په نړۍ کې پلټونکې خبریالي اوږده سابقه لري. د دې برخې څېړونکي د پلټونکې خبریالۍ پیل هماغه د واټرګېټ قضیه بولي، چې دوه پلټونکو خبریالانو د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر رېچارد نکسون استعفا کولو ته مجبور کړ. له هغه وروسته ددې خبریالۍ ارزښت ډېر لوړ شو؛ په نږدې وخت کې نسبي د ډېرو هېوادونو ژورنالېزم بهیرونو ته یې لاره پيدا کړه.

بالاخره په دې وروستیو کې د پلټونکې خبریالۍ تیوري افغانستان ته هم راغله، چې په لومړیو کې یې کار په نشت حساب و. وروسته ورو ـ ورو ځینو رسنیو پلټنز راپورونه برابر کړل، خو هغه راپورنه هم ډېر مسلکي نه و. موږ یې یوازې نمونه يي یادولی شو.

دا چې د پلټونکې خبریالۍ بهیر په افغانستان کې ولې قوت ونه موند؛ دا بېلابېل لاملونه لري، د هغو له جملې څخه، یو شمېر یې په لاندې ډول توضح کوو.

۱. د پلټونکې خبریالۍ پوهه:

که څه هم پلټونکې خبریالي په افغانستان کې نوې خبره نه ده، بلکې له کلونو ـ کلونو راهیسې په افغاني رسنیو کې ورڅخه استفاده شوې، خو د پلټونکې خبریالۍ په نوم نه؛ چا د تحقیقي راپورونو په نوم د مطبوعاتو لپاره کار کړی او نه چا هم پلټونکو راپورونو ته ورته په عادي ريپوټنګ کې پلټونکي راپورونه ورکړي دي. په اصل کې په افغانستان کې د پلټونکې خبریالۍ له ستونزو یوه ستونزه هغه د پلټونکې خبریالۍ پوهې نشتوالی دی، چې افغان ژورنالېستان ورڅخه بې برخې دي.

د پلټونکې خبریالۍ/ تحقیقي ژورنالېزم په اړه ځینو ادارو افغان ژورنالېستانو ته ټرېنیګونه ورکړي دي، چې هغه د پلټونکې خبریالۍ له بنسټونو څخه یې یادولی شو ، خو په ټوله کې داسې عام کار نه دی شوی، چې له مخې یې افغان ژونالېستان عملاً په پلټونکو راپورونو  بوخت شي او پېښې افشا کړي.

پلټونکې خبریالي د عادي خبریالۍ په څېر نه ده، چې هر څوک دې په کې په اسانۍ سره کار وکولی شي، بلکې په پلټونکې خبریالۍ کې کار کول د پلټونکې خبریالۍ پوهه غواړي؛ ځینې چلندونه دي، چې باید هغه زده کړل شي او وروسته بیا په عملي توګه له هغه څخه استفاده وکړای شي، ترڅو پلټونکي راپورونه برابر کړل شي.

په رسنیو کې باید یو یا څو داسې کسان په ځانګړې توګه وګومارل شي؛ چې پلټونکي راپورونه برابر کړي. د دوی لپاره باید رسنۍ (اداره) مختلف ښوونیز ورکشاپونه دایر کړي، په دې سره به پلټونکي خبریالان لا مسلکي شي او په اسانۍ سره به وکولی شي، چې په پېښو او موضوعاتو پلټونکي راپورونه چمتو کړي.

۲. د ژورنالېستانو کاري ازادي:

په افغانستان کې د بیان ازادۍ نارې وهل کېږي، مګر د بیان ازادي هغسې نه ده عملې شوې؛ لکه څنګه چې وي؛ لا اوس هم د خلکو پر وړاندې ډېرې ننګونې موجودې دي، چې له مخې یې وګړي په بشپړې ازادۍ سره خبرې نه شي کولی. سره له دې چې د وینا خپلواکي د انسان یو بنسټیز حق دی، چې باید په خپواک ډول له فشار او زور پرته خپل نظر څرګند کړلی شي.۳

بل خوا د بیان ازادۍ په نوم ځینو افرادو د خپلو غوښتنو لپاره، د بیان له ازادۍ استفاده کړې ده. دوی د بیان ازادۍ ټول اصول تر پښو لاندې کړي او هر څه یې چې غوښتي هغه یې تبلیغ کړي دي.

له دې سره د ژورنالېستانو په کاري بهیر کې د بیان ازادۍ پر وړاندې یو څو ټکي رامخته شول، چې دې ټکو د ژورنالېستانو کار له ستونزو سره مخ کړ. هغه څو ټکي دا وو، چې ژورنالېستان په ازاد مټ پرنښودل شول، ترڅو مهم ـ مهم مسایل له پلټنیزې زاویې وګوري او ريپوټ يې کړي. بل د ژورنالېستانو د کار پر وړاندې د یو لړ نورو ستونزو را مخته کېدل و، چې له مخې یې ژورنالېستانو د ژورنالېستي چارو پر مخ وړلو ته زړه ښه نه شو کړای همدارنګه بل محدود ټکی هغه دا دی، چې ژورنالېستانو ته هر ډول او ټول معلومات په لاس ور نه کول شول.

