د امریکا سمندري ځواک یوې کښتۍ له بلې تېلو لېږدوونکي کښتۍ سره ټکر کړی

د امریکا سمندري ځواک یوې کښتۍ له بلې تېلو لېږدوونکي کښتۍ سره ټکر کړی



د امریکا سمندري ځواکونو اعلان کړی دی چې د یاد ځواک جان مکین په نامه توغندي ویشتونکې کښتۍ له یوې بلې لابیریایي تېل وړونکې کښتۍ سره ټکر کړی دی چې سخته زیانمنه شوې ده او لس تنه امریکایي سرتېري پکې تري تم شول.
ویل کیږي چې نوموړو ځواکونو په سیمه کې د ژغورنۍ او لټون عملیات پیل کړي دي.
پېښه د سنګاپور سره ختیځې پولې سره نېږدې ارام  سمندر کې رامینځته شوې ده.
دا په تېرو دوو میاشتو کې دوهم ځل دی چې د امریکا سمندري ځواکونو کښتي له بلې کښتۍ سره ټکر کوي.
د تېر جون په میاشت کې د ورته پېښې له امله ۷ تنه امریکایي پوځیان وژل شوي وو.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top