اقتصاد پېژندنه/ (۴۴ مه برخه)

اقتصاد پېژندنه/ (۴۴ مه برخه)


اجوره  wages

په دې برخه کې موږ د اجورې په اړه چې کارګر يې د کار په بدله کې تر لاسه کوو بحث وکړو، او دا به روښانه کړو چې اجوره څنګه ټاکل کېږي. اجوره هغه څه ده چې یو کارګر يې د ذهني او یا فزیکي کار په بدله کې تر لاسه کوي د ساري توګه: یو وګړی په کارخانه کار کوي او یا دوکانداری کوي. اجوری دوه ډوله شتون لري.

اسمي اجوره: اسمي اجوره هغه اجورې ته وايي چې یو کارګر يې د پیسو په ډول تر لاسه کوي لکه د رخت په کمپنۍ کې د یو کارګر میاشتنۍ تنخوا او نور.

حقیقي اجوره: حقیقي اجوره هغه اجورې ته ویل کېږي چې په کې د پیسو تر څنګ نور خدمات هم تر لاسه شي لکه کور، موټر ، درمل او نور چې د کار په دوران کې تر لاسه کوي. په حقیقت کې د کارګرو په وړاندې د پیسيزې اجورې په پرتله حقیقي اجوره ډېره اهمیت لري . د حقيقي اجورې عوامل په لاندې ډول دي...

د پیسو د پير ځواک: د پیسو پير ځواک په بېلابېلو سیمو کې یو له بل سره توپير لري. په کوم ځای کې چې د پیسو د پير ځواک ډېر وي هلته حقيقي اجوره ډېره وي ځکه شخص کولی شي چې پر لږ پيسو ډېر توکي راونیسي. د ساري په توګه: یو شخص دی په کابل او بل شخص په خوست کې لس زره افغانۍ تنخوا لري په کابل کې نسبت خوست کې پر ډېر شیان اخیستل کېږي ځکه هلته د کبل په نسبتکي ارزانه، نو ځکه د خوست وال حقیقي اجوره ډېره ده.

د ډېرې اجورې امکان: که چیرته یو کارکوونکی د خپل کار سربېره نور کارونه هم ترسره کوي نو ډېر مزد تر لاسه کوي. او ځینې ادارې خپلو کار کونکو ته ډېر امکانات ورکوي چې د هغوی حقیقي اجوره هم ډېره وي. له بلې خو کارګر همیشه هڅه کوي داسې کار تر سره کړي چې دی په کې خپلواک وي نو ځکه ډېر خلک د شخصي کمپنیو پر ځای دولتي کار ته ډېر زړه ښه کوي او فکر کوي چې ډېر مزد تر لاسه کوي. د حقیقي اجورې مقدار په وخت پورې هم تړل شوی دی یانې که چیرته دوه نفره په یو شان تنخوا کار کوي هغه يو تر ډېره وخته کار کوي او هغه بل لږ نو لږ چې کار کوي هغه ډېر حقیقي مزد تر لاسه کوي . او په کوم ادارو کې چې دکارګرو لپاره د پرمختګ امکانات ډېر وي هغوی نو هلته هم حقيقي اجوره ډېره وي.

د اجورې د ټاکلو نظريه: دا جورې د ټاکلو د نظريې څخه وړاندې لومړی باید د اجورې د نهايي مولودیت نظريه تر څېړنې لاندې نیسو.

وروستي مولدیت نظریهTheory of Marginal Productivity: د هر عامل بدله په اصل کې د توکي د ټوله یيزې عرضې او ټوله یيزه تقاضا له مخې ټاکل کېږي کولی شو چې په لاندې جدول کې ښه روښانه کړو.