کله چې د ژورنالېستانو پر وړاندې ستونزوې راپیدا کېږي. د هغوی کاري بهیر له خنډونو سره مخ کېږي، نو څنګه به بیا ژورنالېستان پلټونکي راپورونه چمتو کړي، په داسې حال کې چې ټول پلټونکي راپورونه چل  او هنر ته اړتيا لري.

 د دې لپاره، چې ژورنالېستان پلټونکې کېسې راپیدا کړي، مسایل وسپړي او په ادارو کې دننه فساد، ظلم او زور ـ زیاتی افشا کړي نو په کار ده چې په بشپړه معنا سره، ژورنالېستانو ته د بیان ازادۍ ترڅنګ د دوی لپاره بشپړه کاري ازادي هم ورکړل شي. همدارنګه پلټونکي ژورنالېستان دې وخت نا وخته له دولتي ادارو د لیدنې امر ولري. هر وخت چې پلټونکي ژورنالېست ته د معلوماتو اړتیا وي نو باید اړوند سرچینې په وخت هغوی ته معلومات ورکړي. که ممکن وي؛ پلټونکو خبریالانو ته باید دولتي مهمو ناستو کې د برخې اخيستلو اجازه هم ورکړل شي.

دا ټولې چارې ددې لپاره ترسره کېږي، چې په اصل کې پلټونکې خبریالي د نظام جوړښت او فساد له منځه وړلو په موخه  ده. په دې خبریالۍ کې افشاوې ټولې د پرمختګ او د ظلم مخنیوي لپاره کېدونکې دي.

پلټونکی ژورنالېست باید محدود نه وي، هر څه ته چې د ده اړتیا پېښيږي باید ورته ورسیږي، خو محدودیت یې په دې کې دی، چې دی باید ډېر وخت پلټونکي راپورونه چمتو کړي، له نورو رسنیزو کارونو دې لرې ووسي.

په افغانستان کې د پلټونکې خبریالۍ پر وړاندې یو دا ننګونه( د ژورنالېست کاري ازادي) شامله ده، ځکه په افغاني رسنیو کې چې کوم ژورنالېستان په کار بوخت دي، اداره له هغوی څخه ډېر کار غواړي په داسې حال کې چې پلټونکي راپورونه په میاشتو ـ میاشتو هم وخت نیسي. تر هغو چې رسنۍ ځانګړې پلټونکي خبریالان ونه لري نو په افغانستان کې به لا پلټونکې خبریالي په همدې حال کې وي.

۳. بشپړ اطلاعاتو ته لاسرسی:

 د پلټونکې خبریالۍ نه پرمختګ بل عامل هغه په سمه معنا اطلاعاتو ته د لاسرسي حق مسئله ده. په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په ۱۳۹۳هـ ش کال کې تصویب شوی، خو د عمل په برخه کې یې لا ډېرې ستونزې موجودې دي ځکه چارواکي، مسوولین، ادارې، وګړي او داسې نور د اطلاعاتو او معلوماتو سرچینې ژورنالېستانو ته سم معلومات نه ورکوي. تل افغان ژورنالېستانو دا اندېښنه څرګنده کړې، چې اړوندې سرچینې معلومات نه ورکوي، د افغان ژورنالېستانو غږ هېڅوک نه اوري. په دې برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون هم شتون لري، خو د هغه کمېسیون کار یوازې تر کاغذه محدود دی.

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق موضوع په خبریالۍ کې ډېره مطرح ده ځکه د خبریالۍ بنسټ په اطلاعاتو او معلوماتو ولاړ دی. کوم وخت چې سم اطلاعات ور نه کړل شي نو هماغه مهال به رسنۍ په ټپه ولاړه وي. همدارنګه په ژورنالېزم کې د باور مسئله هم سمو اطلاعاتو پورې تړلې ده، مګر کله چې ژورنالېستانو ته اطلاعات او بیا سم اطلاعات نه ورکول کېږي نو خوبه خود رسنۍ درواغ نشروي.

بل خوا د پلټونکې خبریالۍ کار بیا تر عادي خبریالۍ لا نور هم ستونزمن دی. په دې خبریالۍ کې داسې اطلاعاتو ته ضرورت دی، چې هغه باید ډېر نادر وي؛ تر نورو خبریالانو بېخي پټ معلوماتو ته د پلټونکي ژورنالېست اړتیا وي. نو که چېرته د پلټونکو خبریالانو په اسانۍ سره اطلاعاتو ته لاسرسی ونه شو، نو بیا لرې نه ده چې یوه ژورنالېستکه چاره هم سمه ترسره کېدونکې نه ده.

