اقتصاد پېژندنه/ (۴۵مه برخه)

اقتصاد پېژندنه/ (۴۵مه برخه)



سود Interest
د تولید د درېيم عامل يانې د پانګې په وړاندې چې کومه بدله ورکول کېږي سود ورته وايي. اوس مهال ډېری کاروباریان له بانکونو څخه پورونه اخلي او په بدل کې سود ورکوي پانګه په ټوله یيز ډول د پیسو په بڼه په پور اخیستل یا ورکول کېږي خو پوروړی بیا پر پور ماشین الات، اومه مواد او د کاروبار نور اړین توکي رانیسي. له سود څخه موخه د پیسو هغه برخه ده چې پوروړی يې د پانګې مالک ته تر یو ټاکلي وخت وروسته د پانګې د کارونې له کبله ورکوي. د سود ډولونه په لاندې ډول دي...
خالص سودNet Interest: له خالص سود څخه موخه هغه پیسې دي چې پوروړی يې د پانګې د کارونې په بدل کې د پانګې مالک ته ورکوي یانې یوازې د سود اندازه تادیه کوي بل کوم خدمات نه ترسره کوي. چې دې ته خالص سود یا اقتصادي سود هم وايي.
ناخالص سودGross Intersest: هغه سود ته ویل کېږي چې له سود پرته نور خدمات هم له پوروړي څخه تر لاسه کوي. په ناخالص سود کې لاندې پيسې هم ترلاسه کېږي...
د خطر  په وړاندې بیمه Insurance Against Risk: کله چې څوک چاته پور ورکوي نو د پور د نه ورکړې خطر هم موجود وي ځکه کیدای شي پوروړی د پور له ورکړې څخه انکار وکړي، اویا يې په داسې ځای ولګوي چې تاوان وکړي نو ځکه پور ورکوونکی د خطر په وړاندې هم پیسې تر لاسه کوي.
حساب کتاب بدله: د پور د ورکړې او وروسته چې د پوره وړي او پور ورکوونکي تر منځ با قاعده حساب او کتاب وي دغه حساب او کتاب يا په خپله تر سره کوي او یا ورته بل شخص نیسي چې ورته د کار په بدل کې معاش ورکړي نو دا پيسې هم په ناخالص سود کې داخلې دي.
سود ولې ورکول کېږي؟ Why interest is Paid: نن سبا چې په کومو هېوادونو کې پانګوال نظام حاکم دی په دې کې سود مرکزي رول لوبوي او ټول نظام پر سود باندې څرخيږي ډېر لوی سوداګر، صنعت کاران ، کاروباریان او نور له بانکونو څخه په ډېره پیمانه پورونه اخلي او سود پرې ادا کوي. سود ولې ورکول کېږي په دې اړه بېلابېل نظریات شتون لري چې په لاندې ډول تر یادونه کوو ...
د انتظار نظریهWaiting Theory : د دې نظريې له مخې د ماشین الاتو د اخیستلو لپاره پانګې ته اړتیا ده او پانګه له سپما څخه تر لاسه کېږي چې د پیسو د سپما لپاره باید قرباني ورکړی او لګښت څخه پرهیز وکړي.
د پروفیسور سینر له انده د پانګې عرضه د خلکو په دې مرض پورې ده چې هغوی د پیسو له مصرف څخه ډډه وکړي او د اقتصادی وسایل لپاره پانګیز توکي برابر شي نو دې د دې تکلیف په بدل کې باید خلکو ته بدله ورکړل شي چې سود ګنل کېږي.
خو په دې نظر کارل مارکس نیوکه وکړه او ویل چې پانګوال بې له دې چې تکلیف تیر کړي سود تر لاسه کوي او د سود لپاره اړینه نه ده چې تکلیف تیر کړی نو سود د کومې قربانې ؟ په بدله کې پانګوال ته ورکول کيږي .
د دې نیوکې په ځواب کې مارشال د تکلیف پر ځای انتظار وکارو تر څو دا نیوکه لرې شي.
د هغه په نظر کله چې یو شخص پیسې سپموي نو دهغه دا مطلب نه وي چې زحمت تيروي بلکې هغه نه مصرفوي او د اوسمهال اړتیاو د پوره کېدو پر ځای د راتلونکو اړتیاوو لپاره فکر کوي. نو دی باید انتظار وکړي په دې انتظار کې چې کومه بدله ورکول کېږي سود بلل کېږي.
د نغدوالي د وړاندېوالي نظریهLiquidity Preference Theory : دا نظریه د کینز ده. د کینز پر نظر سود ځکه ورکول کېږي چې یو پور ورکوونکی د نغدو پیسو څخه لاس اخلي. د نغدو پیسو په صورت کې خلک خپلې موخې په اسانۍ سره پوره کولی شي او هر څه چې وغواړي تر لاسه کولی شي او کله چې يې په پور ورکړي نو له نغدوالي څخه يې محروميږي. د پور په صورت کې له نغدوالي تیريږي د خپلې خوښې پر اساس يې نشي مصرفولی د دې محرومي له کبله سود تر لاسه کوي.
د نه سپارلو ګواښ: کله چې یو شخص بل ته پور ورکړي نو هغه خپلې د لګښت له اختیار څخه وځي او بله مهمه خبره دا چې امکان لري چې بیرته دا پیسې هم ور نکړي چې دا امکان ډېر او لږ هم کیدای شي نو ځکه پر ې سود ورکوي.
د پانګې کمښت: د پانګې عرضه د تقاضا په پرتله کمه ده، خلک د ورځنیو اړتیاوو او یا کاروبار د چلولو لپاره پورونو ته تقاضا کوي او د سود ورکړې ته تیار وي ځکه که سود ورنکړي نو بانک یا بل شخص د پور د ورکړې لپاره نه تیاريږي. نو ځکه د سود د ورکړې یو لامل د پانګې کمښت دی.
مولدیت نظریه Theory of Productivity: د پانګې په کارونې د کارګرو مولدیت لوړيږي او په تولید کې ډېرښت راځي. د ساري په ډول: په کرنه کې له ماشین الاتو کار اخیستل، نو ځکه په وړاندې یې سود ورکول کېږي .
پر پانګې سود ځکه ورکول کېږي چې له يوې خوا د پيسو لګښت ته شا کړي وي او خپلې پيسې په شتمنیو ولګوي او پيسې له دفن نه کړي .
د سود اندازه ټاکل: د سود اندازه د ټوله یيزې پانګې د عرضې او تقاضا له مخې ټاکل کېږي که چیرته پانګې ته تقاضا ډېره شي نو د سودا اندازه هم لوړيږي او که ټیټه شي نو د سود اندازه هم ټیټیږي .
خو د یو متشبث لپاره د سود انداز د پانګې د وروستني تولید سره برابر وي. کله چې يو متشبث د پانګې څو واحده وکاروي او داسې وخت راشي چې د پانګې وروستنی تولید کم شي که چیرته د سود اندازه په بازار کې هم دود وي خو دی نوره پانګه نه کاروي. په ټوله یيز ډول د سود اندازه د پانګې د عرضې او تقاضا له مخې ټاکل کېږي چې په لاندې جدول کې ګورو...