کار ګرو عرضه

اجورې اندازه

د کارګرو تقاضا

300

150

75

250

125

125

200

100

200

150

75

300

100

50

400

په پورتني جدول کې لیدل کیږي چې کله چې د کارګرو عرضه دوه سوه شوې نو تقاضا هم ورته دوه سوه شوېده او اجوره یې د عرضې او تقاضا له مخې سل افغانۍ ټاکل شوی ده. خو که چیرته اجوره راټییږي یا 75 ته راښکته کېږي نو عرضه يې کميږي 150 په همدې ډول که اجوره 125 وي نو تقاض ورته کميږي 125 کېږي خو عرضه يې 250 ته رسيږي نو ویلی شو چې د کارګرو په څیر د هر عامل بدله د عرضې او تقاضا له مخې ټاکل کېږي. خو که یو متشبث د ځمکې او پانګې مقدار ثابت ونیسي او کارګر یو په بل پيسې ډېر کړي، نو د تولید د کمښت قانون رامنځته کېږي . له یو ځانکړي حد څخه وروسته که کارګر ور اضافه شي نو په وروستي تولید کې کمښت رامنځته کېږي چې په لاندې جدول کې کولی شو روښانه کړو.

د کارګرو مقدار

وروستني تولید ارزښت په افغانیو

د اجورې اندازه په افغانیو

61

130

100

62

120

100

63

110

100

64

100

100

65

90

100

66

80

100


 

له پورتني جدول څخه څرګنديږي کله چې موږ په تولید کې یو کارګر ور اضافه کوو، نو په وروستي تولید کې زیاتوالی راځي خو دا تر یو حده چې هغه حد 64 دی که له دې وروسته  هر څومره کارګر وراضافه کړو نو په وروستي تولید کې کمښت رامنځته کېږي.

د اجورې د وروستني مولدیت په نظريې نیوکه: په تیره برخه کې مو د اجورې د وروستنی مولدیت د نظريې ښه والی او بدوالی واضح کړو. اوس هغه نیوکې چې په همدې نظريې تر سره شوي تر مطالعې لاندې نیسو ...

  • د کمزورو فرضیو لرل: دا نظريه په یو شمېر فرضیو ولاړه ده چې ډېر کمزوري دي.

  • په بازار کې بشپړې سیالۍ شتون

  • د کارګرو د لیږد وړتیا موجودیت

  • د ټولو کارګرو یو شان اهلیت او وړتیا لرل

  • د کرايي، سود او د نورو توکو قیمت په یوه کچه وي

د فرضیې په حقیقت کې شتون نه لري ځکه شاوخوا حالت ثابت نه، بلکې متحرک دي، ټول کارګر يو ډول کاروي وړتیا نه لري، کارګر په مکمله توګه د لیږد وړ نه دي او نور..

  • د کارګرو یووالی: ځینې وختونه متشبثین سره یو ځای کېږي تر څو کارګر استحصال کړي نو د دې لپاره کارګران سره یو ځای کېږي تر څو د دې مخه ونیول شي او په بازار کې اجوره د متشبثینو او کارګرو ترمنځ د په وسیله ټاکل کېږي.

  • د مؤلدیت دار او مدار : د کارګرو د وروستي مولدیت دار او مدار د وړتیا څخه پرته یو شمېر نور عوامل هم لري د ساري په توګه: په کارخانه کې د کاریدونکو ماشین الاتو حال، د متشبثینو رویه او نور چې دا حالت د کارګرو په اختیار کې نه وي نو ځکه اجوره د نهايي تولید له ارزښت سره برابر نه وي.

  • د نورو عواملو عرضه: د کارګرو خالص نهايي تولید دار او مدار د خپلې عرضې تر څنګ د نورو عواملو عرضه هم د اړتیا پر وخت تیار وي او که نه. که د نورو عواملو عرضه پریمانه وي خو د کارګرو عرضه کمه وي نو نهايي تولید ډېريږي او که نه و نو معکوسه  لار نیسي.

  • د کار ګرو نه ليږد: د کارګرو لیږد کم دی نو ځکه دا  نظریه په حقیقت کې درسته نه ده ځکه کارګر نه لیږدول کېږي او یا وړتیا یې یو شان نه وي او په هر بازار کې د کارګرو اجوره یو شان نه ده .

