لیونۍ بوډۍ

لیونۍ بوډۍ




لنډه کیسه

 لیکوال : محمدولي ارغوان
د آسمان تنډه تورو وریځو تروشه څرګندوله، غرونو خپل هسک سرونه د اسمان په سینه کې ایښې و.
طبیعت د خواږه باران زیری په ځان کې لره ، میږو بې غمه څړ کوو.
ده خپلې سترګې نیغې آسمان ته پورته کړې، د وریځو له یخه شماله یې کرکه وشوه ، لوند بوی یې احساس کړ، احساس ورته په زړه پورې نه و، ده هر څه ټکي په ټکي ولوستل ، خو په معنا یې پوه نشو  د خپلو میږو په راغونډلو بوخت شو ، ښه شیبه یې د واښو په بهانه خپلې میږې په ځان را پنډې کړې او د خوړ له پورې خوا څخه یې بلې خواته یې  خپلې میږې د زاړه څپر پر لور روانې کړې
د میږو زړونو د خپلو غوجولو اړخ ته میلان نه کوو، د دوي په سترګو کې ویره او ورکه ښکاریده  د  میږو  غاړو کې  اچول شویو ګونګریو هغسې  له شوره نه کړنګیدل چې ټوله ورشو به یې په سر اخېستې وه ، دې ګونګریو  د یو پټ څه معنا لرله چې دی پری نه پوهیده  د چینې له یخو اوبو هم  بې پروا تېرې شوې، نمجنې سیلۍ به یې د ګریوانه ریختاړې لټ په لټ واړولې  او په  خاورو کړکه سینه به یې ولګیدې، کوچنی تبر یې د څړیو پر شنو ښاخونو پوښلی و، او شاته یې اچولی و، تر څو د شپې پر مهال پرې خپله ګرانه رمه تېر باسي. او سهار یې بیا  غره ته د څرولو لپاره بوځي.
د غره په ډډه کې له ډېر مزل وروسته ستومانه شو ، او د ښاخونو ډک تبر یې پاس په غټه تېږه ورته کېښوده. خپل ګریوان ته یې وکتل ، موسک شو. له ځانه سره یې څه وویل ، بیا یې له ښاخو ډک تبر ور پورته کړ. او په  رمه پسې یې ځان ورسوه
خپل زاړه څپر ته یې د تلو پر مهال پینځه ځله دمه وکړه
په مور یې له قهره ځمکه تاویده ، ته لیوانو ته جوړ شې! زما خو نه  منې، الله دې دا میږې ستا په شومه پسې حلالې کړي!!
له زاړه څپر نه د باندې راووته ، د میږې په غاړه کې یې  د ګونګړي نرم او پوست غږ واوریده ، لږه ځېره شوه.
بیا یې ښیرو ته زور ورکړ: الله دې له ګړنګه خطا کړه. خدای دې په پښو شال کړه ، الله د تری تم کړه چې شی تری تم  !!
شیبه وروسته له رمې سره یو ځای زاړه څپر ته راوسیدل. میږې یې خپلې غوجلې ته په شمار را نیوې او غوجلې ته یې اچولې.
مور یې خاموشه وه ، خو د آسمان غوندې تروشه ټنډه یې نیولې وه، زوی ته  یې وروکتل بېرته یې سترګې ښکته واچولې او په ویریدلي انداز یې مور ته وویل ، مورې ، وه مورې!
مورې په قهرجنه ټڼده  ور وکتل او خاموشه پاتې شوه ، زوی یې  پوه نشو
بیا یې ورته وویل مورې ، اې تاته وایم ، د پلانکي  لورې ، مور یې له قهره وخندل او  په لاس کې یې  پرتکه  شنه لښته ښه ګرم کړ.
زوی یې سوې چیغه وکړه ، وه ادې وه ادې!
ـ مور یې وویل ادې درباندې بورې کړې!! ، خدای ته ماته راکولی ، چې  نه وای څه کور به مې ړنګ و!!؟
زوی  یې  بهر ته په منډه ووتو. په تېښته او په سلګو یې وویل قسم که  درسره شپه هم تېره کړم
خدای دې د پلانۍ په لار ور وله، ما درباندې څه کړي و؟ کور کې غوسه شي او بیا ما نه پریږدې.
بوټونه یې مور ته ور پاتې شول ، په  ځیږو تېږو  په بې غمۍ په ځیږو او خیرنو  پښو روان و.
ده ته بوټونه او پرته له بوټو تګ بې تفاوته و. د څپر له کنډو نه په اښتو و، چې مور یې ورپسې غږ وکړ
چېرې ځې؟ نا وخت دی ، تاته وایم
ده هېڅ غږ نه کوو او په خپله مخه روان و. اسمان یو غټ تندر واچوو
سخت وویریده بېرته یې کور ته زړه ښه کړ  خو غیرت ونیو ، له ځانه سره یې غلي وویل
والله چې دا تندر زما په سر هم ولویږي که زه به کور ته ورغلی وم، ما خو څه بده خبره دې ته نه وه کړي ، ولې یې په شنه لښته  ووهلم. نه یې زما ستړیا ته وکتل ، او نه زما د څړیو تبر ته
اخر لږ خو به یې جار قربان راته ویلی وای. دومره خو به یې ویلی وای چې زامنه ستومانه به وې راشه دمه وکړه . ګیله ورته ودریده او په سلګو یې پیل وکړ
په بنده بنده ژبه یې په سلګو کې ویل . دربه شم !؟ څه ښکلی به در روان وم . واله چې مړه هم شي که زه به ستا مخ کتلو ته درغلی وم.
د سترګو په کونجو کې سوکان تاو کړل ، او وړاندې یې وکتل ، مور یې په ده پسې روانه وه .
بیا یې مزل پیل کړ او د خوړ طرف ته په منډو شو.
مور یې ورپسې نارې کړې، خوړ  ته مه ځه د ټوپکو ډزې وشوې سیلاب را روان دی.
ده یې پرخبرو غوږ  ونه ګرواه .
په سم خوړکې یې ښکته  واچول ، د مور په ډېر ټینګار  او پر ډېرو نارو یې اراده ماته نه شوه
مور یې د خوړ برې خواته وکتل. یو لیوانی سیلاب چې د خوړ ټولې خواوې یې په ځان  پسې کشولې    په ده پسې په تېزه منډه روان و.
مور یې چیغې کړې! زویه زویه !
زوی   یې  د توی څخه په کوزه څنډه کې ځان بچ کوو. چې یوې مستې څپې یې پښې ووهلې او سینې ته یې کړ
مورکۍ یې یوازې د شلیدلي ګریوان شنه ټوټه ولیده چې په خړ توی کې ترې غیبه شوه.
مور یې چیغې کولې خو چیغې یې له خولې نه وتې


