د سعودي هوایي شرکت ګیله کړې چې قطر ورته د ورتګ اجازه نه ده ورکړې

د سعودي هوایي شرکت ګیله کړې چې قطر ورته د ورتګ اجازه نه ده ورکړې



د سعودي دولتي هوایي شرکت شکایت کړی دی چې د قطر هیواد ورته د ورتګ اجازه نه ده ورکړې تر څو قطري حاجیان سعودي عربستان ته ولیږدوي.
سعودي او ملاتړو یې څو میاشتې وړاندې پر قطر له ترهګرو څخه د ملاتړ تور پورې کړ او هر اړخیزې اړیکې یې ورسره وشولې.
خو تېره اونۍ د سعودي پاچا قطري حاجیانو ته حج ته تګ بلنه ورکړه او د هغوی لګښت یې هم پر خپله غاړه واخیست.
ویل کیږي چې د سعودي د پاچا یاد ګام د ترینګلو اړیکو د ښه کیدا لپاره لومړی قدم دی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top