په افغانستان کې د مالياتو تاريخي سير ته لنډه کتنه

په افغانستان کې د مالياتو تاريخي سير ته لنډه کتنه



ماليه  د هغه اجبارى ورکړى څخه عبارت ده چي خلک يى ددولت دمصارفو د تمويل پر منظور ددولت د غير مستقيموخدمتونوپه مقابل کى ورکوى.اويا په بل عبارت سره ماليه دهغه مکلفيت او مسؤليت څخه عبارت ده.چي خلک يى د دولت د پايښت تقويى او دمصارفو د تمويل په منظور دولت ته تسليم کوى.
ماليات ددولت د  مهمو عايداتي مدارکو څخه حسابيږي.د تاريخ په اوږدو کې مختلف نومونه ئي ځانته اختيار کړيدي.
په افغانستان کې د اول ځل لپاره د احمدشاه بابا په وخت کې مالي چاروته توجه وشوه.څرنګه چي د ١١٦٥ه ش-کال کې ددولتي تشکيلاتو په ډله کې دهمايون اعلادديوان په نوم د مالي وزارت مينځته راغي.لمړي متصدي ددي امورو سردار عبدالله خان (پوپلزي)وو او دديوان بيګي په نوم ياديده مقررشو.
دديوان بيګي  لقب د وخت په تيريدو سره په مستوفي امالک باندي بدل شو او د هغي صلاحيت دنني اداري د وزير سره برابروه.مالي چاري به په مرکز کې د مستوفي المالک له خوا او په ولايتونو کې به د تحصيلدارانو له خوا سرته رسيدل چي د اول دفتر او دوهم دفتر له خوا اجراکيدله.
مستوفي المالک په به خپل ټول قدرت سره د ولاياتو حسابي امور يو ځاي کول او سر ته به يي رسول ساتنه او څارنه د همدي په غاړه وه په دغه دوره کېبه  سدوزيانو ډير عوايدله بيلا بيل هيوادو څخه لاسته راوړل.
هغه عوايد چي د افغانستان د ولايتو څخه لاسته راتلل ډير کم وه. دا ځکه  چي د هر ځاي ماليه به په هماغه ځاي کې په مصرف رسيده.
مثلا:د ١٠٠٠٠٠ روپو په اندازه به د هغي ځاي حاکم يا والي ته تخصيص ورکول کيده او باقي نور ئي ددولت د مامورينو او فوځ د لګښتونو لپاره بيليدي.
د احمدشاه بابا پراخي امپراطورى کې چي شمال خواته د آمو د سيند پوري جنوب خواته د بلوچستان پوري او د غرب خوا ته د نيشاپور او مشهد پوري تشکيل درلوده اضافي عوايد ددعه فتحه شوو منطقو نه په لاس راوړل کيده چې د يوان اعلي کلني عوايد  ددغي لاري نه کروړو روپو ته رسيده که چيرته دغه ټول د مملکت د ابادۍ او پرمختګ لپاره په مصرف رسيدلاي واي نن ورځ به افغانستان د پر مختللو هيوادو په کتار کې وائ.
د بده مرغه دغه ذکر شوي عوايد په پرلپسي جنګونو کښې په مصرف رسيدل او څه  برخه به ئي د ځينو کسانو له خوا په پټه او غيري قانوني ډول وړل کيده .ددولت عوايد په مختلفو صورتونو کې وه او د بيلا بيلو لارو به ئي سره ماليات راټولول چي دغه ډول ماليات په ځينو سيمو کښې اجباري شکل درلوده او په ځينو کښې اختياري شکل درلوده.
د مثال په ډول: دبي بي د سرغوړولو  په نامه يو ډول اختياري ماليه وه.چې د هزاره جاتو د خلکو له خواه سوغات په توګه او په کال کښې يو اندازه زيړ غوړي د بادشاه دربار ته راوړل کيدل دغه غوړي قرار قرار ددولت د ماليه جز شو.
لیکونکی اجمل عزیز



tags

ستاسې تبصرې

*


Top