پاڅه!

پاڅه!



د شپې درېيمه برخه رارسيدلې، هرې خواته چوپه چوپتيا خوره ده، خلک په درانه خوب ويده دي، د اسمان په ټټر ځليدونکي ستورې شغلې کوي، شپه ورو ورو د سحر په طرف ور روانه ده، نيږدې ده، چې خپل ځای رڼا ته پريږدي.
پاڅه !
خپل محبوب خدای ج ته د سوال او زاريو، عبادت او نيږدې کيدو بهترينې شيبې دي، هغه شيبې چې د زړه آه او دعا پکې عرش ته رسيږي، هغه شيبې چې د اسلام ستر لارښود يې د بهترينوالې ذکر کړی دی.
پاڅه !
د څراغ تتې رڼا ته له خپل محبوب خدای ج سره خپله مينه په ډاګه کړه، خپل تندی د هغه محبوب خدای ج د رضايت په خاطر په خړو خاورو ولګوه، په ژړا ژړا ترې د معفرت غوښتنه وکړه.
هله نو ؛ همدا د غوره عبادت او خدای ج ته د نيږدې کيدوبهترين وخت دی، هغه وخت چې روح پکې سکون مومي او خدای ج ته پکې سړی نيږدې کيږي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top