په افغانستان کې د پلټونکو خبریالانو پر وړاندې ستونزه همدا ده چې سرچینې سم معلومات نه ورکوي. کله چې پلټونکي خبریالان له سرچینو سم معلومات ونه لري څنګه به وکولی شي چې پېښې او مسایل له پلټنیزې زاویې پوښښ کړي او څنګه به فساد افشا شي!؟

۴. د پلټونکو خبریالانو ملاتړ:

 د پلټونکو ژورنالېستانو پر وړاندې بل چلینج هغه د دوی نه ملاتړ دی. د پلټونکو خبریالانو کار ډېر سخت دی، ښايي هر څوک یې پر وړاندې ستونزې جوړې کړي او افغانستان غوندې یوه ټولنه کې خو بیا بېخې زیاتې ستونزې د پلټونکو خبریالانو پر وړاندې موجودې وي نو که چېرې د یادو ژورنالېستانو ملاتړ  ونه شي نو ممکن پلټونکي له خپل کاره لاس په سر شي او شاید دوی له ځاني تاوان سره هم مخامخ شي، نو ځکه به هېڅ پلټونکی ژورنالېست دې ته وادار نه شي، چې پېښې وپلټي.

په اصل کې د ژورنالېستانو مدافعین باید هر څوک ووسې ځکه ژورنالېزم سپېڅلی مسلک دی او ژورنالېستان بیا ناپېیلي( بې طرفه) خلک دي نو ولې د دوی پر وړاندې ستونزې جوړې شي؛ په داسې حال کې چې دوی د ولس او ټولنې لپاره د خیر کار کوي. په جنګ کې ښکېلې غاړې سولې ته رهبري کوي او د حق و نا حق ترمنځ د تمیز کولو لپاره، تل مبارزه کوونکي دي.

د پلټونکو ژورنالېستانو لپاره اړينه ده چې په یو نه یو ډول د دوی دفاع وشي، ترڅو دوی په ټولنه کې په ازادانه ډول کار وکړي او مسایل را وسپړي. پلټونکي خبریالان باید هڅه وکړي، چې د خپل ځان او مسلک مدافعین پیدا کړي او خلک په دې قانع کړي چې د دوی کار اصلاحي دی؛ کومه ځاني موخه نه لري.

په حکومت کې دننه چارواکي او مسوولین، ملي شورا او غړي یې، مدني او عامه ټولنې او د ټولنې نور با نفوذه خلک باید د پلټونکو خبریالانو سره په کار کې همغږي ووسي. تل د دوی دفاع وکړي، ظالم او زورواکو ته یې یوازې پرېنږدې، بلکې ولس او دوی باید ورسره اوږه په اوږه مرسته ولري. بل خوا دا به د پلټونکو خبریالانو هڅه وي، چې څنګه حکومت او ولس قانع کولی شي، ترڅو  د دوی د کار دفاع وکړي.

۵. د زور واکو حاکمیت:

 په افغانستان کې که خبریالان وپوښتل شي نو نږدې ټول به ووایي چې زورواکو د دوی مخه ډپ کړې او دا خبره د نورو کړنو په ترسره کولو کې هم یادیږي؛ ځکه هم په افغانستان کې ټولې چارې د دوی تر اغېز لاندې سمې نه ترسره کېږي.

د هېواد په ټولو چارو کې په یو نه یو ډول سره زورواکي لاس لري او دوی د خپلو ګټو او ارزښتونو لپاره حتی ملي او عامه مسایل هم په خپلو ګټو څرخولي دی. کله چې پلټونکي خبریالان د دوی دا فساد او نا غېړي افشا کول وغواړي نو دوی بیا د خبریالانو پر وړاندې ستونزې جوړوي. ګواښي یې او په یو نه یو ډول یې تحقیروي. همدا وجه ده چې دلته د پلټونکې خبریالۍ اساسات په سمه معنا نه دي عملي شوي. تر هغو چې په یو ټولنه کې زورواکي ختمه نه شي، پر ځای یې قانون عملي نه شي نو تر هغه به هېڅ د پلټونکې خبریالۍ کړنې پلې نه شي.

دا ښکاره خبره ده چې په افغانستان کې زورواکي هر وخت په فساد کې ښکېل ثابت شوي دي خو په دې اړه په پراخه کچه مبارزه کول په کار دي؛ حکومت باید د زورواکو مخه ونیسي او باید تر جدي څارنې لاندې یې ونیسي؛ که فرضاً څوک مفسد پېژندل کېږي نو باید ژر تر ژره محاکمه شي، نو هله به بیا د پلټونکې خبریالۍ اصول تطبیقونکي وي؛ ځکه اوس د پلټونکې خبریالۍ پر وړاندې یوه لویه ستونزه هغه هم په چارو کې د زوراکو تسلط او حاکمیت دی.