د سود اندازه     سلنه

د پانګې عرضه (میلونه افغانۍ)

د پانګې تقاضا (میلونه افغانۍ)

12

50

30

11

45

35

10

40

40

9

35

45

8

30

50

 
که پورتني جدول ته وګورو نو لیدل کیږي چې کله چې د سود اندازه لس سلنه وي، نو څلويښت میلونه افغانۍ عرضه صورت نیسي او څلویښت میلونو افغانیو ته تقاضا موجوده ده، چې همدلته مساوات رامنځته کېږي خو که دا سلنه نهه شي نو عرضه 35 میلونه افغانۍ کېږي او که تقاضا 45 میلونه افغانۍ په همدې ډول که د سود انداز 11 سلنه شي نو عرضه 45 میلونه افغانۍ کېږي او تقاضا 35 میلونه افغانۍ . او کولی شو چې دا موضوع په ګراف کې هم ښه روښانه کړو.

په پورتني ګراف کې لیدل کیږي چې DD د پانګې ټوله یيزه تقاضا ، ss د پانګې ټوله یيزه عرضه څرګندوي. چې دواړه د E په نقطه کې یو بل پرې کوي چې EQد سود مقدار ټاکل کېږي یا op مقدار. که چیرته د EQ په فاصلې دویم ګراف له ox سره یو موازي کرښه pp ویستل شوی چې په بشړې سیالۍ لرونکي بازار په چوکاټ کې د سود اندازې کرښه ده. مانا دا چې متشبث که هر څومره پور اخلي نو QE مقدار سود باندې به يې اخلي. نو ځکه هر متشبث دومره پور اخلي چې د پانګې نهايي تولید له دود سود سره برابر وي. خو کله چې یو متشبث په کاروبار کې د پانګې مقدار ډېروي نو د وروستني حاصل د کمښت قانون رامنځته کېږي، تر دې چې په بازار کې له دود سود سره برابر کېږي. خو کله چې د پانګې لګول بند کړي، د اخري واحد د پانګې نهايي واحد دی او تولید يې د پانګې وروستني تولید وي چې ورسره د پانګې مقدار ټاکل کېږي چې کولی شو په دويم ګراف کې ښه توضیح کړو: oxد پانګې واحدونه oy د پانګې وروستني تولید ارزښت. د لومړي واحد یانې OA وروستني تولید AB په دويم واحد وروستني تولید کميږي CD کېږي د دریم واحد CQ وروستنی تولید EQ دی چې دا وروستن واحد دی ځکه چې د دې تولید په بازار کې په دود سود سره برابر وي ځکه چې E نقطه د دود سود کرښه PP واقعه ده او یو متشبث د پانګې OQ مقدار پور اخلي.
د سود د اندازې په دې نظريې نیوکه کېږي د پانګې وروستنی تولید پیدا کول ستونزمن دی ځکه توکي يوازې د پانګې په وسیله نه پیدا کېږي بلکې ورسره نور عوامل هم شته او هغه پانګې چې شخصي موخو لپاره لګول کېږي په تولیدي موخو نه لګول کېږي نو د وروستني تولید پوښتنه نه پیدا کېږي . په داسې حال کې چې سود پرې ورکول کېږي.
د پور وړ فنډLoanable Funds: د دې نظريې له مخې د پور اندازه د پور وړ فند عرضې او تقاضا له مخې ټاکل کېږي چې دې ته د نیو کلاسیک نظریه هم وايي. د کلاسیکو او کینز د نظريو په څیر دا هم د عرضې او تقاضا نظریه ده. د لپاره موږ د پور وړ فنډ د عرضه تر مطالعې لاندې نیسو.