  • د کاروباري حالت اغېزې: د دې نظريې له مخې که چیرته د اجورې کچه لوړه وي نو متشبثین لږ کارګران استخداموي خو حقیقت دا دی چې کله کاروباري حالت ښه وي نو متشبثین ډېر کارګران استخداموي.

د اجورې د ټاکلو نوې نظریه: که څه هم مزدور د توکو په څیر نه دی خو بیا هم اجوره يې د عرضې او تقاضا له مخې  لکه د توکو په څیر ټاکل کېږي. چې په لاندې ډول يې وضاحت وکړو:

د کارګرو تقاضا: کارګرو ته تقاضا غیرې مستقیمه  وي یانې هغه توکو ته چې دی تولیدوي که تقاضا ډېره شي نو کارګر ته هم تقاضا لوړيږي او که چیرته تقاضا ورته کمه شي نو کارګر ته هم تقاضا راکميږي. خو لاندې ټکي باید په پام کې ونیول شي.

د تقاضا بڼه: که چیرته د هغه توکي چې کارګر يې پیدا کوي ارتجاعت ولري نو کارګر يې هم لري د ساري په توګه: که قیمت يې لوړ شي او اجوره ډېره شي که تقاضا ورته کمه شي نو د کارګر لپاره هم تقاضا کميږي.

د متبادلو توکو عرضه: که چیرته متبادل توکي په ټيټ قیمت تر لاسه کیدای شي او اجوره لوړه شي د کارګرو لپاره تقاضا هم کميږي. اوکه د تولید د نورو عواملو قیمت لوړ شي نو کارګرو ته تقاضا لوړيږي ځکه کمپنۍ والا بیا له کارګرو ډېره ګټه پورته کوي. او که چیرته نوې طریقې رامنځته شي نو د کارګرو لپاره تقاضا هم کميږي ځکه په تولید کې له نویو طریقو کار اخیستل کېږي . او د کارګرانو تقاضا په د هغوی په نهایی تولید هم ولاړه ده که چیرته يې نهايي تولید کم شي نو تقاضا هم ورته کميږي.

د کارګرو عرضه: د کارګرو له عرضې موخه دا ده چې په څومره اجوره باندې کارګر د کار لپاره تيار دي. چې په دریو برخو کې مطالعه کوو...

د کمپنۍ لپاره عرضه: د کمپنۍ کارګر ارتجاعیت لري یانې هغه کولی شي چې په موجوده اجوره باندې چې هر څومره کار ګر وغواړي تر لاسه کولی شي.

د صنعت لپاره عرضه: د یو صنعت لپاره د کارګرو عرضه دومره ارتجاعیت نه لري لکه څومره چې یوې کمپنۍ ته لري ځکه که چیرته د کارګرو لپاره اړتیا پیښه شي نو بلې صنعتي برخې څخه يې ترلاسه کولی شي په دې شرط چې اجوره ورته ډېره وټاکي ځکه چیرته ورته ډېره اجوره وټاکي نو ډېر کارګر به تر لاسه کړي او که لږ نو لږ کارګر به تر لاسه کړي.

د هېواد لپاره عرضه: که د هېواد په کچه خبره کوو، نو د کارګرو عرضه د هېواد په ټولینز ، سیاسي، اقتصادي کلتوري حالت تر څنګ د ښځو ونډه په ادارو یا اقتصادي کړنو کې برخه اخیستل خوښوي او که نه د کارکوونکو شمېر څومره ده په ښوونځیو او پوهنځیو کې څومره خلک زده کړې کوي، د نفوس جندر څنکه دی، د روغتیا معیار څه شی دی ؟ که بشپړې سیالۍ بازار شتون لري؟ د کارګرو ټوله عرضه په صنعت کې داسې وېشل کېږي چې ټول یو شان نهايي تولید لري او که د بشپړې سیالۍ بازار نه وي نو په یوه صنعت کې د اجورې اندازه بېلابېله وي. خو که چیرته د اجورې اندازه لوړه شي نو د کارګرو په عرضه کې زیاتوالی راځي او که ټيته شي نو عرضه هم کميږي.