۶. پوره امکانات:

پوره امکانات په افغانستان کې د پلټونکې خبریالۍ پر وړاندې د ستونزو بل اړخ دی، کوم چې ډېر مهم دی. په اوسنیو فعاله رسنیو کې  چې کوم خبریالان کار کوي؛ له دې  خبریالانو څخه کار غوښتل کېږي. د ورځې به راپورونه برابروي، ځان به سم ستړی کوي خو دا خبریالان هېڅ وخت د دې لپاره چې دوی پر یوې موضوع ډېر وخت واړوي؛ په دې ډول دوی ته اجازه نه ورکول کېږي. رسنۍ د خبریالانو د امکاناتو مطابق کار غواړي، خبریالان چې هر څنګه دي د ور کړلو شویو امکاناتو په نظر کې نیولو سره کار کوي.

په افغانستان کې د خبریالانو لپاره، بشپړ امکانات په پام کې نه دي نیول  شوي، چې دوی دې ګواکې په پلټونکو راپورونو پسې ووځي،  پېښې دې وپلټي، په بېلابېلو برخو کې له ادارو، ځایونو او سرچینو سره وګوري؛ دا هر څه سمو او ډېرو امکاناتو ته اړتیا لري.

 خبریال وخت نا وخته د پلټونکو پېښو د سپړلو لپاره، له ترانسپورټ نه نیولې ان تر ډېرې مودې پورې چې باید ورته ویې لري؛ حتی په معتبرو رسنیو کې یو پلټونکی راپور په میاشتو ـ میاشتو وخت هم اخلي.

افغان خبریالان شکایت لري، چې دوی ته رسنۍ/ ادارې یې دومره امکانات په نظر کې نه لري، چې دوی دې په پېښو پسې پلټنې وکړي او ټول اړخونه دې را وسپړي، ترڅو سم حقایق معلوم کړي او ستونزه  له منځه یوسي.

 رسنۍ پوره امکاناتو ته اړمنې دي نو په کار ده  چې رسنیزې ادارې د پلټونکو راپورونو ترتیبولو او چمتو کولو لپاره، ځانګړي امکانات ولري؛ هغه خبریالانو ته په واک کې  ورکړي، ترڅو په ښه ډول ترې استفاده وکړي.

۷. اسانتیاوې:

 په افغانستان کې د پلټونکو خبریالانو لپاره بل مهم ټکی هغه د اسانتیاوو رامنځته کول دي. هره رسنیزه اداره باید پلټونکي خبریالان ولري او د هغوی لپاره  له امکاناتو سربېره اسانتیاوې هم رامنځته کړي، ترڅو پلټونکي په اسانه سره وکولی شي چې پېښې له پلټنیزې زاویې پوښښ کړي او هېڅ په کار کې له ستونزو سره مخ نه شي.

د پلټونکو خبریالانو لپاره اسانتیاوې دا دي چې په هغې سره د دوی کار په اسانه ترسره شي. له وسایلو نيولې ان د دوى ژوند ساتنې پورې، چې باید بیمه کړل شوي وي او په یو نه یو ډول یې دفاعي ضمانت هم ترلاسه کړی وي.

ښکاره خبره ده چې په اوس وخت کې د ژورنالېزم دا بهیر ډېر ستونزمن دی او له پراخو اسانتیاوو هم بې برخې دی؛ په دې اړه په افغاني رسنیو کې ډېر کم کار شوی، که یې نسبي کارونه زیات ترسره شوي هم وي خو هغه به د ځینو نورو ادارو په مرستې شوي وي او ښايي یو شمېر داسې راپورونه به خبریالانو ورکړي هم وي.

۸. د ادارې بې طرفي:

 د پلټونکو راپورونو ترتیبولو لپاره  مهمه سپارښتنه د ادارې بې طرفي ده، چې بدبختانه په افغانستان کې دا مسئله نږدې ټولو رسنیو ته متوجه ده. په دې معنا چې ښايي په افغانستان کې به ډېرې کمې رسنۍ وي، چې دغه خاصیت ولري.

په افغانستان کې د پلټونکې خبریالۍ پر وړاندې بله مهه ستونزه دا هم ده  چې ټول باورونه یې له منځه وړي دي. که یو څوک پلټونکی راپور ترتیبول غواړي، نو پر دوی ددې لپاره  باور نه کېږي چې د دوی اداره د بې طرفۍ ارزښت له لاسه ورکړی دی. تر هغو پورې چې په افغانستان کې په واقعي ډول رسنۍ او ژورنالېستان دغه خاصیت ته ځانګړې پاملرنه ونه لري نو هېڅ به باور لاسته را نه وړي؛ ځکه بي په ژورنالېزم کې له نړیوال لسګونو معیارونو څخه یو دی. هر چېرته  چې د رسنیزو چارو یادونه کېږي نو هلته به مراد ترې په یو نه يو ډول د بې طرفۍ موضوع هم مطرح کېږي.

۹. پلټونکى خبریال او د خبریالۍ حیثیت:

 په دې اړه بله مهه مسئله د حیثیت ده چې خبریالان باید ورته پاملرنه وکړي، ترڅو د خپل حیثیت له امله په ټولنه کې سم مطرح ووسي.

