بشار اسد وایي له غرب سره تر هغې اړیکې نه ټینګوي تر څو د دوی له مخالفینو لاس وانخلي

بشار اسد وایي له غرب سره تر هغې اړیکې نه ټینګوي تر څو د دوی له مخالفینو لاس وانخلي



د سوریې ولسمشر بشار اسد ویلي دي چې تر هغې به له غربي هیوادونو سره همکاري ونه کړي او نه به هم د دوی سفارتونو ته په دمشق کې د خلاصیدو اجازه ورکړي تر څو یې چې د نوموړي پر وړاندې د جنګیدونکو وسله والو له ملاتړ څخه لاس نه وي اخیستی.
نوموړي یادې څرګندونې د خپلو پلوي لسګونو ډيپلوماټانو په مخکې وکړي او ترڅنګ یې د روسیې، چین، ایران او حزب الله ډلې له ملاتړ څخه مننه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د ایراني ملیشو او روسي پوځي الوتکو په مرسته بشار اسد د خپلې ولکې لاندې سیمې پراخې کړي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top