  • د کورنيو سپما Saving by households: د پور وړ فنډ يوه برخه کورنۍ دي چې خپلې پيسې سپموي چې تړاو يې په دوو خبرو وي یو د سپما اراده او دویمه د سپما ځواک د سپما د ساتلو اراده د دې لپاره وي چې د اولاد تربیه، ناڅاپي اړتیاوو د پوره کولو، غم ښادی لپاره پیسې راټولې په کاروبار يې لګوي تر څو ډېره ګټه ترلاسه کړي. که د سود اندازه لوړه وي نو د سپما اراده قوي وي او که نه کمه وي د سپما قوت خبره هم په عاید او ورځنیو اړتیاوو پورې تړلی ده.

  • د کاروباري ادارو سپماBusiness Saving: بېلابېلې کاروباري ادارې هم سپما تر سره کوي هره اداره د مالي کال وروسته ګټه د ونډه والو تر منځ ویشي او يو څه مقدار له ځان سره ساتي چې دې ته کاروباري او ګډه سپما وايي چې په درې خبرو په پورې اړه لري.

څومره ګته تر لاسه کوي که ډېره تر لاسه کړي، نو ډېره سپما او که لږه تر لاسه کړي، نو لږه سپما کوي، د راتلونکي لپاره پانګونه څومره ده که د کاروبار پراختیا موخه وي نو ډېره سپما کوي او که نه نو لږه کوي، د ونډه والو ترمنځ د ګټې ویش پالیسۍ څه ډول ده ؟ که ډېره ګټه ویشي نو سپما به کمه وي او که لږه ګټه وېشي نو سپما به ډېره وي، په سود پورې هم اړه لري که د سود اندازه ډېره وي نو ډېر سپما تر سره کوي او که نه نو لږه سپما کوي.

  • عامه سپماPublic Saving: حکومت د مالیاتي او غیرې مالیاتي سرچینو څخه عواید تر لاسه کوي او په بېلابېلو لارو يې لګوي، که چیرته عاید ډېر وي هومره سپما ډېره کوي او که لږ وي نو لږه سپما کوي.

  • د نغدو نه ساتل Dishoarding : که عام خلک خپلې ساتل شوې پيسې راخلي او په پور يې ورکوي نو پور کې ډېر والی راځي که د سود نرخ لوړ وي خلک ډېر پور ورکوي او لږ لږ پور ورکوي. په همدې ډول که د سود نرخ لوړ وي بانک ډېر پور ورکوي او که لږ وي نو کم پور ورکوي.

  • پانګه ونه کې کموالی Dis investment: ځینې وخت د کاروبار د جوړښت په تغير سره پانګه له کاروبار څخه ایستل کېږي او بازار ته عرضه کېږي که چیرته د سود نرخ لوړ وي نو ډېره پانګه او که د سود نرخ ټيت وي لږه پانګه عرضه کېږي.