په افغانستان کې که وښيو چې نسبي ډېر خبریالان خپل حیثیت نه پېژني؛ دوی تل په ټولنه کې خپلو  هغو کړنو او چلند ته پام نه دی  چې په ورځني ژوند کې ورسره مخامخ دي. همدا لامل دی  چې دلته ژورنالېستان د خلکو ترمنځ هېڅ ګرانښت نه شي حاصلولی.

کله چې څوک ځان او خپل کار ته په درنه سترګه ونه ګوري، نو ښکاره ده چې نور څوک به ور ته څنګه وګوري!؟ دلته همدا خبره  صدق کوي. رسنۍ خپلې چارې سمې نه ترسره کوي او خبریالان هم بیا یوازې تر شهرته پورې کار کوي، ترڅو په سمه کې په یو فعال خبریال یاد شي.

په کار کې د دې لپاره چې حیثیت پېژندل شوی وي، نو اړينه ده چې هر کارکونکی خپل کار ته د کار په سترګه وګوري؛ په پوره حوصله او امانت کارۍ سره یې ترسره کړي؛ له خدای (ج)، رسول (ص)، وطن او ولس سره قوي ژمنه باید ولري.

۱۰. له پلټونکې خبریالۍ څخه هدف باید د فساد افشا او اصلاح رامنځته کول وي:

  پورته مو يادونه وکړه چې له پلټونکې خبریالۍ څخه موخه باید د فساد افشا کېدل وي. که چېرې د پلټونکې خبریالۍ کار پر مهال پلټونکي کوم بل څه تر فکر تېر کړي نو بیا نه شي کولی چې په بریالیتوب سره خپله پلټنه ترسره کړي.

په افغانستان کې خبره برعکس ده. تر اوسه  چې دلته چا پلټنې کړې دي؛ هغوی خامخا له یو لوري او بل لوري ملاتړ لري او د پلټنې له ترسره کولو یې موخه دا نه وي  چې له فساده دې پرده پورته کړل شي او خلکو ته دې وښودل شي. دلته افشاوې داسې شوي چې یا یې د شخصت توهین ول موخه وي او یا خپلې ګټې.

تر دې ځایه مو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د پلټونکې خبریالۍ د یو شمېر ستونزو پر وضاحت خبرې وکړې. کېدای شي، چې دا به ډېرې عامې ستونزې وي؛ په دې په برخه کې افغان خبریالان له ډېرو نورو ستونزو سره مخامخ دي، کوم چې د ژورنالېزم بهیر یې له پراخو خنډونو سره مخ کړی دی.

د مقالې په وروستیو کې مې په افغانستان کې د پلټونکې خبریالۍ پر وړاندې د پرتو ستونزو په اړه له ګڼو برحاله او فعاله خبریالانو او په دې برخې کې چې چا عملاً کار کړی، له هغوی څخه پوښتنه کړې ده. دلته د هغوی نظرونه د موضوع لا ښې سپړنې لپاره، کټ مت را انتقالوم.

۱. احساس عابد/ شمشاد تلوېزیون:

 د څېړنیزې خبریالۍ د کار پر وړاندې په افغانستان کې ګڼې ستونزې دي، په لومړیو کې معلوماتو ته لاسرسی، چې تر ټولو ستره ستونزه ده، کوم چې افغان چارواکي دې ته ژمن نه دي. دولتي چارواکي په اسانه خبریالانو ته معلومات نه ورکوي او تر ډېره بریده له رسنیو او خبریالانو يې پټوي؛ ځکه د دوی په چاروکو کې ډېرې نمګړتیاوې، غلاوې، فساد او نور داسې شیان وي چې له امله یې نه غواړي معلومات ورکړي.

 بله مسئله مافیا: یو شمېر کسان چې ګټې وټې یې د خبریالانو په کار له ګواښ سره مخ کېږي د خبریالانو د کار مخه نیسي، ګواښي یې، وهي یې او همدارنګه یو شمېر خبریالانو په کې ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

نا امني: نا امني او د نامسووله وسله والو موجودیت بیا د خبریالانو بله ستونزه ده، چې له امله یې نه شي کولی چې په یو شمېر سیمو کې د خپلو خبرونو د بشپړولو لپاره کار وکړي او مواد ترلاسه کړي؛ ځکه ژوند یې له ګواښ سرره مخ کېږي. په یو شمېر سیمو کې بیا فرهنګي او کلتوري مسایل دي همدارنګه زموږ د رسنیو اخلاقي کودونه او قانون هم تر اوسه نه دى بشپړ شوی، چې له دې امله هم خبریالان له ګواښ سره مخ کېږي.

بېلابېلې ډلې، ګروپونه او د ګټو جګړې: دا بل هغه څه دي چې له امله یې د څېړنیزو رپوټونو خبریالان له ستونزو سره مخ کړي او نه شي کولی چې انډول برابر کړي. که چېرته په یوه موضوع کار کوي یوه ډله له بلې او یو شخص له بل شخص سره رقابتونه لري، چې له دې امله هم خبریالان په ستونزو کې اخته کېږي. یو بله مهمه ستونزه؛ یو شمېر خبریالان هم بیا د تحقیقي مسایلو پر مهال انډول په پام کې نه نیسي او ځینې یې داسې ريپوټونه جوړ کړي چې حساسیتونه وپاروي او بیا د نورو خبریالانو لپاره هم ستونزې جوړوي.

