سینهانیا پوهنتون لخوا افغان محصلینو ته ۳۰۰ بورسونه

سینهانیا پوهنتون لخوا افغان محصلینو ته ۳۰۰ بورسونه



د لیپس (LAPS) په نوم یو افغان مشورتي کمپنۍ د هند د سینهانیا پوهنتون سره چې د دې هېواد په راجستان ایالت کې موقعیت لري، د دریو سوو افغان محصلینو د لیږلو تړون لاسلیک کړی. د تړون له مخې به یاده مشورتي کمپنۍ درې سوه محصلین د سږ کال له پاره دې پوهنتون ته په نیمه بیه استوي. د دې برنامې له لارې نوموړی پوهنتون د طب، انجنیري، حقوقو او سیاسي علومو، ژورنالیزم، ماس کمونیکشن، کرنې مالدارۍ، کرنیزې انجینرۍ، تیکنالوژۍ، اقتصاد او نورو برخو کې د لیسانس، ماسټر او دوکتورا په کچه محصلین مني. نو هیله ده، د دې زرینې موقعې څخه په ګټو اخیستو له لاندې لینک څخه په استفاده خپله د داخلې فورمه ډک او لاندې ایمیل ته واستوي.

http://aftribune.com/300-semi-scholarships-for-afghan-students/

basharmal.khan@gmail.com

 
شرایط:
لاندې شرایط چې د داخلې لپاره اړین دي.
لومړۍ:
1. د لیسانس لپاره د دولسم ټولګۍ سند چې د پوهني او بهرنیو چارو وزارتونو لخوا تصدیق شوي وي.
2. د ماسټر لپاره د دولسم ټولګۍ او لیسانس سندونه چې د پوهني، لوړو زده کړو او بهرنیو چارو وزارتونو لخوا تصدیق شوي وي.
3. د دوکتورا لپاره د دولسم ټولګۍ، لیسانس او ماسټري سندونه چې د پوهني، لوړو زده کړو او بهرنیو چارو وزارتونو لخوا تصدیق شوي وي.
دویم:
1. د داخلي فورمه خانه پورې کول، لاندې لینک ته لاړ شئ:

http://aftribune.com/300-semi-scholarships-for-afghan-students/

 
1. پاسپورټ کاپۍ
2. تذکره
3. ۴ د پاسپورټ سایز انځورونه
4. د دولتي روغتون څخه د روغتیا یا صحي تصدیق
5. له کاري دفتر څخه د زده کړو د اجازې تصدیق (یوازې کارمندان)
درېیم: ذکر شوی ټول اسناد کارتي سه کې د لیپس مرکزي دفتر ته له ۱۵ سپمټمبر ۲۰۱۷ تاریخ مخکې تحویل کړئ.


Call: 020 25 12 537 - 0770 98 42 29
Closing Date: 15 September 2017

tags

ستاسې تبصرې

*


Top