 

په پورتني ګراف کې لیدل کیږي چې a,b,c,d پورتنیو لارو د پور ترلاسه کول ښيي چې ټوله یيز يې ss ده. که د سود اندازه لوړه شي O-T نو د پور اندازه لوړيږي او که د سود اندازه ټيټه شي O – R شي نو عرضه به یې هم کمه شي .
د پور وړ فنډ لپاره تقاضا:
د پانګونې لپاره: کاروباري خلک د خپل کاروبار د پرمخ وړلو لپاره پور ته اړتیا لري تر څو په کاروبار کې نوره پانګونه هم وکړي دا د پور وړ فنډ د تقاضا مهمه برخه جوړوي،که د سود نرخ لوړ وي تقاضا کمه وي اوکه د سود نرخ ټیت وي تقاضا ورته لوړه وي. حکومت هم د خپلو لګښتونو د تر سره کولو لپاره پور غواړي چې ټوله یيزه تقاضا کې داخلیږي.
د لګښت لپاره: ځینې خلک د لګښت کولو لپاره د پور غوښتنه کوي که د سود نرخ لوړ وي تقاضا کمه او د سود نرخ ټیت وي تقاضا ډېره وي. په همدې ډول هغه پيسې چې له دورانه وتې وي او له خلکو سره وي که د سود نرخ ټيت شي لږ پیسې له ځانه سره ساتي او که لوړ  نو ډېری پيسې له ځانه سره ساتي.

د پور لپاره د فنډ ټاکل د عرضې او تقاضا له مخې چې وړاندې مو یادونه وکړه د دواړو د مساوات له کبله د سود اندازه ټاکل کېږي . کولی شو په لاندې ګراف کې يې هم روښانه کړو .

په پورتني ګراف کې موږ د پور عرضه او تقاضا څیړو چې د دې دواړو له مساوات څخه د سود اندازه ټاکل کېږي. د دې لپاره موږ د عرضې او تقاضا کرښې سره یو ځای کوو چې DD او SS د R په نقطه کې سره پرې کوي چې OT مقدرا د سود ټاکل کېږي یا د سود OT مقدار ټاکل کېږي.
د سود د نغدوالي د وړاندېوالي تیوري Liquidity Prefernce Theory of Interest : وړاندې مو وویل چې سود نرخ د پور لپاره د فنډ عرضې او تقاضا له مخې ټاکل کېږي .په حقیقت کې د پيسو عرضه سکو، نوټونو او د بانکونو باوري وسایل دي او د پیسو تقاضا پیسې په نغد ډول ساتلو هیلې ته وايي. د توکو په څير هم که چیرته د سود اندازه لوړه شي نو د پیسو لپاره تقاضا لوړيږي او که د سود اندازه ټيټه شي د پیسو لپاره تقاضا هم راټیټیږي،کله چې د سود اندازه لوړه شي نو خلک خپلې پيسې په پور ورکوي او نغدوالي ته يې دومره پاملرنه نه کوي او که د سود اندازه ټيټه وي نو بیا پيسې له ځانه سره ساتي د پور ورکولو لپاره دومره زړه نه ښه کوي. د کینز په آند خلک د خپلو عوایدو یوه برخه د خپلې خوښې پر اساس لګوي او چې څومره پاتې شي نو د هغې په اړه پریکړه کوي چې څومره په نغدهډول وساتي او څومره په پور ورکړي .خلک نغدوالي تر کومه حده برتري ورکوي او موږ ګورو چې خلک ولې نغدې پیسې له ځانه سره ساتي چې لاندې لاملونه لري..:
۱- د ورځنيو اړتیاوو لپاره: که د خلکو عوایدو ته وګورو نو په ځانګړو وختونو کې وي لیکن د ورځني ژوند د دوام لپاره دوی پیسو ته اړتیا لري تر څو پرې خپل ورځنی ژوند لکه اخیستل، خرڅول، یانې د ورځې چې کومې اړتیاوي لري دا پر پوره کوي،کورنی د خپلو ورځنیو اړتیاو په پام کې نیولو سره پيسې له ځانه سره ساتي او کاروباري ادارې د خپلو اړتیاو په پام کې نیولو سره پيسې له ځانه سره ساتي.
۲- ناڅاپي پيښو لپاره: د انسان ژوند له ګواښونو سره مخ دی او انسان تل هڅه کوي تر څو د دې ګواښونو مخنیوی وکړي د پیسو د نغدو ساتلو دویم متحرک ناڅاپي پیښې دي چې خلک غواړي پیسې ورته په نغد ډول وساتي د ساري په توګه ناروغیتا پيښدل، موټر ټکر او نورې پيښې چې انسان ورسره سرو اوکار لري په همدې ډول کاروباري ادارې هم د طبيعي پيښو ، اقتصادي او ټولنیزو حالتو د کنټرول لپاره دوی هم له ځانه سره د ناڅاپي پيښو د مخینوي لپاره پیسې ساتي.
۳- سټه بازي: خلک پیسې د دې لپاره هم په نغده ډول ساتي تر څو سټه بازي پرې وکړي د دې کاروبار په اړه دا مهمه ده چې د ډېر کمپنیو ونډې، ارزښتناک پاڼې او په همدې ډول د بانډونو په قیمت کې تغير او تبدیل راځي او کولی شي ګټه پرې لاسته راوړي. په داسې وخت کې اخلي چې قیمت يې ټیټ وي او په داسې وخت کې پلوري چې قیمت يې لوړ وي تر څو ګټه پرې تر لاسه کړي .
له پورتني بحث څخه راڅرګنديږي چې دوه لومړني هڅونکي د پيسو په تقاضا دومره اغېزه نه لري ځکه خلکو ورځنې اړتیاوې او ناڅاپې اړیتاوې تقریبا په يوه کچه قرار لري د دې لپاره تل خلک يو معلوم مقدار پيسې ساتي .خو دریم د سټه بازی لپاره چې کومې پیسې ساتل کېږي هغه د پیسو پر تقاضا اغېزه لري ځکه د سود د نرخ په ټیيټدو سره سټه بازی پيسو ته تقاضا ډېريږي او د سود د نرخ په لوړیدو سره تقاضا ورته کميږي .
دا پایله تر لاسه کوو که د سود اندازه ډېره شي نو نغدو پيسو ته تقاضا کميږي او که د سود اندازه کمه شي نغدو پیسو ته تقاضا ډېريږي. ګراف باید ذکر شي.