په لومړی ګراف کې د کارګرو  عرضه او تقاضا لیدل کیږي چې S کرښه د کارګرو عرضا او D د کارګرو تقاضا څرګندوي چې دواړه د E په نقطه کې سره یو بل پرې کوي او د اجورې اندازه ow ا EQټاکل کېږي. چې ورسره په ټول هېواد کې د اجورې اندازه ټاکل کېږي او د ow مقدار اجوره په ټولو کمپنیو کې دود کېږي او یو متشبث یوازې دا ګوري چې څومره کارګر استخدامولی شي چې په دې سلسله کې د کارګرو نهايي تولید په پام کې نیسي. او د دومره کارګرو تقاضا کوي چې نهايي تولید يې له دود اجورې سره مساوي وي.

د دې موضوع د ښه وضاحت لپاره دویم نمبر ګراف ته چې ww د دود اجورې کرښه ده د ټوله یيزې عرضې او تقاضا له مخې  ټاکل شوې ده، یو متشبث کارګر یو په بل پسې استخداموي لومړی نهايي او منځنی تولید ډېريږي خو تر یو حده وروسته بیرته راکميږي ww کرښه د کمپنۍ لپاره د منځنۍ او نهايي اجورې کرښه هم وي، د کمپنۍ نهايي اجورې او نهايي تولید ارزښت کرښې دواړه د E په نقطه کې سره پرې کوي. چې دلته د منځني تولید ارزښت او منځنۍ اجوره سره مساوي وي، چې په دې برخه کې کمپنۍ OQ شمېر کارګر استخداموي.

ځینې اقتصاد پوهان په دې اند دي چې د تولید عواملو په بڼه ځمکه، کار او پانګه کې بنسټيز توپير وجود نه لري، نو ځکه د ټولو عوامول بدله نهايي تولید د نظريې له مخې ټاکل کېږي خو ځینې بیا دا نظريه نه تاييدوي او وايي چې کار له نورو عواملو ځمکې او پانګې سره توپير لري نو ځکه یې بدله هم بیله ټاکل کېږي چې د هغوی د نظريې له مخې د کارګرو د اجورې د ټاکلو پر وخت ټولنيز مسایل پيدا کېږي. چې د نورو عواملو په ټاکلو کې نه پیدا کېږي. د کارګرو او نورو عواملو تر منځ دا جورې ټاکل لاندې دوه توپيرونه لري ...

کارګر سره یوځای کېږي او د ډېرې اجورې غوښتنه کولی شي خو نور عوامل یې نه شي کولی.

کارګر تر يو بریده په خپل کار کې ازاد دی کله چې زړه وغواړي کار کوي او کله یې نه کوي د دې برعکس د تولید عوامل بیا دا کارونه نه شي کولی.

د کارګرو ټولنه: کارګره طبقه په ډېرو ټولنو کې تر زور او جبر لاندې وي، د دې لپاره چې د وی خپل حق تر لاسه کړي نو دا پریکړه وکړه چې دوی باید سره یو ځای شي يو ټولنه رامنځته کړي دوی د خپلو حقوقو د تر لاسه کولو لپاره دوه مجبوریته لري.

د کار نه زیرمه کېدل: د کارګرو تر ټولو لویه مجبوري دا ده چې خپل کار نشي زیرمه کولی یانې کله چې اجوره لږه وي نو دوی په دې وخت کې خپل کار زیرمه کړي او کله چې اجوره لوړه شي کار پیل کړي ځکه په دې انتظار کې ددې کار نه زیرمه کېږي بلکې ضایع کېږي او هغه لږه اجوره هم له لاسه ورکوي. کمپنۍ والا هم له دې مجبوريته ګټه اخلي او لږه اجوره ورته ټاکي.