۲. ذبیع الله غازي/ امریکا غږ اشنا راډيو تلوېزیون:

 لومړنۍ ستونزه دا ده چې د افغانستان په مفسدو ادارو کې دغو اسنادو ته لاسرسی ګران او  نه کېږي چې خبریال پرې پلټنه او څېړنه غواړي. تاسې پوهیږئ چې څېړنیزه خبریالۍ کې اسنادو ته اړتيا ده چې باید مستند شي نو دا یوه لویه ننګونه ده چې پر وړاندې یې راولاړه شوې ده. بله مسئله دا ده چې امنیتي حالات دومره پیچلي دي چې د موضوع سپړل، ممکن د خبریال په مرګ تمامه شي او همداشان د مافیایي کړیو پراخ نفوذ چې ان د خبریالانو په منځ کې یې هم لري نو دا لویې ستونزې دي او بل خوا مسلکي خبریالان هم کم دي چې دغه شان څېړنې په ټاکلو روشونو او لارو وکړي. [ د مسلکیتوب خبره یې ډېره موثره وه.]

۳. احسان خان ځاځی/کابل نیوز تلوېزیون:

دلته عملاً په افغانستان کې پلټونکې خبریالي اصلاً په نشت حساب ده؛ ځکه ددغه ډول خبریالۍ پر وړاندې هر اړخیزه توانایي وجود نه لري. په دې معنا؛ اړوندې رسنیزې ادارې لرې پرتو سیمو ته د تګ پر مهال د خپل کارکونکي ژوند نه شي تضمینولی، حکومت مناسب فرصت ددې لپاره نه شي رامنځته کولی او لویه خبره یې لا دا چې سرچینې د وېرې له امله د معلوماتو له ورکړې عاجزې دي.

۴. جاوېد همیم کاکړ/ پژواک:

په افغانستان کې ژورنالېستان او خبریالان په هره برخه کې له ستونزو سره مخ دي، په ځانګړې توګه معلوماتو ته د لاسرسي او معلوماتو د ترلاسه کولو په برخه کې. دوی نه یوازې د عادي او ورځنيو خبرونو په اړه  په اسانه توګه معلومات نه شي ترلاسه کولی، بلکې د تحقیقي ژورنالېزم په برخو کې بیا له ډېرو جدي ستونزو سره مخامخ وي. تحقیقي ژورنالېزم ډېری مهال پر مهمو ملي، امنیتي، سیاسي، اقتصادي او نورو مسایلو لیکل کېږي، که چېرې په ولایت کې د فساد د یوې لویې قضیې په اړه تحقیقي راپور لیکل کېږي، نو اړوند خبریال د لوړ پوړو چارواکو، د مافیا له غړو او نورو اړوندو کسانو چې دې راپور سره تړاو لري، ګواښل کېږي او هڅه کېږي، چې د خبریال پر وړواندې ګواښونه، خنډونه او ستونزې جوړې شي. همدا اوس موږ پر څو تحقیقي راپورونو کار کوو، خو زموږ رییس او مسوول مدیر ته د ځينو مسوولینو او چارواکو له خوا زنګونه وهل کېږي، چې له دې راپور څخه تېر شئ، دا مه خپروئ. څه موده مخکې موږ د هوایي شرکتونو د ناسمو خدمتونو په اړه تحقیقي راپور درلود، چې د اریانا شرکت د ځينو مسوولینو له خوا د پژواک خبریال نه یوازې وګواښل شو، بلکې د پيسو د غوښتنې بې ځایه تور هم پرې پورې شو، خو ثبوت یې نه درلود. دغه راز څه موده مخکې چې کله پژواک د بلخ په هوایي ډکر کې د جنرال دوستم الوتکې ته د کېناستو د اجازې نه ورکولو په اړه خبر خپور کړ ، نو د بېلابېلو کړیو له خوا وګواښل شو. نو په ټولیزه توګه  د تحقیقي ژورنالېزم برخه کې خبریالان او رسنۍ له سترو ستونزو سره مخ دي، چارواکي، مسوولین او نور خلک په دې برخه کې همکاري نه کوي او د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي. سره له دې چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون د ولسمشر له خوا توشیح او عملي بڼه یې خپله کړې ده، د دې قانون په دویمه ماده کې راغلي: "له دولتي ادارو څخه اطلاعاتو ته د هېواد د اتباعو د لاسرسي حق تامینول."