په پورتني ګراف کې ox د پيسو لپاره تخمیني تقاضا څرګندوي او oy د سود اندازه ښيي. LP نغدو پيسو ته د لومړیتوب کرښه ده. چې له پاسه لاندې خوا ته لوری لري او دا څرګندوي چې که د سود نرخ لوړ وي نو نغدو پيسو ته تقاضا کمه وي او که د سود اندازه ټيټه وي نو نغدو پيسو ته تقاضا ډېره وي .LP کرښې اخري برخه ډېر ارتجاعیت لري او دا څرګندوي که د سود په نرخ کې لږ کمښت پيسو ته تقاضا زښته ډېره ډېريږي. د پورتني بحث له مخې د نغدوالي لومړیتوب په ددو برخو ویشلی شو او دوه نومونه ورکولی شو.
L-1 او L-2 . L-1 د نغدوالي د لومړیتوب هغه برخه ده چې د محرک د راکړې ورکړي او وړاند وینا له مخې پيدا کېږي. او L-2 د نغدوالي د لومړیتوب هغه برخه ده چې د محرک د تخمین پر اساس پيدا کېږي. نو د L-1 تر اثر لاندې چې څومره پيسې راځي هغې ته M-1 وايي. L-2  د اثر لاندې ې څومره پيسې راځي هغې ته M-2 وايي. M-1 صرف عواید(y) کا تفاعل دی M-2صرف سود اندازه ده (i) .کولی شو لاندې ډول يې علامتي ډول وڅیړو ...
M = M-1+M-2: لومړی مساوات
M-1 = L-1(y): دویم مساوات
M-2 = L-2: دریم مساوات
په لومړي مساوات کې M یانې د پيسو ټول مقدار د M-1 او M – 2 له مجموعې سره برابر دی.
په دویم مساوات کې M-1 هغه مقدار دی چې د L-1 تر اثر لاندې وي او دار او مدار په y پورې تړلی وي.
او دریم  مساوات M- 2 هغه مقدار دی چې د L – 2 تر اثر لاندې دي او دار او مدار يې په سود اندازې پورې تړلی دی.
په حقیقت کې د نغدوالي لومړيتوب تړاو د ټولنې په نفس پورې اړه لري لکه، څرنګه چې د پيسو عرضه په بانکوالی پورې اړه لري د پیسو تقاضا دوه عوامل اغېزمنوي لومړی د سود اندازه دویم د عوایدو معیار. په لاندې ګراف کې موږ وینو چې د يو هېواد د پيسو تقاضا، د سود اندازه او دعوایدو معیار څنګه اغېزمنوي.