د چنه وهلو کمښت: د کارګرو چنه وهل د کمپنیو د مالکانو په پرتله کمه وي.

د بازار او سوداګر معلومات ورته په پوره ډول نه وي خو کمپنۍ والا شتمن وي مګر کارګر مفلس او اړمن، ځکه کارګر د خپل حق څخه بې برخې وي.

د پورتنیو ستونزو د حل لپاره ټول کارګران سره راټول او ټولنه يې جوړه کړه تر څو خپل حق تر لاسه کړي.

کارګرو ټولنه(labor union): هغې ټولنې ته وايي چې په خپلواک ډول د کارګرو د کار حالت برقرار وساتي او د ښه والي لپاره يې هڅې وکړي. د کارګرو د ټولنې دندې په لاندې ډول دي...

  • د کارګرو لپاره د معقولې او مناسبې اجورې ټاکل

  • دکاري شرایط سمول

  • د کارګرو یو ځای والی او د چنې د قوت ډېرښت

  • چارواکو ته د کارګرو غږ رسول

  • د کارګرو د عرضې تنظیمول

  • په کارخانو او نورو برخو کې هغوی د روغیتا

  • بیکاره او ناروغه کارګرو سره مرسته

  • د کارګرو اخلاق، دود او دستور سمون

د کارګرو تولنه او اجوره: د کارګر د ټولنې تر ټولو لویه موخه دا وي چې څنګه د کارګرو د اجورې حق تر لاسه کړي او د چنې ځواک يې لوړ کړي چې د دې کار د ترلاسه کولو لپاره لاندې کړنې تر سره کوي...

د اجورې معیار د وروستي تولید له ارزښت سره برابر کړي که له يوې خوا د کار په بازار کې او له بلې خوا کمپینو تر منځ د بشپړې سیالۍ بازار موجود وي، نو د اجورې مقدار پخپله د وروستي تولید له ارزښت سره برابر وي، خو په ټوله یيز ډول دا شتون نه لري کمپینو والا د ټولنیز موقف له کبله له کارګرو نا جایزه ګټه اخلي نو ځکه د کارګرو اجوره د وروستي تولید له ارزښت سره برابره نه وي. نو د کارګرو ټولنه راسره يو ځای کېږي او د حق د تر لاسه کولو لپاره مبارزه کوي او د دې حق لپاره کمپنۍ والا مجبور وي او که چیرته هر کارګر په جلاجلا ډول دا غوښتنه وکړي نو دوی دا حق نشي تر لاسه کولی ځکه هومره قوت چې په يووالي کې ده په جلاوالي کې نشته.

د وروستي تولید د ارزښت په ډېریدو سره د کارګرو اجوره هم ډېريږي: که د کارګرو ټولنه د وروستي تولید ارزښت ډېر کړي نو کولی شي چې د کارګرو لپاره د اجورې معیار هم لوړ کړي، ځکه چې د هغوی اجوره د کار پر اندازه وي د دې لپاره چې د کارګرو وروستي توليد ارزښت لوړ کړي د کارګرو ټولنه باید لاندې کارونه تر سره کړي...

  • کمپنۍ والا پر دې قایل کړي چې په کمپنۍ کې نوي ماشین الات او ډېر ښه اومه مواد د کارګرو لپاره برابر کړي ځکه د کارګرو وړتیا تر ډېره بریده پر همدې موضوعاتو پورې وي.

  • د کارګرو ټولنه دا هڅه کوي تر څو کارګرو ته د روغتیا، پاکوالي،

  • د کار وخت لنډول، بريښنا او نورې اسانتیاوې برابر ول چې دوی ورسره کاري وړتیا لوړيږي مهیا کړي.

  • د کارګرو ټولنه د کارګرو ښې او بدې ځانګړتیاو په تشخیص سره کولی شي د هغو د کار وړتیا لوړه کړي ځکه هغه کارګر چې ښه اخلاق ولري، په ایمانداری سره کار ترسره کوي او پابند وي له هغو کارګرو سره بد اخلاقه وي، ارام غوښتونکی وي له هغه سره باید توپیر وشي.

