حمد

حمد


حمد
څومره اوچت شان لرې الله
پاک نوم د سبحان لرې الله
نشته دې ثاني په مخلوقاتو کې
ځـمکـه آسـمانونو کـايئنـاتو کې
لوى قدرت بې شان لرې الله 
څومره اوچت شان لرې الله 
پاک نوم د سبحان لرې الله
ته رحمان،رحيم يې اې زما ربه
ته عظيم، کريم يې اې زما ربه
مـِهــر بـې پــايـان لرې الله 
څومره اوچت شان لرې الله 
پاک نوم د سبحان لرې الله
دا ځمکه سپوږمۍ او هم دا لمر ستوري
ستـا د لـوى قـدرت دي ډېر واړه تـوري
عرش عظيم الشان لرې الله 
څومره اوچت شان لرې الله 
پاک نوم د سبحان لرې الله
شپه او ورځ راځي په يوه بل پسې
وي د کال څلور فصله يو بل پسې
په مونږ رحم نمايان لرې الله
څومره اوچت شان لرې الله
پاک نوم د سبحان لرې الله
ستا د ښکلا نښې آسمانونو کې
دې دنيا، عـقـبا او جنـتونو کې
ښکلاګانې خو عيان لرې الله 
څومره اوچت شان لرې الله 
پاک نوم د سبحان لرې الله 
زه امين مسعود به ستا ثنا وايم
تل به همېشه او په بيا بيا وايم
حــق کـلام قــرآن لرې الله
څومره اوچت شان لرې الله
پاک نوم د سبحان لرې الله 
 
(امين مسعود)

tags

ستاسې تبصرې

*


Top