 
Oy کرښه د سود اندازه ox کرښه د پيسو مقدار د  Y1 د نغدوالي د لومړیتوب کرښه ده چې دا څرګندوي او که د عواید وي نو د نغدوالي د لومړیتوب کوم مقدار وي.
الف – که عواید یو شان وي نو په لږ سود خلک ډېرې پيسې له ځانه سره ساتي د ساري په توګه که عواید Y1 وي د سود انداره i1 وي نو د پيسو لپاره تقاضا OM وي. خو که د سود اندازه i2 ته راښکته شي. نو پیسو ته تقاضا ډېريږي OM1کېږي دا په داسې حال کې ده چې عواید کرښه يوه ده.
ب – او که د سود اندازه یو شان وي خو عواید لوړ شي یانې له Y1 څخه Y2 ته لوړ شي د پیسو لپاره تقاضا لوړيږي. د ساري په توګه: که د سود اندازه i2 وي او عواید Y1 وي نو د پيسو لپاره به تقاضا OM وي. خو که عویاد لوړ شي Y2 شي او د سود اندازه i2 وي نو د نغدوالي لومړیتوب OM2 کېږي . یانې خلک OM2 مقدار پيسې له ځانه سره ساتي.
په همدې ډول که د سود نرخ معین وي، نو د عوایدو په ډېریدو سره د پيسو لپاره تقاضا لوړيږي او په کمیدو سره یې کميږي. د دې تر څنګ که د عوایدو معیار یو شان وي او د سود انداره کمه شي نو د پیسو لپاره تقاضا لوړيږي.
د صفري سود مفهوم: ځینې اقتصاد پوهان داسې پوښتنې رامنځته کوي چې ایا سود کمیدل د صفر تر بریده رسيږي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې ویل کېږي چې د یو داسې وخت انځوریدل چې په هغه کې د اقتصادي او صنعتي پرمختګ تر څنګ د ښوونې او لرلید له کبله د خلکو په زړونو کې د پيسو د ساتلو اراده او د پيسو د ساتلو ځواک دومره لوړ شوي وي چې ټوله زیرمه يې له تقاضا اړتیا څخه ډېره وي چې ددې په وسیله د پانګې وروستنی مولدیت کميږي بالاخره صفر کېږي ورسره د سود اندازه هم صفر کېږي . خو په حقیقي نړۍ کې د یو داسې مرحلې راتګ ناممکن دی چې د سود اندازه په کې صفر شي. ځکه د وخت په تیریدو سره د خلکو په تقاضا کې تغير راځي، د پانګې مولدیت ورځ تر بلې ډېريږي، د پانګې د کمښت ستونزه، د پانګې متبادل کارول او یو شمېر نور عوامل دي چې دا حالت نه رامنځته کېږي.
دودیز یا ظاهري سود: هغه سود ته ویل کېږي چې پور ورکوونکی يې د پور په بدل کې له پوروړي په يو معین وخت کې تر لاسه کوي. خو حقیقي سود هغه سود ته ویل کېږي چې دوخت په تیریدو سره د پیسو پړسوب رامنځته کړي د پیسو ارزښت ټيتيږي د حقیقي سود اندازه هم کميږي د حقیقي سود نرخ د معلومولو لپاره د پیسو د ارزښت کموالی اوزیات والی منفي کېږي.
حقیقي سود = ظاهري سود ـ د پیسو پړسوب
ګټه ( Profit):
هر هغه څه چې متشبث ته له کاروبار څخه پاتې کېږي ګټه ورته وايي یانې د متشبث د کار بدلې ته ګټه وايي، ګټه په يوې کمپنۍ او یا بلې ادارې کې د عوایدو او مصارفو ترمنځ توپیر ته وايي که عواید له مصارفو ډېر شي ګټه او که لګښتونه ډېر شي نو بیا زیان ورته وايي. ګټه په دوه ډوله ده:
خالصه ګټهNet Profit: هغې ګټې ته ویل کېږي چې د لګښتونو او عوایدو توپير څخه د مالیې له وضع کولو څخه وروسته پاتې کیږي .
نا خالصه ګټه Gross Profit : هغې ګټې ته ویل کېږي چې د تولید لګښتونه هم په کې شامل وي..
د ګټې په اړه بېلابېل نظریات:
ګټه او د زیان منل: کله چې انسان يو کاروبار پيلوي، نو بې ګواښه نه دی او په یقیني ډول نشو ویلی چې په دې کاروبار کې ګواښ یا زیان شتون نه لري او ګټه يې حتمي ده ځکه امکان لري کوم شی چې تا تولید کړی تقاضا ورته کمه شي یا یې قیمت ټيت شي او یا له دې څخه په ارزانه بیه نور توکي وارد شي نو ځکه د ګواښونو له کبله ډېر کم خلک دي، چې کاروبار ته زړه ښه کوي نو ځکه د متشبثیو شمېر کم وي کاروبار دوه ډوله ګواښ سره مخامخ کېږي...