۵. عصمت الله مرادي/ سلام وطندار راډيو:

۱ـ د پلټونکې خبریالۍ پر وړاندې لومړۍ ستره ستونزه دا ده چې مسلکي وړتیا او مسلکي روزنه نشته او نه هم خلک تر ډېره په دې کار پوهیږي. ۲ـ د موضوع ګانو پیدا کول، هغه په دې معنا چې کومه موضوع باندې څېړنیز ريپوټ باید جوړ شي. ۳ـ فساد او په فساد ککړ چارواکي ددې کار مخه نیسي. ۴ـ د قانون نه پلي کول. ۵ ـ رسنۍ او چارواکي د څېړنیزې یا پلټونکې خبریالۍ له کارونو سره بشپړ بلدتیا نه لري. ۶ـ چارواکي هېڅکله هم پلټونکي خبریال ته د فساد اسناد نه ورکوي؛ ځکه دوی فکر کوي چې په دې سره د دولت راز افشا کېږي. که چېرې کوم دولتي لوړ پوړی چارواکی په فساد کې ښکېل نه وي او په اړونده اداره کې د فساد اسناد خبریال ته ورکړي نو کولی شي چې ښه حکومتولي وکړي او له دغې لارې په ادارو کې د فساد مخنیوی کولی شي.

۶. پوهنیار حضرت بهار/  د ژورنالېزم استاد:

 کلتور ممکن لومړی ستونزه وي. په دې معنا چې که زه د یوې ادارې مشر یم او په دې اداره کې فساد کېږي، زه داسې انګیرم چې په دې باید نور هېڅوک خبر نه شي؛ ځکه په دې سره تر ټولو لومړی زه بدنامېږم، دغه ډول دود  اوس زموږ د اداري او سیاسي کلتور برخه ګرځېدلی دی او هغه کسان چې د څېړنیز ژورنالېزم له لارې دا ډول مسایل راسپړي اول یې زه مخالفت کوم او په مختلفو بڼو یې د کار مخه نیسم  او یا ډب کوم. همدغه ستونزه زموږ له  نظام سره هم اړخ لګوي؛ زورواکي فکر کوي چې د دوی ناوړه کړنې باید همداسې پټې پاتې شي. د ډاډمن امنیت کمښت یا په بله وینا ژورنالېست د خپل کار له پایلو وېریږي؛ ممکن دولت، د دولت مخالفین یا نړیوال ځواکونه د څېړنې په پایلو کې افشا شي او ژورنالېست ته ستونزې جوړې کړي. معلوماتو ته د لاسرسي له قانون څخه ناخبري یا محدود پوهای ممکن بله ستونزه وي، چې د ژورنالېستانو د کار مخه یې ډب او ستونزمنه کړې وي. په ټوله کې څېړنیز ژورنالېزم زموږ په سیمه کې نسبي نوې ايډيا ده، مسلکي کسان کم دي او هغوی چې کار کوي، ممکن د دې مسلک له ټولو ارونو سره بلد نه وي او دا ډول وضعیت د مسلک تقدس او ارزښت زیانمولی شي.

۷. خپلواک ساپی/ طلوع نیوز:

دا خورا پېچلی بحث دی. په اړه یې نظرونه هم وېشلي دي. ډېر ځله سیاسي رنګ هم ورکول کیږي. ددې د سر خبره د حکومت کمزورې ژمنتیا یادیږي، خو زما په نظر زموږ په خپل کار کې هم ګڼې ستونزي شته. له دې اړخه تر ټولو غټه ستونزه د تحقیقي ژورنالېزم په برخه کې له معیاري او مسلکي اصولو سره نا اشنایي ده. یعنې دا د ژورنالېزم تر ټولو پېچلې برخه ده. په دې که ته په ورکه پسې ګرځې او هدف دې باید له چا نه غچ اخیستل او د چا بدنامول نه وي، بلکې هڅه دې باید د عامه ګټو خوندیتوب وي؛ ولو که دا هر څه وي، فساد، د قانون ماتول، اخلاقي کمزورتیا او ... ددې لپاره د نړۍ معتبره رسنۍ ځانګړي اخلاقي کودونه لري، هغه څه چې موږ یې په افغانستان کې نه لرو.

دلته ډېر ځله انګېزې بدلې وي، د عدالت او انصاف پر ځای په کې قومي، سیاسي او سیمه یزو تړاوونو ته ډېر پام کیږي چې پایله یې د ولسي ګټو د خوندیتوب پر ځای په خپله د ژورنالېست او رسنۍ بدنامي راوزي. یوه بله ستونزه رسنیو ته د فساد لاره ده، که چا پیسې راکړې، نو ټولې ناروا ته یې د خدمت رنګ ورکوو او که داسې نه و؛ که لاس مو بر شو، پرتوګ هم ترې وباسو.