ناڅاپه بیداره شوه . ویره یې په وجود خوره شوه . خوله یې سره ورغلی وه . پښو یې حرکت پریښې و
کلمه یې په خوله راغله : لا اله الا الله محمدرسوالله
پاڅیده د خپل نازولی زوی لاس یې د خپلې غاړې څخه ایست کړ. شیبه یې خپل زوی ته وکتل او بیا یې  په تندي ښکل کړ.مور ته یې له ویرې خوب نه ورته . پاڅیده څراغ یې ولګاوه . مور یې د خوب په تعبیر پسې ټوله  شپه راڼه کړه. خو ښه تعبیر ورته په لاس ور ورنغی.
سهار یې زوی له نورو ورځو ښایسته ښکاریده .معصومه خندا ، خواږې خبرې او  د نورو ورځو په پرتله څه په بېل انداز یې سلوک او کردار اوښتي ؤ.
د ښوونځي کتابونه او بکسه یې را وخېستل له مورې یې  لس روپۍ واخېستې او ښوونځي ته روان شو.
مور یې پریشانه او د لګیره مټې ته تکیه وهلې وه ، ساعت ته یې وکتل د  ښوونځي د رخصتیدو وخت ؤ
نا څاپه درز شو. مور یې له سوچو را بهر شوه، نه ګوري چې د ښوونځي طرف ته توره تیاره او تور غبار پورته شو.
مور یې لاسونه سر ته کړل، او چیغې یې کړې
وۍ لکه زما خوب ریښتیا شو. وۍ لکه زوی مې تورې بلا په خوله کړ.
همداسې شوي و
د بم په هغه لویه چاودنه کې یې زوی په سرو وینو لت پت پروته و
کتابونه کتابچې او پنسلونه یې په خړو خاور کې شیندلي پراته و.
مور ریښتیا روباندې بوره شوه ، له موره ریښتیا تری تم شوی وی. د مور کور او د زړه کور دوه ړنګ او  ویجاړ شول.
اوس یې مورکۍ لیونۍ شوې ده ، د زوی تصویر چاته نه ورکوي. په خوړ کې په خپل ورک زوی  پسې ګرځي، کتابچې او قلمونه په خپل زاړه او شلیدلي ټیکري کې ګرځوي. اوس نو نور ماشومان ورته لیونۍ کاکۍ وایي. لیونۍ کاکۍ ټوله ورځ په کوڅو کې سر وي
ماشومان یې په کوڅو کې په ارامه نه پرېږدي، خو د ورک زوی مور ورباندې د خپل ورک زوی مینه ماتوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top