لومړی هغه خطر چې وړاندې له وړاندې پرې سړی پوهیږي چې هغه بیمه کوي لکه په کمپنۍ کې د اور امکان، د بيړۍ ډوبيدل او نور. دويم داسې ګواښ چې په اړه يې متشبث څه نشی ویلی د ساري په توکه کوم شي چې تولید کړي تقاضا ورته کمه شي اویا له بهره نور توکي وارد شي، د توکي قیمت ټيټ شي.
ګټه او نامعین حالت: د شيکاګو د پوهنتون نومیالی پرفیسور فرنک نايټ وايي چې د ګټې د معین حالت بدله ده چې متشبث يې تر لاسه کوي د راتلونکی په اړه دقیق معلومات نشي کولی نو ځکه دې حالاتو سره مبارزه کوي او ګټه ترلاسه کوي، متشبث د خلکو تقاضا ته په کتو سره توکي تولیدوي خو د توکو د تولید او خرڅولو ترمنځ لوی واټن موجود دی، چې په دې واټن کې د تبدیلي امکان هم شته د ساري په توګه: حالت بدلیدلی شي هیله مندي غلطه ثابته شي، چې له له کبله یو متشبث له يو نامعلوم حالت سره مخامخيږي په يو ازاد او خپل واک اقتصاد کې داسې حالت ډېر رامنځته کېږي نو متشبث باید خپل وسایل په ډېره ښه توګه وکاروي او ښه ګټه ترې واخلي.
د ګټې خوځنده نظریهDynamic Theory of Profit: ګټه ځکه تر لاسه کېږي چې اقتصادي وضعیت هر وخت خوځنده او تغير خوړونکی دی د دې په اړه یو متشبث وړاندوینه کوي او یو متشبث خپل کاروبار مخ ته وړي، په ساکن حالت کې خو هر څه معلوم وي د هر کار په اړه وړاندې وینا کیدای شي کوم خطر او عدم یقنيتوب نه وي خو په نړۍ کې حقیقي کاروبار حرکت خوړونکی دی. د متشبث لپار د یو ګواښ څخه تیریدونکی حالت دی چې دا تغيرات له دوه اړخونو څخه وي کورني او بهرني.کورني تغيرات هغه دي چې متشبث يې دلګښتونو د کمښت یا د ګټې د ډېرولو لپاره تر لاسه لاندې نیسي خو بهرنی تغيرات بیا د متشبث په واک کې نه وي لکه د تقاضا تغير خوړل، د حکومت د پالیسو تغير او نور...
د نوښت نظریه Innovation Theory : دا نظریه د هارورډ پوهنتون پروفیسور استاد جوزف شمپتر وړانده کړه او د ګټې په اړه وايي: چې ګټه د متشبث د هغه کار بدله ده چې په خپل کاروبار کې له نوښتي صلاحیته کار واخلي په خپل کاروبار کې جدیت وکړي. په کاروبار کې نوي نوښتونه وکړي، داسې خام مواد تر لاسه کړي چې ښه بیه ولري، په کاروبار کې له داسې پالیسو څخه کار واخلي چې لګښت کم کړي او ګټه ډېره، داسې کړنې تر سره کړي چې توکو ته بازار پیدا کړي او نور .
ګټه د مازاد د ارزښت په بڼه: د کارل مارکس په وینا د ملي عاید هر هغه برخه چې کارګر ته نه ورکول کېږي نو هغه د مازاد ارزښت دی، چې ګټه د مازاد د ارزښت دويم نوم دی د هغه په وینا د ټولو توکو قیمت او ارزښت په حقیقت کې د ټولنې د اړتیا وړ کار مساوي دی، چې په جوړولو کې مصروف وي نو ځکه د بېلابېلو توکو قیمت ټاکل کېږي.
وروستي مولودیت او سود: وړاندې مو وویل چې د تولید هر عامل د وروستني تولید ارزښت سره برابره بدله ټاکل کېږي ځکه د هر عامل لپاره د تقاضا کرښه په حقیقت کې وروستني تولیدي ارزښت کرښې دويم نوم دی چې دا خبره په متشبث هم صدق کوي هغه هم خپله بدله یا ګټه د وروستني تولیدي ارزښت سره برابر تر لاسه کوي. خو یوه خبره د یادونې وړ ده چې د متشبث لپاره وروستنی مولودیت ارزښت د کمپنۍ له نظره نه، بلکې د ټول صنعت له مخې کتل کېږي .
په صنعت کې د متشبثينو د شمېر په ډېر والي او کموالي سره کولی شو د هغوی وروستني مولدیت ارزښت پيدا کړو. د دې موضوع د روښانولو لپاره موږ فرضوو: چې که په یو صنعت کې ټول متشبثین برابره وړتیا ولري او په خپل منځ کې سیال وي نو په دې صورت کې د وروستني مولدیت ارزښت کرښه له پاسه لاندې بڼه ځانته غوره کوي. کولی شو موضوع په لاندې ګراف کې ښه روښانه کړو...

