انګلا مرکل د ترکي لیکوال نیولو له امله پر اردوغان نیوکه کړې

انګلا مرکل د ترکي لیکوال نیولو له امله پر اردوغان نیوکه کړې



د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مرکل یو ځل بیا د ترکیې پر ولسمشر رجب طیب اردوغان نیوکه وکړه چې اردوغان د نړیوالو پولیسو په مرسته یو ترکي الاصله جرمنی لیکوال ونیوه.
نوموړی لیکوال دوغان اغالي د اردوغان له مخالفینو ګڼل کیږي چې په هسپانیه کې د نړیوالو پولیسو له خوا ونیول شو خو وروسته د هسپانیې له خوا خوشی شو.
مرکل د هسپانیې څخه د اغالي د خوشي کیدلو له امله مننه وکړه.
په دې وروستیو کې چې په جرمني کې د ټاکنو نېټه هم رانېږدې شوې ده د یادو هیوادونو اړیکې سختې ترینګلي شوي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top