  • د کارګرو په تقاضا کې لوړوالی راولي: د کارګرو ټولنه د کارګرو په تقاضا کې د لوړوالي سره کولی شي چې د هغوی په اجوره کې زیاتوالی راولي. په هېواد کې د کورنۍ صنعت په ودې سره د کارګرو په تقاضا کې زیاتوالی راځي.

د کارګرو د عرضې کموالی: د دې لپار چې د کارګرو اجوره لوړه شي د کارګرو ټولنه د کارګرو په عرضه کې کموالی راولي چې د دې لپاره لاندې کړنې ترسره کوي...

د بهرنیو کارګرانو د راتګ مخنیوی کوي، د کار کولو وخت راکموي، په ټولنو کې د نویو مزدورانو شمولیت کموي، د داسې کارګرو کمول چې غیرې ارتجاعي وی.

که د کارګرو ټولنه هر څومره قوي وي نو کولی شي په لاندې ډول تر يوه حده د کارګرو اجوره ډېره کړي

یو لامل خو دا دی چې د وروستي تولید ارزښت معلومول سخت دي او یو داسې حد رامخ ته کېږي چې په هغې کې اجر وايي چې له دې څخه پرته زه نوره اجوره نشم ورکولی.

د کارګرو د ټولنې اړتیا او اهمیت:

د کارګرو او کمپینو ترمنځ پریکړې کېږي څو د بې ځایه لاریونو او ستونزو مخه نیول کېږي، د ټولنې پر اساس ټول کارګر سره يو ځای کېږي د خپلو حقوقو څخه ننګه کوي، د کارګرو د ټولنې له سمون وروسته ټولنه په سیاسي او اقتصادي لحاظ پرمختګ کوي او په ملي عاید کې یې برخه ډېریږي.
 

د کارګرو ټولنه او ډله ایزه  چنه وهنه(گړنجول)  Labour  Unions and collective Bargaining:

له ډله ایزې چنې وهلو څخه موخه دا ده چې، هر کارګر له کارخانه دار څخه د اجورې جلا جلا غوښتنه ونه لري بلکې سره یو ځای شي د سوداګرۍ د تړون پېژندنې له مخې، په ټولنیز ډول د خپل ملازمت شرایط ( اجورې اندازه ، د کار وخت، او نورې اسانتیاوې ) جوړ کړي چې ورسره د کارګرو ځواک د چنې وهلو په لحاظ ځواکمن کېږي د کارخانه لرونکو په مقابل کې ځواکمن کېږي او کارخانه لرونکي نشي کولی هغوی استحصال کړي. او له کارګرتوب څخه یې ناجایزه ګټه واخلي.

په اصولي ډول په مکمله سیالۍ بازار کې کارګرو ته د نهايي تولید د ارزښت له اجورې سره برابرې وي خو د دې خبرې هیڅ ډول ضمانت نشته چې کارګرو ته پوره پوره اجوره ورکړل شي او دوه لاملونه لري...

  • دا پیدا کول چې د کارګرو د تولید نهايي ارزښت څومره ناممکن دی

  • د کارګرو لیږد له یو صنعت څخه بل صنعت ته له خنډ سره مخ کېږي چې په پایله کې په نهايي تولید او اجورې کې توپير رامنځته کېږي.

د کارګرو لپاره د اجورې سم معیار هغه وخت رامنځته کېږي چې د خپلې ټولنې په پېژندنې، له مالکانو سره د چنه وهلو له لارې د اجورې اندازه وټاکي ځکه د سوداګرو د ټولنې او د چنه وهلو قوت دومره ځواکمن وي چې د کارخانو مالکینو په وړاندې دوی نشي کولی کارګر استحصال کړي. اوس يې موږ په لاندې دریو برخو کې څيړو چې د سوداګرۍ د یووالي او غونډې چنه وهلو په وسیله د اجورې کچه څنګه اغېزمنه کېږي.