په پورتني ګراف کې لیدل کيږي  چې که په صنعت کې د متشبثینو شمېر ډېر شي نو ګټه یې کميږي او برعکس یې ګټه زیاتیږي.
په پورتني ګراف کې د متشبثنیو د عرضې کرښه ss ده چې ox کرښې سره موازي ده د متشبثینو د عرضې او تقاضا کرښې د E په نقطه کې سره یو بل پرې کوي او له دې معلوميږي چې په صنعت کې د متشبثینو شمېر OQ دی چې په دې شمېر عرضه او تقاضا سره مساوات کې ده. په دې شمېر کې د ګټې اندازه os ده لکه څرنګه چې په صنعت کې د مکملۍ سیالۍ بازار موجود دی، نو ټول متشبثین یو شان ګټه تر لاسه کوي. د ګټې دا معیار د متشبثینو د لیږد عواید هم معلوموي مانا دی چې هر متشبث په صنعت کې په دې اندازه ګټه ترلاسه کوي. او که کوم صنعت په دې مقدار ګته ورنه کړي نو صنعت پريږدي او په بل ځای کې کار ترسره کوي.
په اوږد مهال کې ټول متشبثین معیاري ګټه یا عادي ګټه ترلاسه کوي، خو که په لنډ مهال کې که د متشبثنو شی کم شي نو له عادي حالته ډېره ګټه ترلاسه کوي.
په بشپړې سیالۍ لرونکي بازار کې د ګټې مقدار کم وي، ځکه دلته د کمپنیو شمېره ډېره وي، قیمت معلوم وي، ټولې کمپنۍ يو ډول توکي تولیدوي،کمپنۍ مجبوره ده چې توکي په بازار کې په دود قیمت وپلوری، د ګټې په صورت کې نوي متشبیثن هم راتلی شي او ګټه کمولی شي.
په انحصار سیالیو کې قیمتونه بېلابېل وي، ټول کمپنۍ یو شان تولید نه لري، په بازار کې سیالۍ شتون لري، هره کمپنۍ هڅه کوي چې توکي په لوړ قیمت وپلوري نو ځکه په انحصاري سیالیو کې ګټه ډېره وي.
د ګټې په اندازه کې توپير: ځینې خلک وايي چې ګته د ټولو متشبثینو يو شان ده او که یو له بل سره توپیر لري ؟ ایا ارتجاعیت لري؟ د دې پوښتنو په ځواب کې باید وویل شي چې د ګټې اندازه یو له بل سره توپير او ارتجاعت لري د ځینو د کاروبار ګټه ډېره وي او د ځینو کمه وي چې دلایل یې په لاندې ډول ذکر کیږي .
د متشبثیو دندې يو له بل سره توپیر لري ګټه د کومې ځانګړي کړنې پایله نه، بلکې د متشبث له خوا د کاروبار د پرمخ بیولو لپاره د بېلابېلو کړنو ترسره کول دي او په بدل کې ګټه ترلاسه کوي نو ځکه نه يې کار یو وي او نه ګټه یو شان، په همدې ډول د ناڅاپه پيښو او نورو کارونو د ترسره کولو لپاره هم يو له بل سره توپیر لري ځينې د ګواښونو په مقابل کې ښه وړتیا لري او کاروبار ښه مخ ته وړی او ځينې نشي کولی او په همدې ډول پوه او تجربه هم د دوي په ګټه کې توپير رامنځته کوي، ښه اخلاق،نوښتګر ،کاروبار ښه مخته وړل او یو شمېر نورې ځانګړتیاوې دي چې متشبث يې سره توپیر لري نو له همدې امله د دوی ګټه هم یو له بل سره توپير لري.
ګټه ولې ورکول کېږي؟ Why Profit is Paid؟ ګټه د غیرې یقیني حالاتو په وړاندې مقابله ،د ګواښ قبلول او تولید هنر د ښه کولو بدله وي ځکه د دې ډول خلک شمېر لږ وي نو ځکه نسبتا ډېره ګټه وي د دې په وسيله متشبثین شتمن وي او په عامو خلکو يوه اغېزه پريوزي چې متشبث ډېره ګټه تر لاسه کوي او دا ټوله زموږ له جیبه ده او يو شور او جنجال رامنځته کوي او وايي چې متشبث ته ولې دومره ګټه ځي ؟ خو که وګورو ګټه ورکول ډېر اړین دي ځکه متشبث چې کوم کار سرته رسوي هغه ډېر ستونزمن دی او څوکه نشي تر سره کولی او که ګټه ورنکړای شي نو بیا دا کارونه به څوک تر سره کوي دا لوې لوي کمپنۍ به څوک جوړ وي په میلونو افغانۍ به څوک په پانګونه لګوي د نامعلومي حالتو،ګواښونو مخنیوي به څوک کوي نو ځکه ددې کارونو په بدله کې ګټه ورکول اړین دي او دا يې حق هم دی.
 
tags

  

  

د محمد داود نیازی ژوند لیک
محمد داود نیازی زیار کښ او ژمن انسان
زما د ژوند د یو ستونزور او خواږه پړاو ،پیاوړی او هوښیار ملګری ،د چا په خټه کې چې ژمنتوب ،رښتینولي او ملګر پالنه له پیله نغښتې ،د یوه ښه انسان ځانګړنې یې د وجود په هر رګ کې غزونې ......

      

...

  

ستاسې تبصرې

*


Top