په تحقیقي ژورنالېزم کې د ژونالېست لپاره مهمه دا ده، چې د قلم د پورته کولو په وخت کې بایدله چا سره دوستي یا دښمني څنګ ته کړي او اصلي هدف ته پام وکړي. په تحقیق کې خپل احساسات ګډ نه کړي، له ځان نه قاضي هم جوړ نه کړي، داسې چې یوه ته برات ورکړي او بل محکوم کړي. فقط هره خبره یې باید پر شواهدو او ثبوت ولاړه وي. په دې ژورنالیزم کې داسې عبارتونو ته لکه: ویل کیږي، شک کیږي، ادعا کیږي او ... ځای نشته. بس اسناد او ثبوتونه به راټولوې او خبره به کوې. ښه مسلکي اړخ یې په خپله ډېر اوږد بحث دی، ما د بېلګې لپاره ځينو ټکو ته اشاره وکړه. د اطلاعاتو د منبع له اړخه هم خروار ستونزې شته، مثلاً اطلاعاتو ته لاس رسی، پر رسنیو د سرچینو کمزوری باور، د اطلاعاتو له شریکولو وېره او ترهه، د تحقیقي زورنالیزم ګټې او اغېزه د خلکو کمزورې خبرتیا، د ولس په منځ کې په خپله د ولس د ګټو خوندیتوب ته کمزورې ژمنتیا او ګڼې نورې خبرې. ښه نو دا خورا اوږد بحث دی، په خپله ژور او مسلکي تحقیق ته اړتیا لري. بله خبره دا چې په دې برخه کې زموږ عملي تجربې هم کمې دي. موږ ډېر ځله د بیان د ازادۍ په سرخط داسې کارونه کوو، چې اکثره د خندا وړ وي. د خپل رپوټ او د رپوټ د پایلو او اغېز په اړه مسوولیت نه احساسوو، بس چې هر څه په خوله راشي وایو یې.

۸. پوهیالی احمدزی الهام/ د پلټونکې خبریالۍ استاد:

په افغانستان کې د پلټونکې خبريالۍ/ خبريالانو پر وړاندې ستونزې؛

پلټونکې خبريالي په هغو ټولنو کې ممکنه ده، چې د قانون پلي کېدو کچه، لږ تر لږه له پنځوس سلنه زياته وي. د ټولنيز جوړښت له مخې درې ډوله ټولنې دي، چې پرمختيايي، مخ پر وده او وروسته پاتې ټولنې بلل کېږي. موږ که څه هم په وروستۍ څه باندې يوه نيمه لسيزه کې له مخ پر وده ټولنو سره د ځان برابرونې/ سيالۍ ډېرې هڅې وکړې، خو له بده مرغه، چې ملي ګټو ته د ژمنتيا پر ځای شخصي ګټو ته ژمنتيا هر څه له خاورو سره خاورې کړل. دا چې زموږ په ټولنه کې د زوراکي او غريب د قانون تطبيق يو ډول نه دی؛ زورواکی او غريب له ورته حقوقو برخمن نه دي؛ ټولنيز عدالت ته د اکثريت وګړو وجداني ژمنتيا نه تر سترګو کېږي، نو په دې ډول ټولنه کې پلټونکې خبريالي سراسر له ستونزو ډکه وي؛ ځکه پلټونکې خبريالي تل د خلکو له ناوړه کړنو، ناغېړيو، ظلمونو، تېريو او... ناروا کړنو پرده پورته؛ دا ډول ناروا کړنې تر ډېره د غريب/ کمزوري له وسه پورته خبره ده؛ نو زورواکي که ورته کړنې کوي؛ هغوی تر ډېره د قانون له منګولو خلاص دي؛ هره ناقانونه کړنه  چې کوي خلاصې تڼۍ ګرځي او څوک يې د عدالت مېز ته نه شي را کاږلی، نو په دې ډول شرايطو کې د پلټونکو خبريالانو ژوند په لوړه کچه له ستونزو، ګواښونو او ننګونو ډک وي، هغوی په خلاص مټ هره موضوع نه شي پلټلی، که پلټي يې ښايي له اور او سکروټو سره لوبې وکړي؛ ځکه دا په دې ټولنه کې که ته د چا ګټې له خطر سره مخ کوې، هغوی ستا ژوند له خطر سره مخ کوي او دلته د انسان ژوند ډېری زورواکو ته هېڅ ارزښت نه لري.

په دې ټولنه کې که د پلټونکې خبريالۍ تر چتر لاندې پلټونکي رپوټونه جوړېږي هم، تر ډېره يې يا موضوعات دومره جدي نه وي، چې د پلټونکي خبريال ژوند وګواښي او يا په معلوماتو راټولنه او پلټنه کې د کليدي نقطو له پلټنې تېرېږي، څو له ګڼو ګواښونو خوندي وي.۵

ماخذونه

۱. هاشمي، پوهنیار اصغر. ۱۳۹۴ل. د څېړنې بنسټونه. جلال آباد: یار خپرندویه ټولنه

۲. ادیب، همایون. ۱۳۸۷ل. پلټونکې خبریالي. امیرجان وحید احمدزی (ژباړن) پېښور: دانش خپرندویه ټولنه

۳. امله وال، شېرعلم. ۱۳۹۴ل. د رسنیو حقوق. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه

۴. الهام، پوهیالی احمدضیا. ۱۳۹۶ل. پلټونکې خبریالي. ګردیز: علمي خپرندویه ټولنه

۵. د استادانو او رسنیو د خبریالانو نظرونه

tags

ستاسې تبصرې

*


Top