۱- د پيدا شوي توکي په بازار کې مکملې سیالۍ بازار د خرڅونکو تر منځ شتون لري او د کار په بازار کې د اخیستونکو ترمنځ هم بشپړ سیالۍ بازار شتون ولري. یانې په دواړو بازارونو کې بشپړ سیالۍ بازار شتون لري. کارګر چې یووالی کوي سوداګرو ټولنه جوړوي او د اجورو د ډېروالي غوښتنه کوي د ساري په توګه: کارګر د ورځې د 150 افغانیو غوښتنه کوي چې متشبث یې مني چې له د اضافه والي کومې اغېزې رامنځته کېږي په دې ډول دي..

  • که د کارګرو او توکو دواړو بازارونو بشپړ سیالۍ شتون ولري نو کمپنۍ په هر حال کې د اجورې مقدار د کارګر د نهايي توليد له ارزښت سره مساوي کوي، چې دا شرط د غونډې چنه وهلو څخه وړاندې او وروسته شتون لري. خو یو اثر لري چې که کومه کمپنۍ د نهايی تولید له ارزښت څخه د ورځې کمه اجوره ورکوله، نو اوس هغه مجبور دی چې پوره ورکړي.

  • که د غونډې چنه وهلو په پايله کې د اجورو معیار له وړاندې څخه لوړ شي، نو په پایله کې داسې کېږي چې هره کمپنۍ له وړاندې کم کارګر استخداموي چې په ټوله یيز ډول کار کم پیدا کېږي.

د نهايي تولید د ګراف کرښه چې څومره ښکته کېږي په هماغه اندازه د روزګار موقع کميږي. کولی شو په لاندې ګراف کې يې تشریح کړو...

په پورتني ګراف کې ox د کارګرو شمېر څرګندوي،oy د تولید ارزښت او د اجورې مقدار ښيي،ww اجورې کرښه چې افقي مایل لري نو ځکه د منځنی او وروستنۍ اجورې کرښې يو پر بل منطبقې دي که د اجورې اندازه ow شي نو MRP په A نقطه کې سره یو بل پرې کوي اود کارګرو شمېر Q وي، خو کله چې اجورې اندازه OG شي نو MRP په B نقطه کې یو بل پرې کوي د کارګرو شمېر له Q څخه N نقطې ته راټيتيږي، نو ثابته شوه د غونډې چنه وهلو له کبله د روزګار کچه راټيټېږي.

۲- د توکو په بازار کې اجاره داري او د کارګرو په بازار کې د بشپړ سیالۍ بازار شتون لري. که په دې ډول بازار کې کارګر هم خپله اجوره لوړه کړي نو د لومړۍ اغېزې په څیر دلته هم د روزګار کچه راټيټېږي.

۳- د توکو په بازار کې بشپړ سیالۍ او د کارګرو په بازار کې شخصي اجاره یا مونوپسنۍ(Monopsony)  شتون لري. په دې ډول بازار کې کمپنۍ خپل تولیدات د بشپړ سیالۍ بازار کې پلوري او د کارګرو په اخیستلو کې اجاره داري واک لري. کولی شو په ګراف کې ښه تشریح کړو:

لکه څرنګه چې د کارګرو په بازار کې د تقاضا انحصار (Monopsony) شتون لري، نو د منځنیی او وروستنۍ اجورې کرښې مخ پورته وي یانې MW او Aw. وروستنۍ اجورې کرښه Mwاود وروستني تولید ارزښت کرښه MRPدواړه nپه نقطه کې يو بل پرې کوي .نو له هغه ځایه Mn په Oxعمودی نو کمپنۍ OM مقدار کارګر له ځانه سره نیسي Mn کرښه د Aw کرښه په T کې سره پرې کوي او که به OWيا MT وروستنۍ او منځنی اجوره ورکوي. فرض کړئ چې د غونډې چنه وهلو په وسیله د کارګرو اجوره لوړه وټاکل شي یانې OV مقدار شي. د کمپنۍ والا خوښه چې ډېر خلک استخداموي او که لږ، اوس نو د غونډې چنه وهلو په وسیله منځنۍ او وروستنۍ اجورې سره مساوي کېږي. په دې صورت کې هر کارګر ته د OW پر ځای OV اندازه اجوره ورکوي او ورسره د کارګرو شمېر هم ډېریږي یانې د OM پر ځای OQ مقدار استخداموي. او د وروستنۍ اجورې نوی خط MW, کرښه MRP د P په نقطه کې سره یو بل پرې کوي او په Q عمود دی. د وروستنۍ اجورې نوې کرښه vv افقي کرښه او د منځنۍ اجورې له کرښې سره مماس ده. نو د کارګرو پخوانۍ شمېر اوس نو وروستنۍ اجوره، د کارګر وروستنی تولید ارزښت کم دی. د ساري په توګه: که د کار ګرو مقدار OM وي نو د ورستني تولید ارزښت Mn دی خو نوې وروستنۍ اجوره MR اوس که متشبث غواړي ډېره ګټه ترلاسه کړي که د کارګرو مقدار OMڅخه ډېر OQ مقدار شي نو د کار په دې معیار سره وروستنۍ اجوره او د ورستني تولید ارزښت سره برابر شي، نو له دې څخه معلوميږي چې د غونډې چنه وهلو له کبله وروستنۍ اجوره کميږي یانې د Mn په ځای RM کېږي نو ځکه د کارګرو شمېر ډېر شوی دی.

نسبتي اجورېRelative Wages: ډېری وخت وینو چې په بېلابېلو برخو کې د کارګرو اجورې يو له بل سره توپیر لري او داسې هم شته چې د يو کسب لرونکو تر منځ هم توپير لیدل کېږي چې لاندې لاملونه لري...

د کارګرو اجوره: د اجورې د نوي نظر له مخې د اجورې ټاکل د کارګرو په عرضې او تقاضا پورې اړه لري. د ساري په توګه که په کومه څانګه د کارګرو لپاره تقاضا ډېره وي نو اجوره يې هم لوړه وي او که ورته تقاضا کمه وي نو اجوره يې هم لږ وي. د کارګرو د اجورو په ټاکلو کې کاري وړتیا هم مهم رول لوبوي او هغه کارګر چې ښه پوهيږي ډېره اجوره اخلي او کوم چې ډېر نه پوهيږي لږه اجوره اخلي. د کارګرو لیږد هم له يوه ځایه بل ځای ته سخت دی نو که چیرته يې شمېر لږ وي اجوره ډېره او که شمېر يې ډېر وي اجوره لږ ده، ځیني وخت کارګر له اجورې څخه هم نه وي خبر، نو ځکه یو له بل سره توپير لري. په همدې ډول په پوهه کې هم توپير د کارګرو ترمنځ د اجورې توپير رامنځته کوي.

د لږ تر لږو (حداقل) اجورو ټاکل: د کارګرو د استحصال د مخینوي يوه لار دا ده چې کم تر کمه اجوره ورته وټاکل شي یانې داسې معیار چې د قیمتونو کچې ته په کتو سره د هغوی لومړۍ اړتیاوې پوره کړي او دا باید په ملي کچه وټاکل شي.

tags

  

  

د محمد داود نیازی ژوند لیک
محمد داود نیازی زیار کښ او ژمن انسان
زما د ژوند د یو ستونزور او خواږه پړاو ،پیاوړی او هوښیار ملګری ،د چا په خټه کې چې ژمنتوب ،رښتینولي او ملګر پالنه له پیله نغښتې ،د یوه ښه انسان ځانګړنې یې د وجود په هر رګ کې غزونې ......

      

...

  

ستاسې تبصرې

*


Top